next

دوه ديرشمه پوښتنه

back

 د ايران د اسلامي جمهوريت په اساسي قانون (آيين) کې جعفري مذهب د هيواد رسمي مذهب دے ولې؟

 ځواب:

په دې کښې شک نشته چې د ايران د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون له نظره ټول مذهبونه محترم او د قدر وړ دي خو بې له شکه د اسلام فقهي مذهبونه (لکه جعفري، شافعی، مالکی،حنبلی، حنفی وغيره د خلکو د وګړنيزو دندو په بيانولو کښې يو شان او غږمله نه دي او په هغو کښې پريمانه اختلافات موجود دي.

له بل پلوه د يوې ټولنې د حقوقي قوانينو د تدوين او د اصولو او قانونونو د تنظيم لپاره د دغه قوانينو غږ ملتيا او هماهنګي ضروري وي.

په دې اساس يوازې يو اسلامي مذهب په يو وطن کښې د اجتماعي اصولو او قوانينو د برابرولو مرجع ګرځيدلے شي ځکه چې که د قانون مراجع او سرچينې بيلا بيلې وي هماهنګه او کوټلي قوانين نه شو جوړولے نو غوره ده چې د اسلام په فقهي مذاهبو کښې يو په سم معيار سره د اجتماعي قوانينو او اصولو ماخذ او سرچينه وګرځي چې د هيواد په قوانينو کښې د هر ډول ګډوډۍ او ناغږملۍ مخه ونيول شي او په حقوقي، ټولنيزو او نورو اجتماعي زمينو کښې د هماهنګو برابرو او يوهيړه قوانينو د جوړولو لپاره لاره هواره شي.

 

د جعفري مذهب د ټاکل کيدو معيار

اوس بله پوښتنه پيدا کيږي او هغه دا چې په کوم معيار او ملاک مو په اسلامي فقهو کښې جعفري مذهب د هيواد د قوانينو او اصولو سرچينه ګرځولې ده؟

د دې پوښتنې ځواب روښانه دے ځکه چې د ايران ډېر اکثريت خلک مسلمانان دي چې جعفري فقه د فردي او اجتماعي دندو او فرايضو بيانونکې ده او د جعفري مذهب منونکي دي او په دې توګه روښانيږي چې د ايران د اسلامي جمهوريت په اساسي قانون کښې د هيواد د رسمي مذهب په توګه د جعفري مذهب ټاکل له ټولو منطقي او حقوقي اصولو سره برابر دي.

 

د نورو اسلامي مذهبونو درناوے او پوزيشن

د اسلامي ايران په اساسي قانون کښې که څه هم جعفري مذهب د هيواد "رسمي مذهب ګڼل شوے خو نور مذهبونه هم منجمله شافعي، حنبلي، مالکي، حنفي او زيدي وغيره هم محترم او د قدر وړ دي بلکې د دغو مذهبونو پيروان په لاندنيو زمينو کښې د خپلې فقهې مطابق عمل کولے شي:

1. د مذهبي مراسمو ترسره کول

2. ديني تعليم او تربيت

3. شخصي او پرائيوټ کارونه

4. خاص مذهبي اصول لکه واده، طلاق، ميراث، وصيت او داسې نور.

له دې ورتېر په داسې سيمو کښې چې په دوي کښې يو مذهب اکثريت ولري په هغه ځاي کښې قوانين د شوراګانو د اختياراتو په حدود کښې د دغه مذهب مطابق وي په عين حال کښې د نورو مذهبونو د لارويانو حقوق هم محفوظ وي.

دلته د مسئلې د لاروښانولو لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د لومړي څپرکي دولسم اصل را اخلو:

"د ايران رسمي دين اسلام او مذهب جعفري اثنا عشري دے او دا اصل الی الابد نه بدليدونکے دے او نور اسلامي مذهبونه لکه حنفي، شافعي، مالکي، حنبلي، او زيدي پوره پوره درناوے لري او د دغو مذهبونو او په دينې ښوونې او روزنې او شخصي (ذاتي) چارو (واده، طلاق، ميراث، وصيت) او په دې پورې په مربوط دعاوو(دعاګانو) کښې په محکمې کښې رسميت لري او په هره سيمه کښې چې په دغو کښې د يوه مذهب لارويان په اکثريت کښې وي ځايي قوانين به د شوراګانو د اختياراتو په حدود کښې د هغه مذهب مطابق وي، د نورو مذهبونو د پيروانو د حقوقو په ساتلو سره"

د دغه اصل په رڼا کښې د ايران د اسلامي جمـــــــــهوريت د اساسي

 قانون له نظره د اسلامي مذهبونو احترام او موقعيت روښانه کيږي.

 

 

index