د اصحابو په هکله د شيعه ؤ نظر څه دے؟
ځواب:
د شيعه ؤ له نظره کوم کسان چې د رسول الله مبارک په کتنې او ملګرتيا مشرف شوي په څو ډلو تقسيميږي مخکښې له دې چې د دې خبرې وضاحت وکړو غوره ده چې په مختصره توګه د صحابي تعريف وکړو
د پيغمبر(ص) د صحابي په هکله مختلف تعريفونه موجود دي چې ځينو ته يې اشاره کوو:
1. سعيد بن مسيب وايي: صحابي هغه کس دے چې يو يا دوه کاله له رسول الله مبارک سره پاتې شوے وي او له هغه حضرت سره يې په يو يا دوو غزاګانو کښې برخه اخستې او جنګيدلے وي[1]
2. واقدي وايي: پوهان او عالمان وايي: هر چا چې پيغمبر(ص) ليدلے اسلام يې منلے او د دين په چاره کښې يې فکر کړے او په
هغه راضي شوے دے زمونږ په نزد د پيغمبر (ص) صحــــابي ګڼل
کيږي که څه هم د ورځې يوه ګنټه ولې نه وي.[2]
3. محمد بن اسماعيل بخاري ليکي: هر مسلمان چې له پيغمبر(ص) سره ناسته پاسته کړي وي او يا يې هغه حضرت ليدلے وي د رسول الله مبارک صحابي دے.[3]
4. احمد بن حنبل وايي: هر کس چې يوه مياشته يا يوه ورځه يا يوه ګنټه له پيغمبر(ص) سره ناسته پاسته کړي وي يا يې هغه حضرت ليدلے وي صحابي دے
په اهل سنتو علماؤ کښې "عدالت صحابه" د يو مسلّم اصل په توګه منلې شوې مسئله ده يعنې هر کس چې له پيغمبر(ص) سره يې ناسته پاسته کړي وي عادل دے.[4]
اوس د قرآن د روښانوونکو آيتونو په رڼا کښې دا مسئله څيرو او د شيعه ؤ نظر چې د وحي له منطقه سرچينه لري بيانوو.
تاريخ تر دولسو زرو د زياتو کسانو نومونه د پيغمبر(ص) د اصحابو په توګه ليکلي دي چې په هغو کښې مختلفې څيرې ليدل کيږي. په دې کښې شک نيشته چې له پيغمبر(ص) سره ناسته پاسته لوي وياړ ؤ چې د ځينو خلکو په نصيب شو او اسلامي امت هميشه هغوي ته په درنه سترګه کتلي دي ځکه چې هغوي د اسلام د دين مخکښان وو چې په لومړي ځل يې د اسلام د وياړ او عزت بيرغ ورپاؤ. قرآن مجيد هم د دغو بيرغوالو او مخکښانو ستاينه کوي او فرمايي:
لايَستَوی مِنکُم مَن اَنفق مِن قَبلِ الفَتح وَقاتَلَ اولئِــــكَ اَعظَمُ دَرَجة
مِن الذينَ اَنفَقوا بَعدهُ وَ قَاتَلوا.[5]
هغه کسان چې له فتحې (مکه) مخکښې يې شندنه او مبارزه وکړه، له هغو کسانو سره چې له هغه وروسته يې انفاق او جهاد وکړ برابر نه دي بلکې دوي په لوړې درجې کښې دي.
په عين حال کښې بايداعتراف وکړو چې له پيغمبر(ص) سره مصاحبت او ناسته پاسته څه داسې کيميا نه وه چې د انسان ماهيت بدل کړي او هغه ټول انسان د عمر تر اخره له غلطۍ او بې انصافۍ بيمه کړي او د عادلانو په ټولګي کښې يې راولي. د مسئلې د روښانه کيدو لپاره بهتره ده چې له هر څه مخکښې قرآن ته، چې ټول مسلمانان پرې اتفاق لري مخه کړو او د دې مسئلې په حل کښې له قرآنه مرسته واخلو.
