د تقيې معيار څه دے؟
ځواب:
د تقيې معنا: د خپل باطني اعتقاد پټ ساتل او د مخالفانو په وړاندې د خپل ايمان پټول او مخفي ساتل، د دنياوي زيان او د معنوي او ديني تاوان څخه د بچ کيدو لپاره، دا د هر مسلمان يوه شرعي دنده ده چې له قرآنه ثابتيږي.
تقيه د قرآن له نظره:
قرآن مجيد په دې مسئله کښې ډېر آيتونه لري چې ځينو ته يې اشاره کوو:
الف:لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ اَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللهِ فِى شَيْءٍ إِلاَّ اَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تَقِيّةً.[1]
"اهل ايمان ته نه ده پکار چې مؤمنان پريږدي او له کافرانو سره دوستي وکړي څوک چې داسې وکړي له خداي سره به هيڅ رابطه ونه لري مګر هغه کسان چې تقيه وکړي".
دا آيت په دې حـــــقيقت ښکاره ګـــــواه دے چې له کافـــــرانو سره
دوستي جائزه نه ده مګر د تقيې په خاطر د ځان د حفاظت او له خطرو بچ کيدو په خاطر چې په دې بڼه له هغوي سره ظاهراً دوستي کولے شو.
ب: ﴿مَن كَفَرَ بِاللهِ مِن بَعْدِ إيمَانِهِ إِلاَّ مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالإِيمَانِ وَلَـكِن مَّن شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْراً فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾.[2]
هر څوک چې په خداي له ايمانه وروسته دوباره کافر شي مګر هغه کسان چې له مجبورۍ د کفر اظهار وکړي په داسې حال کښې چې د هغه زړه په ايمان کښې مزبوت او ډاډه وي خو هغه کسان چې خپل زړه له کفر ډک کړي د هغوي لپاره سخت عذاب او قهر دے.
مفسران د دغه آيت د شان نزول په هکله داسې وايي:
يوه ورځ عمار بن ياسر له خپل پلار او مور سره په دشمنانو کښې ونښتل او کافرانو له هغوي وغوښتل چې له اسلامه لاس واخلي او په کفر او شرک اعتراف وکړي، د عمار ټولو ملګرو د خداي په يو والي او د پيغمبر(ص) په رسالت ګواهي ورکړه نو ځينې يې شهيدان کړے شول او ځينې نور سخت وځورول شول خو عمار د خپل زړه او خوښې په خلاف تقيه وکړه او په ظاهره يې هغه څه چې کافرانو ويل، وويل او ازاد شو کله چې د خداي رسول ته راغے په خپل کار ډير انديښمن او خپه ؤ نو د خداي رسول هغه ته ډاډ ورکړ
او دا آيت په دې هکله نازل شو.[3]
له دغه آيته او د مفسرانو له خبرو روښانه شوه چې د خپل سر د حفاظت او د مادي او معنوي تاوانونو د مخنيوي لپاره د پيغمبر(ص) په وخت کښې هم تقيه او د خپل ايمان پټول موجود وو او اسلام هم منل.
تقيه د شيعه ؤ له نظره
له دې امله چې د بني اميه او بني عباسو ظالمو حکومتونو په ټول تاريخ کښې له شيعه ؤ سره دشمني لرله او د هغوي د وژلو هڅه به يې کوله[4] هغوي د قرآن په حکم تقيه کوله او خپله رښتنې عقيده يې پټوله او په دې ډول يې په هغو سختو حالاتو کښې ځان او خپل مسلمان وروڼه وژغورل. روښانه ده چې د هغه ظلم ساډوبۍ او استبداد په دوران کښې چې د ظلم توپان له هر اړخه شيعه ګواښل او هغوي يې ختمول له دې د بچ کيدو لپاره بله لار نه وه.
نو ځکه په هغه صورت کښې چې ظالمو باچاهانو او د هغوي ګوډګيانو له شيعه ؤ سره دشمني نه کوله او د هغوي بيرحمانه وژله د حکومت په ايجنډې کښې نه وه شامله د شيعه ؤ د تقيې لپاره څه
دليل نه ؤ موجود.
يادونه ضروري ده چې تقيه يوازې په شيعه ؤ پورې نه ده مخصوصه بلکې نور مسلمانان هم د خونړي دشمن په وړاندې چې له ټولو اسلامي مذهبونو سره مخالف دے (لکه خوارج او نور ظالم حکومتونه چې هر حرام کار يې له لاسه کيږي) کله چې له هغوي سره د مقابلې توان نه لري د تقيې لمن ته پناه وړي او د خپل سر د حفاظت لپاره خپله باطني عقيده پټه ساتي.
په دې اساس که د اسلامي ټولنې ټول غړي په خپلو فقهي مذهبونو کښې له يو بل سره تفاهم ولري او په ورورولۍ او يوالي سره ژوند وکړي د تقيې لپاره هيڅ زمينه نه پاتې کيږي.
نتيجه :
له دغو خبرو نتيجه اخلو چې:
1. تقيه قرآني جرړه لري او د اصحاب پيغمبر(ص) روده او د
پيغمبر(صلی الله عليه و اله) تاييد د اسلام په لومړيو
وختونو کښې د تقيې په روا والي ښه دليل دے.
2. د شيعه ؤ د تقيې محرک او انګيزه د شيعيانو د بې رحمانه وژنې او د هغه ظلم او ستم د توپان مخنيوے و چې دغه مذهب يې په نابودۍ ګواښۀ.
3. تقيه يوازې په شيعه ؤ پورې نه ده مخصوصه بلکې په نورو مسلمانانو کښې هم شته.
4. تقيه له مشرکانو د اسلامی عقيدو په پټولو او د کفارو په وړاندې په پرهيز پورې مخصوصه نه ده بلکې د تقيې معيار چې د مسلمانانو د ځان حفاظت دے عام دے او د هر دشمن په وړاندې چې د مقابلې وس ورسره نه وي او د مبارزې زمينه هم نه وي برابره د خپلو باطني عقايدو پټ ساتل يوه ضروري چاره ده.
5. د اسلامي ټولنو د غړيو د تفاهم په بڼه کښې په مسلمانانو کښې د تقيې لپاره هيڅ زمينه او ماحول نه پاتې کيږي.
[1] . آلِ عمران 28آيت.
[2] . نحل 106 آيت.
[3] . تفسير درالمنثور (جلال الدين سيوطی) څلورم ټوک 131مخ بيروت چاپ ته مراجعه وکړئ.
[4] . د بنی اميه وو او بنی عباسو په لاس د شيعو د بې رحمانه وژنې په باره کښې د نورو معلوماتو لپاره مراجعه وکړئ دغو کتابونو ته: "مقاتل العالبين، د ابوالفرج اصفهاني ليک، او شهداء الفضيله د علامه اميني ليکل شوې او الشيعه والحاکمون د محمد جواد مغنيه ليکل شوې.