next

پينځه ويشتمه پوښتتنه

back

 آيا د خداي تعالیٰ په وليانو پورې توسل کول شرک دے او د بدعت سبب کيږي؟

 ځواب:

 د توسل معنی دا ده چې مونږ يو مهم او لوي مخلوق (انسان وغيره) خداي ته د نزديکت لپاره د ځان او خداي تر مينځ وسيله وګرځوو او د هغه په وسيله او سفارش سره خداي ته د نزدې کيدو هڅه وکړو.

ابن منظور لسان العرب کښې وايي:

تَوَسّلُ اليهِ بکذا، تقرب اليه بحرمة آصرة تعطفه عليه[1]

پلانکي، مخلوق (څيز) سره هغه ته متوسل شو يعنی د هغه د احترام او مقام په وسيله (چې نظر يې جلبوي) هغه ته نزدې شو.

قرآن مجيد فرمايي:

﴿يَا اَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُواْ فِى سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾.[2]

ای مؤمنانو پرهيزګاره شئ او د لوي خداي په لور وسيله ولټوئ او د هغه په لاره کښې مبارزه وکړئ ښايي پرهيزګاره شئ.

جوهري په (صحاح اللغه) کښې د "وسيلې" تعريف داسې کوي:

اَلوَسِيلةُ ما يَتَقَرّبُ بِهِ الی الغير

وسيله هغه څيز ته وايي چې د هغه په ذريعه مونږ بل چا ته ځان نزدې کړو.

په دې اساس هغه ارزښناک مخلوق او څيز چې مونږ يې وسيله ګرځوو کله خو د خداي تعالیٰ خالصانه عبادت او نيک عملونه دي چې د يوې مزبوتې وسيلې په توګه مونږ خداي ته نزدې کوي او کله هم دغه وسيله يو عزتمن انسان وي چې د لوي خداي په نزد ځانګړے مقام او درنښت لري.

 

د توسل ډولونه

توسل په درې ډوله تقسيمولے شو.

1. په نيکو عملونو سره توسل، لکه څنګه چې جلال الدين سيوطی د "وأبتَغوا اليه الوسيلةُ" ايت لاندې دا روايت راوړے دے.

عن قتاده فی قوله تعالیٰ "وأبتَغوا اليه الوسيلةُ" قال: تقربوا الی الله بطاعته والعمل بما يرضيه.

قتاده د وأبتَغوا اليه الوسيلةُ د ايت په هــــــــکله وايي د خداي په

 اطاعت او داسې عمل سره چې د خداي د خوښۍ او رضا سبب ګرځي له پاک رب سره نزدې شي.

2. د غوره او ښو بندګانو په دعا سره توسل لکه چې قرآن مجيد د يوسف د وروڼو له خولې داسې روايت کوي:

﴿قَالُواْ يَا اَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ﴾﴿قَالَ سَوْفَ اَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ﴾.[3]

د يعقوب بچيانو خپل پلار ته وويل: اي پلاره له لوي خداي زمونږ د ګناهانو بخښنه وغواړه چې مونږ په غلطه وو (يعقوب) وويل: ډير زر به له پروردګاره ستاسو لپاره بخښنه وغواړم په تحقيق سره چې هغه ډير بخښونکے مهربان دے.

له دغه ايته ښه معلوميږي چې د يعقوب عليه السلام زامن د خپل پلار د دعا او استغفار سره رب ته متوسل شول او هغه يې د خپلې بخښنې وسيله وګڼله او حضرت يعقوب (ع) نه يوازې د هغوي په توسل اعتراض ونه کړ بلکې هغوي ته يې د دعا او استغفار وعده هم ورکړه.

3. د عزتمندو او معنوي شخصيتونو په ذريعه توسل چې د خداي په نزد لوي مقام او ځانګړے درنښت او عزت لري او دا توسل هم خداي تعالیٰ ته د نزدې کيدو لپاره وي.

دغه ډول توسل هم د اسلام په لومړيو وختونو کښې د منلو وړ او

 د اصحابو يوه روده وه.