صحابي د قرآن له نظره
د وحي په منطق کښې هغه انسانان چې د پيغمبر(ص) په حضور
کښې مشرف شول او د هغوي له مصاحبت او ملګرتيا برخمن شول دوه قسمه دي.
لومړۍ ډله:
هغه کسان چې د قرآن تل پاتې آيتونه د هغوي ستاينه او صفت کوي او هغوي د اسلام د شان او برم د ماڼۍ بنسټ ايښوونکې ګڼي. دلته غواړو د دغه شان اصحابو په هکله د الهي کتاب ځينې
آيتونه راوړو.
1. لومړي مخکښان:
وَالسَابِقونَ الاَوّلونَ مِنَ المُهاجِرينَ وَالانصَارِ والذينَ اتّبَعوهُم بِاِحسانٍ رَضِیَ اللهُ عَنهُم وَ رَضوا عَنه وَ اَعَدّ لَهُم جَنّاتٍ تَجرِی مِن تَحتِهاالاَنهارُ خَالِدينَ فيها اَبداً ذلِكَ الفَوزُ العَظِيم.[6]
له مهاجرانو او انصارو لومړي کسان او هغه کسان چې په نيکۍ يې د هغوي پيروي وکړه خداي له هغوي خوښ او هغوي هم له خدايه خوشحاله دي او خداي د هغوي لپاره داسې جنتونه تيار کړي دي چې نهرونه پکښې روان دي او دا په حقيقت سره لويه کاميابي ده.
2. تر ونې لاندې بيعت کوونکي
لَقَد رَضِیَ اللهُ عَنِ المؤمنينَ اِذ يُبايعُونَکَ تَحتَ الشّجَرةِ فَعَلِمَ مافی قُلُوبِهِم فانزَلَ السّکِينةُ عَلَيهِم وَ اثابَهُم فَتحاً قَرِيباً.[7]
خداي تعالي له هغو مومنانو چې ترونې لاندې يې له تا سره بيعت وکړ خوشحاله شو او په هغه څه خبر شو چې د هغوي په زړونو کښې وو، نو په هغوي يې آرامښت او کرارے راوليږۀ او هغوي ته يې نزدې کاميابي، برياليتوب په بدله کښې ورکړه.
3. مهاجرين
لِلفُقَراءِ المُجاهِدِينَ الذِينَ اُخرِجُوا مِن دِيارِهِم وَ اَموالَهم يَبتَغونَ فَضلاً مِنَ اللهِ وَ رِضواناً وَ يَنصرونَ الله و رَسولهُ اولئِكَ همُ الصادقون.[8]
د هغه بې وزله مهاجرو لپاره چې له خپل کور او ماله وشړل شول او ليرې لاړل د خداي تعالی فضل او خوښي لټوي او د خداي او پيغمبر(ص) مرسته کوي هغوي رښتيني دي.
4. اصحاب فتح
مُحَمّدٌ رَسُولُ الله وَالذِينَ مَعَه اَشِدَاء عَلیٰ الکُفّارِ رُحَمَاءُ بَينَهُم
تَراٰهُم رُکّعاً سُجّداً يَبتَغُونَ فَضلاً مِنَ اللهِ وَ رِضواناً سِيماهُم فِی
وُجُوهِهِم مِن اَثَرِ السّجُود[9]
محمد(ص) د خداي استازے دے او د هغه ملګري د کفارو لپاره سخت زړه او په خپلو کښې نرم او مهربانه دي هغوي به د رکوع او سجدې په حال کښې وينې چې د خداي د فضل او خوښۍ په لټه کښې دي او د هغوي په څيرو (مخونو) د سجدې نښې معلومې دي.
