next

نهه ويشتمه پوښتنه

back

آيا ابوطالب په ايمان سره له دنيا لاړ چې تاسو يې زيارت ته ورځئ؟

ځواب:

د شيعه ؤ له نظره ابوطالب،د عبدالمطلب زوے د اميرالمؤمنين علی(ع) پلار او د پيغمبر(ص) ګران ترۀ د رسول په رسالت يو مؤمن کس ؤ او د اسلام د لومړيو وختونو په ټولو مشکلاتو او سختيو کښې د پيغمبر(ص) ملګرے او مرستندويے دے.

 

د ابوطالب کورنۍ

حضرت ابوطالب په داسې کورنۍ کښې وزيږيدۀ چې سرپرستي يې د پيغمبر(ص) د نيکه او د ابراهيم(ع) د دين د لارويانو د اتل يعنې حضرت عبدالمطلب په غاړه وه او د جزيرة العرب په تاريخ کښې په لږشان تحقيق او ځيرتيا سره روښانيږي چې عبدالمطلب د خپل ژوند په ډېرو سختو حالاتو او بحراني او خطرناکو شرايطو کښې د خدا پرستۍ او د توحيد دين له ملاتړه لاس وانه خسته. هغه وخت چې ابرهه د هاتيانو يو لوي لښکر تيار کړ او د کعبې د ورانولو لپاره د مکې په لور وخوځيدۀ په لاره کښې يې د عبدالمطلب ځينې اوښان ونيول. کله چې حضرت عبدالمطلب د خپلو اوښانو د ستنولو لپاره ابرهه ته ورغے. ابرهه ورځينې ډېر په حيرانۍ سره پوښتنه وکړه ولې دې د خپلو اوښانو د ستنولو په ځاي له ما ونه غوښتل چې واپس شم او د کعبې له ورانولو ډډه وکړم؟ عبدالمطلب په ايمان او په خداي د اعتماد په روح خړوب ځواب ورکړ: "أنا رَبّ الابلِ، و للبَيتِ ربّ يمنعه (يحميه)".[1]

زه د اوښانو مالک يم او دا کور (کعبه) هم څښتن لري چې د هغه ننګه او حفاظت به يې وکړي. بيا مکې ته ستون شو او د کعبې په خوا کښې يې په داسې حال کښې چې د کعبې د ور کونډه يې په لاس کښې نيولې وه داسې وويل:

يا رب لا أرجولــهم سواکا           يا رب فامنع منهم حماکا

إن عدو البيت من عاداکا           امـنعـهم ان يـخربوا فناکا[2]

اے ربه زۀ بې له تا بل چاته هيله نه لرم خپل امن حرم له دغو دشمنانو وساته د دې کور دشمنان له تا سره په جنګ دي هغوي د خپل کور له ورانولو وغړوه.

دا ښکلې خبرې او داسې نورې خبرې د حضرت عبدالمطلب په خدا پرستۍ او کلک ايمان روښانه ګواه دے هغه عبدالمطلب چې د ابوطالب پلار دے. له هم دې امله يعقوبي په خپل تاريخ کښې د عبدالمطلب په هـــــکله داسې ليکي:

"رفض عبادة الاصنام و وحّد الله عزوجل".[3]

عبدالمطلب د بوتانو له پرستشه ځان ليرې کړ او په يوازينې خداي يې عقيده لرله اوس ګورو چې دا خداي پاله او مؤمن پلار د خپل زوي ابوطالب په هکله څرنګه فکر کوي.

 

ابوطالب _ د عبدالمطلب له نظره

د تاريخ له پاڼو معلوميږي چې ځينې روښان ضميره وړاندو يونکو عبدالمطلب د پيغمبر(ص) له روښانه راتلونکي او د هغه له نبوته خبر کړے ؤ.

