next

شپږويشتمه پوښتنه

back

 آيا د خداي د وليانو د کليزې لمانځل بدعت يا شرک دے؟

ځواب:

د خداي د غوره بندګانو او اولياوو د ياد درنښت د هغوي د ميلادونو او د زوکړې د کليزو د لمانځلو او جشنونو جوړولو په شان د عقل منو له نظره يوه ښکاره مسئله کښې د هر ډول شک او شبهې د ليرې کولو لپاره د هغو د مشروعيت او رواوالي دليلونه راوړو.

 

1. د دستورو جوړول د مينې څرګندول دي.

قرآن مجيد مسلمانان له پيغمبر(ص) او د هغه له اهل بيتو سره مينې ته رابللي دي هلته چې فرمايي:

"قُل لا أسئَلُکُم عَلَيهِ اَجراً إلاّ المودةَ فی القُربیٰ.[1]

(اي پيغمبره) ووايه زه له تاسو د دغه تبليغ په مقابل کښې بې له

 دې چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ بل څه بدله نه غواړم.

په دې کښې شک نيشته چې د الهی اولياوو د درنښت د مراسمو

 او دستورو جوړول له هغوي سره د خلکو د مينې او محبت د ښکاره کولو يوه نښه او وسيله ده چې د قرآن له نظره منل شوې ده.

 

2. د دستورو جوړول د پيغمبر(ص) درنښت دے.

قرآن مجيد له رسول الله مبارک سره په مرستې سربېره د هغه حضرت(ص) د مقام او منزلت درناوے هم د کاميابۍ او نيکمرغۍ معيار ګڼي.

"فَالذِينَ آمنوا بِهِ عزّروهُ  و نَصَروهُ و اتّبعوا النورَ الذِی اُنزِلَ مَعَهُ اولئكَ هُم المُفلِحون"[2]

هغه کسان چې په پيغمبر(ص) يې ايمان راوړ او د هغه درنښت يې وکړ او مرسته يې ورسره وکړه او له هغه رڼا يې چې په هغوي نازله شوه پيروي وکړه، کامياب (ژغورل شوي) دي"

له دغه آيته ښه معلوميږي چې د اسلام له نظره د رسول الله مبارک درنښت او لمانځل ښه او خوښ کار دے او د داسې دستوره او جشن جوړول  چې د پيغمبر(ص) ياد او د هغه حضرت(ص) د لوي مقام درنښت وکړي خداي تعالیٰ پرې رضا کيږي ځکه چې په دغه آيت کښې د ژغورل شويو (کاميابو) کسانو لپاره څلور صفتونه بيان شوي دي.

الف: ايمان، "الذِينَ آمَنوا بِهِ" هغه کسان چې په هغه يې ايمان راوړ.

ب: "د هغه د نور پيروي" "وابتَغوا النور الذّي اَنزَلَ مَعَهُ" له هغه رڼا چې په هغه نازله شوې پيروي وکړي.

ج: د هغه مرسته کول، "و نَصَروهُ" د هغه مرسته يې وکړه.

د: د پيغمبر(ص) د مقام درنښت او تعظيم کول، "وعَزّروهُ" د هغه درنښت يې وکړ.

په دې اساس په پيغمبر(ص) پر ايمان او ورسره په مرستې او د اوامرو پر پيروۍ سربيره د هغه د مقام او شان درنښت او احترام هم ضروري دے او د پيغمبر(ص) د ياد درنښت د "وَ عَزّروهُ" مصداق دے.

 

3. د مراسمو جوړول د پروردګار پيروي او متابعت دے.

خداي تعالیٰ په قرآن مجيد کښې د پيغمبر(ص) درنښت کوي او فرمايي: "وَ رَفَعنَا لَكَ ذِکرَكَ"[3] او ستا ذکر او نوم مو په نړۍ کښې لوړ کړ.

د دغه آيت شريف په رڼا کښې معلوميږي چې خداي تعالیٰ

 غواړي د پيغمبر(ص) عظمت سترتوب په نړۍ کښې پراخ شي او پخپله يې هم د قرآن په ايتونو کښې د رسول الله مبارک درنښت او صفت کړے دے.

مونږ هم د اسماني الهی کتاب په پيروۍ سره د برمناک مراسمو او د يادښت د دستورو په جوړولو سره د کمال او فضيلت د اسوې د لوړ مقام درنښت کوو او له دې لارې د خپل پروردګار متابعت او پيروي څرګندو.