اوس د رسول الله مبارک د اصحابو او د اسلام د لويو شخصيتونو د روايتونو او عمل په رڼا کښې د دې مسئلې جاج اخلو.

1. احـمد بن حنبل په خپل مسند کــــــــښې له عثمان بن حنيف څخه

 داسې روايت کړې:

إنّ رَجُلاً ضَريرالبَصر أتی النَبیّ صلی اللهُ عليهِ وَ آلِهِ وَسَلّم فَقالَ : اَدعُ اللهَ أن يُعافينی، قال: إن شِئتَ دعوتُ وَ إن شئتَ أخَرّتُ ذاکَ فهو خيرٌ، فقال: أدعُه، فَأمرَهُ أن يتوضَأ فيَحسنَ وضوئه فَيصلی رکعتين و يدعو بهذا الدعاء اللّهُمّ  إنّی أسئَلُك وَ أتوَجَهُ اليك بنبيّكَ محمد نبی الرحمة يا محمدُ إنّی تَوَجَهتُ بكَ  الی ربّی فی حاجتی هٰذه فَتقضیٰ لی اللّهُمّ شَفِّعهُ فِیّ.[4]

يو ړوند سړے رسول الله مبارک ته راغےاو ويې ويل: له خدايه دعا وغواړه چې ما معاف کړي پيغمبر(ص) وفرمايل: که زړه دې وغواړي اوس به دعا وکړم او که غواړي وروسته ته به يې پريږدم او دا به غوره وي، ړوند سړي عرض وکړ: دعا وکړه، د خداي رسول هغه ته حکم ورکړ چې اودس وکړه او په اودس کښې ښه او غوره کار واخله بيا دوه رکعته لمونځ وکړه او دا دعا وکړه: اي ربه زه له تا غواړم او د رحمت د پيغمبر محمد په وسيله تا ته مخ دراړوم (درځم) اي محمده زه په خپل حاجت کښې ستا په وسيله خپل رب ته متوجې کيږم چې زما حاجت پوره کړې اي خدايه! هغه زما شفيع وګرځوه.

محدثان د دغه حديث په سموالي يو نظر لري په دې ډول چې حاکم نيشابوري په مستدرک کښې د دغه حديث له نقلولو وروسته هغه يو صحيح حديث ګڼلے دے او ابن ماجه هم د ابو اسحاق له خلې وايي (دا يو صحيح روايت دے) او ترمذي په (ابواب الادعيه) کتاب کښې د دغه روايت صحيح والے تاييدوي او محمدنسيب الرفاعی هم په "التّوصل الی حقيقة التوسل" کتاب کښې د دې په هکله ليکي:

لا شَك ان هذ الحديث صحيحٌ و مشهورٌ… و قد ثَبتَ فيه بلا شك و لاريبٍ ارتداد بصر الاعمیٰ بدعاء رسول الله صلی اللهُ عليه و آله و سلم له.[5]

په دې کښې څه شک نيشته چې دا حديث صحيح او مشهور دے او په دغه روايت کښې ثابته شوې ده چې د رسول الله مبارک په دعا سره د هغه نابينا سړي نظر ستون شو. له دغه روايته ښه معلوميږي چې د رسول الله مبارک په وسيله د کوم حاجت د پوره کولو لپاره په هغوي پورې توسل جايز دے بلکې د خداي رسول هغه سړي ته امر وکړ چې په دا ډول دعا وکړي او د خداي او ځان تر مينځ پيغمبر(ص) وسيله وګرځوي او د هغوي په مخ له خدايه وغواړي چې حاجت يې پوره کړي، او دا معنا هماغه د خداي په پيغمبرانو وليانو او د خداي په نازولو پورې توسل کول دي.