دوهمه ډله:
ځينې نورکسان چې له پيغمبر(ص) سره يې ناسته پاسته لرله او هغه حضرت(ص) يې ليدلے ؤ داسې کسان وو چې دوه زړي دوه مخې او د ناروغ زړه خاوندان وو چې قرآن مجيد هغه پيغمبر(ص) ته اشوا کړي دي او پيغمبر(ص) يې له هغوي خبرداره کړے او ويرولےدے دلته د دغسې کسانو څو نمونې هم راوړو.
1. پيژندل شوي (معلوم) منافقان
اٍذا جاءَكَ المُنافِقونَ قالوا نَشهَدُ إنّكَ لَرَسُولُ الله واللهُ يَعلَمُ إنّكَ لَرَسُولهُ واللهُ يَشهَدُ إنّ المُنافِقِينَ لَکاذِبون.[10]
(اي پيغمبره) هغه وخت چې منافقان تا ته راغلل او وې ويل مونږ
ګواهي ورکوو چې ته د خداي پيغمبر يې، خداي پوهيږي چې ته د هغه پيغمبر يې او خداي ګواهي ورکـــــــــــوي چې منافقان دروغ
ويونکي دي.
2. ناپيژاندي (پټ) منافقان
وَ مِمّن حَولَكُم منَ الاَعرَابِ مُنافقُون وَ مِن اَهلَ المَدِينَةِ مردوا علیٰ النِفاقِ لاتَعلَمُهم نحنُ نَعلَمُهم…[11]
ځينې د کليو خلک چې ستا په شاو خوا کښې دي منافقان دي او د مدينې ځينې خلک په نفاق کښې ډوب شوي دي ته هغـــــــــــــوي نه
يپژنې مونږ يې پيژنو.
3. ناروغ زړي (دبيمار زړه خاوندان)
وَإذ يَقُولُ المُنافقونَ وَ الذِينَ فی قُلُوبِهِم مَرَضٌ ما وَعَدَنا اللهُ وَ رَسولُهُ إلاّ غُروراً[12]
هغه وخت چې منافقانو او هغو کسانو چې زړونه يې ناروغي لري ويل د خداي او پيغمبر(ص) وعده تر دروغو زيات څه نه دي.
4. ګناهکاران
وآخَرونَ إعتَرَفوا بِذَنوبِهِم خَلَطوا عَمَلاً صالحاً وَ آخَرَ سَيئاً عَسیٰ اللهُ اَن يَتوبَ عَلَيهِم إنّ اللهَ غَفورٌ رحيم.[13]
ځينې کسان چې په ګناهانو يې اعتراف وکړ ښه کار يې له بد کار سره ګډ کړ. ښايی خداي تعالي د هغوي توبه ومني خداي بخښونکے او مهربان دے.
د قرآن شريف پر آيتونو سربيره له پيغمبر(ص) نور ډېر روايتونه د ځينو اصحابو په مذمت او غندنه کښې راغلي دي چې د مثال په توګه دوو روايتونو ته پکښې اشاره کوو
1. ابوحازم له سهل بن سعد روايت کوي چې ويلي يې دي پيغمبر(ص) وفرمايل:
َانَا فَرَطکم عَلی الحَوضِ من ورد شرب و من شرب لــــم يظماَ ابداً و
ليردّنَ عَلیّ اَقوام اَعَرفَهُم وَ يعرفوننی ثُمّ يحال بينی و بينَهم
زه تاسو د حوض په لور ليږم څوک چې حوض ته ورسيږي له هغه څښي او څوک چې ورنه وڅښي تر ابده نه تږے کيږي او ځينې ډلې (کسان) به ماته راشي چې زه هغوي پيژنم او هغوي هم ما پيژني بيا به زما او د هغوي تر مينځ جدايي راشي.