روښانه ده چې له دغو مراسمو د مسلمانانو بې د پيغمبر(ص) د نوم او شان د لوړاوي او د هغوي له درنښت بل مقصد نيشته.

 

4. د وحي نزول د مائدې تر نزوله کم نه دے

قرآن مجيد د خداي د پيغمبر حضرت عيسی(ع) له خولې داسې روايت کوي:

قَالَ عِيسی ابنَ مَريَمَ الّلهمّ رَبّنا أنزِل عَلينا مائِدة مِنَ السّمآء تَکُونُ لَنا عِيداً لاوّلِنا وَ آخِرِنا وَ آيَةً  مِنكَ وارزُقنا وَأنتَ خَيرُ الرّازِقِين.[4]

"عيسی ابن مريم عرض وکړ: اي خدايه، زما پرودګاره! له آسمانه يوه مائده (خواړۀ) راوليږه چې زمونږ د ټولو لپاره اختر وي او ستا لخوا يوه نښه او مونږ ته روزي کړه بيشکه چې تر ټولو غوره روزي ورکوونکے يې"

حضرت عيسی له خدايه غواړي چې له اسمانه هغوي ته خواړه راوليږي او هغه د خوړو د نازليدو په ورځ اختر (عيد) وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې که قدرمن پيغمبر په هغه ورځ چې اسماني خواړه، چې د انسان د بدن د خوند اخستلو لپاره دي، نازل شول اختر کوي نو که اوس مسلمانان د خداي د وحي د نازليدو په ورځ يا د رسول الله مبارک د زوکړې د کليزې په ورځ چې د انسان د ژغورونکے او انساني ټولنو ته ژوند بخښونکے دے، جشن او اختر وکړي آيا دا به شرک او بدعت وي؟

 

5. د مسلمانانو سيرت (روده)

د اسلام پيروان له پخوا راهسې د پيغمبر(ص) د ياد د درنښت لپاره د عيد ميلاد النبي او داسې نورو ورځو د خوشحالۍ مراسم جوړوي.

حسين بن محمد ديار بکري په تاريخ الخميس کښې داسې ليکي:

"وَلايَزَالُ أهلَ الاِسلام يَحتفلونَ بشهر مولده عليه السلام و يعملون الولائم و يتصدقون فی لياليه بأنواعِ الصّدقاتِ و يظهرون السرور و يزيدون فی المبرات و يعتنون بقراءة مولده الکريم و يظهر عليهم من برکاته کل فَضلٍ عميم.[5]

د نړۍ مسلمانان هميشه  د پيغمبر(ص) د زوکړې په ورځ جشن کوي او وليمه (ډوډۍ) ورکوي او د هغې مياشتې په شپو کې صدقې ورکوي او خوشحالۍ  کوي او ډول ډول نيکۍ کوي او د هغه حضرت د ميلاد يادونه کوي او د هغه پراخ رحمتونه او برکتونه په ټولو نازليږي.

په دې بيان سره د قرآن او د مسلمانانو د سيرت له نظره د خداي د وليانو د ياد د درنښت او لمانځنې د جايز والي کلي حکم لاسته راځي او په دې طريقې سره د هغو کسانو د خبرو دروغ والے او غلطوالے روښانيږي چې د خداي د وليانو او نزدې کسانو د ياد لمانځل بدعت ګڼي ځکه چې بدعت دا دے چې په کلي يا خصوصي توګه يې له قرآن او سنته د جايزوالي او مشروعيت حکم لاسته رانه شي حال دا چې د دغه مسئلې کلي حکم ښه په ډاګه د قرآن له آيتونو او د مسلمانانو د سيرت او رودې لاسته راځي.

بله دا چې دغه ډول مراسم يوازې د خداي د غوره بندګانو د درنښت او د هغوي د احترام او درناوي لپاره او په دې عقيدې سره چې هغوي د خداي بندګان دي او خداي ته محتاج دي تر سره کيږي. په دې اساس دغه کار له توحيد او يو خداي مننې سره بالکل برابر دے نو څرګنده شوه چې هغه کسان چې د خداي د وليانو د ياد درنښت د مراسمو دستورو جوړول بدعت او شرک ګڼي د هغوي خبره غلطه او باطله ده.


[1] . د شوریٰ سورة 23 آيت

[2]  . د اعراف سورة 157 آيت.

[3] . د انشراح سورة 4 ايت.

[4] . د مائده سورة 114 ايت.

[5] . حسين بن محمد حسن ديار بکر، تاريخ الخميس بيروت چاپ 223مخ.

index