2. ابو عبدالله بخاري په خپل صحيح کښې وايي:

أنّ عمَر بن الخطاب رَضی الله عنهُ کانَ إذا قحطوا استسقیٰ بالعباس بن عبدالمطلب فقال: اللهُمّ إنّا کُنّا نَتَوَسّلُ إليكَ بِنَبِيّنا فَتستَقِينا و انا نَتَوَسلُ إليك بِعَمّ نَبِينا فاسقنا قال فَيَسقون.[6]

کله چې به وچکالي وه عمر بن خطاب به د عباس بن عبدالمطلب (د پيغمبر تره) په وسيله باران غوښته ويل به يې: اي خدايه! د پيغمبر(ص) په ژوند کښې به په هغوي پورې متوسل کيدو او تا به پر مونږ د رحمت باران راورولو  اوس د پيغمبر(ص) د تره په وسيله تا ته متوسل کيږو چې مونږ خړوب کړې، او خړوب به شو.

3. د خداي تعالیٰ له وليانو سره توسل دومره دود او عام ؤ چې د اسلام د لومړيو وختونو مسلمانانو هم په خپلو اشعارو کښې پيغمبر(ص) د ځان او خداي تر مينځ وسيله بللې ده او بلله به يې.

سواد بن قارب د پيغمبر(ص) لپاره يوه قصيده وويله او دهغه په بيتونو کښې يې داسې وويل:

 

وَ أشــــهَــــدُ أنّ لارَبّ غــــــــيرَهُ               وَ أنّـــك مــــامون علی کل غالب

و انك ادنی المرسلين وسيله            الی الله يابن الاکرمين الاطائب[7]

 

ګواهي ورکوم چې بې له خدايه بل پروردګار نيشته او ته د هرې سيمې او ښکاره چارې امين يې او ګواهي ورکوم چې ته _ اي د پـاکو او درنو کسانو بچيه په نورو پيغمبرانو کښې د خداي په لور

 تر ټولو نزدې وسيله يې.

شافعي هم دوه بيتونه لري چې دغه حقيقت ته پکښې اشاره کوي:

 

آل الــــنَـــبِیّ ذَرِيعّتـی          هــــــم الــــيه وســـــيلتی

ارجوبِهم اعطیٰ غداً          بيدی اليمين صحيفتی[8]

 

د پيغمبر(ص) کورنۍ د خداي په لور زما وسيله دي او هيله من يم چې د هغوي په خاطر زما عمل نامه ماته په ښي لاس راکړل شي.

که څه هم په الهی اولياؤ پورې د توسل په هکله پريمانه روايتونه موجود دي خو دا کوم روايتونه مو چې ذکر کړل د دوي په رڼا کښې هم د توسل جايزوالے او د پيغمبر(ص) د سنتو او د اصحابو او د اسلام د لويو شخصيتونو لخوا د هغه ښه والے ثابتيږي او د خبرې د اوږدولو ضرورت نيشته.

په دې بيان سره د هغو کسانو خبره غلطه ثابتيږي چې د خداي په درګاه کښې توسل شرک او بدعت ګڼي.



[1] . لسان العرب يوولسم ټوک 724مخ.

[2] . مائده 35 آيت.

[3] . د يوسف سورة 97ــ 98 ايت.

[4] . مسند احمد بن حنبل څلورم ټوک 138مخ د عثمان بن حنيف د روايتونو برخه، مستدرک حاکم لومړے ټوک کتاب الصلوة التطوع بيروت چاپ 313مخ، سنن ابن ماجه لومړے ټوک 441مخ چاپ داراحياء الکتاب العربيه، التاج لومړے ټوک 286مخ، الجامع الصغير (سيوطی) 59مخ، التوسل والوسيله (ابن تيميه) 98مخ بيروت چاپ.

[5] . التوصل الی حقيقة التوسل 158مخ لومړے چاپ بيروت.

[6] . صحيح بخاری 2ټوک کتاب الجمعه، باب الاستسقاء 27 مخ مصر چاپ.

[7] . الدراسيه (سيد احمد بن زيني دحلان) 29 مخ، د طبرانی په نقل سره.

[8] . الصواعق المحرقه (ابن حجر عسقلانی) 178مخ، قاهره  چاپ.

 

index