ابو حازم ويلي دي کله چې ما دا حديث لوستلو نعمان بن ابي عياش واوريدۀ نو ويې ويل له سهله دې داسې واوريدل؟ وې ويل هو، وې ويل: ګواهي ورکوم چې ابو سعيد خذري هم په دې
حديث دا الفاظ اضافه کړل چې د خداي رسول فرمايي:
إنّهُم مِنّی فَيُقال إنّك لاتدري ما احدثوا بَعدکَ فَاَقول سحقاً سحقاَ لمَن بدّل بعدی.[14]
_ "هغوي له ما دي نو وبه ويل شي تا ته نه ده پته چې هغوي له تا وروسته څه وکړل؟ نو زه به ووايم ليرې دې وي د خداي له رحمته هغه کسان چې له ما وروسته يې (احکام) بدل کړل".
له دې جملې چې "زۀ هغوي پيژنم او هغوي ما پيژني" او بله دا جمله چې ويې فرمايل "له ما وروسته يې بدلون راوسته" معلوميږي چې له هغوي مطلب د هغه حضرت(ص) اصحاب دي چې يوه موده له هغه حضرت(ص) سره يو ځاي وو او له هغوي سره يې ژوند کاوه. (دا حديث بخاري او مسلم هم روايت کړے دے)
2. بخاري او مسلم له رسول الله مبارکه روايت کړے دے چې ويې فرمايل:
"يَردُ علیّ يومَ القيامة رهطُ من اصحابی _ او يقال من امتی _ فيحلوؤنَ عن الحوض فاقولُ ياربّ اصحابی فَيقول لا علم لک بما احدثوا بعدک انهم ارتدوا علی ادبارهم القهقری"[15]
د قيامت په ورځ به زما ځينې اصحاب _ يا يې وفرمايل: زما له امته ځينې کسان به ما ته راشي نو له حوض (کوثره) به ليرې کړے شي ( يعنې حوض کوثر ته به نزدې پرې نښودل شي) نو زه به ووايم "اې خدايه دا زما اصحاب دي" خداي تعالیٰ به وفرمايي: ته له هغه څه چې دوي له تا وروسته وکړل نه يې خبر دوي هماغه
زاړه حالت (جاهليت) ته ستانه شول"
نتيجه
د قرآن له ايتونو او د پيغمبر له سنتو معلوميږي چې هغه کسان او اصحاب چې د پيغمبر(ص) مصاحبت او ناسته پاسته يې په نصيب شو ټول په يوه سطحه کښې او يو شان نه وو بلکې ځينې يې ډېر ښه غوره او شايسته خلک وو چې د هغوي خدمتونه او قربانۍ د اسلام د تازه نيالګي د پخيدو او د ميوه ورکولو سبب شول او ځينې نور کسان له هماغه پيله دوه مخي، منافق او د ناروغ زړه خاوندان وو يا هم ګناهکار وو.[16]
په دې طريقې سره د اصحابو په هکله د شيعه ؤ نظر څرګنديږي چې د خداي د کتاب او سنتو د نظر مطابق دے.
[1] . اسدالغابه لومړے ټوک يوولسم، دولسم مخ، د مصر چاپ.
[2] . اسدالغابه لومړے ټوک يوولسم، دولسم مخ، د مصر چاپ.
[3] . همدغه
[4] . همدغه
[5] . حديد 10.
[6] . توبه 10.
[7] . د فتح سورة 18 آيت.
[8] . د حشر سورة 8 آيت.
[9] . د فتح سورة 29 آيت.
[10] . د منافقون سورة له اوله تر اخره
[11] . د توبه سورة 101 آيت.
[12] . د احزاب سورة 12 آيت
[13] . د توبې سورة 102 آيت.
[14] . جامع الاصول (ابن اثير) يوولسم ټوک، کتاب الحوض فی ورود الناس عليه 120مخ، 7972ح.
[15] . جامع الاصول يوولسم ټوک 120 مخ 7973 ح.
[16] . د لاډېر وضاحت لپاره د قرآن مجيد منافقون سورې ته مراجعه وکړئ.