کله چې "سيف بن ذي نيرن" د حبشې د حکومت چارې په لاس کښې واخستې عبدالمطلب د يو پلاوي په مشرۍ هغه ته ورغے او له يوې ښائسته وينا وروسته د حبشې واکمن هغه ته زيرے ورکړ چې قدرمن پيغمبر(صلی الله عليه و اله ) به ستا په کورنۍ کښې پيدا کيږي او بيا يې د هغه د ځانګړتياوو په هکله داسې وويل:

"إسمُهُ محمد- صلی الله عليه (واله) وسلم يَموتُ ابوهُ وَ اُمّهُ و يکلفه جده و عمه".[4] 

د هغه نوم محمد دے مور او پلار به يې مړه کيږي او نيکه او ترۀ

به يې سرپرستي په غاړه اخلي.

بيا يې د راتلونکي پيغمبر(ص) د نورو صفتونو په بيان کښې داسې وويل:

"يعبدُ الرّحمان و يدحض الشيطان و يخمد النيران و يکسر الاوثان، قوله فصلٌ و حکمهُ عدلٌ و يأمُرُ بالمعروف و يفعلهُ ينهی عن المنکرِ و يبطله".[5]

د يوازيني او رحمان خداي عبادت به کوي او د شيطان مخه به نيسي او اورونه به مړه کړي او بوتان به مات کړي د هغه خبره د حق او باطل د پيژندلو معيار او حکم يې د عدالت په بنياد دے خلک به نيکۍ ته بلي او پخپله هم نيک دے او هغوي له بديو منعې کوي او ککړتياوې پاکوي.

بيا يې حضرت عبدالمطلب ته وويل:

إنّك لَجَدهُ يا عبدالمطلب غير کذب".[6]

بې شکه ته د هغه پيغمبر نيکه يې.

عبدالمطلب د دغه زيري له اوريدو وروسته د شکر سجـــده وکړه او د هغه مبارک مولود حال يې داسې بيان کړ:

"إنّهُ کان لی ابن و کنتُ به معجباً و عليه دقيقاً و إنی زوجّته کريمة من کرائم قومی آمنه بنت وهب بن عبد مناف ابن زهره فجاءت بغلام فسميتُهُ محمد، مات ابوه او امّهُ و کفلتُه انا و عَمّهُ (اباطالب)".[7]

يو زوې مې وے چې ډېر راباندې ګران ؤ د امنه بنت وهب په نامه يوه قدرمنه ميرمن مې ورته واده کړه له هغه ميرمن يو زوے وشو چې نوم مې پرې محمد کيښوده، څه موده پس يې مور او پلار له دنيا لاړل او ما او ترۀ يې _ ابو طالب پالنه په غاړه واخسته.

له دغو ويناوو داسې معلوميږي چې حضرت عبدالمطلب د دغه يتيم ماشوم له ځلانده راتلونکي خبر ؤ نو کوشش يې وکړ چې له ځانه وروسته د هغه پالنه خپل تر ټولو ښه او ګران زوي-  ابوطالب- ته وسپاري او نور له دغه بې ساري سعادت او نيکمرغۍ محرومه کړي.

له دې معلوميږي چې ابوطالب د خپل مؤمن او موحد پلار په نظر کښې د ايمان او غوره والي دومره لويه درجه لرله چې يوازې هغه د پيغمبر(ص) د پالنې وړتيا لرله[8] اوس د مطلب د نور وضاحت لپاره د ابوطالب د ايمان روښانه دليلونه وړاندې کوو:

د ابو طالب د ايمان دليلونه

1. د ابوطالب علمي او ادبي آثار

اسلامي مؤرخانو او عالمانو د ابوطالب ډېرې په زړه پورې قصيدې حکايت کړي دي چې په دغه لوړو علمي او ادبي آثارو کښې د ابوطالب په رښتيني ايمان پوهيدلے شو مونږ دلته يو څو آثارو ته اشاره کوو:

 

ليَعلم خيار الناس أن محمداً         بنی کَموسیٰ والمسيح ابن مريم

اتــانا بــهدی مثــل ماأتــيا به        فکُلّ بأمـــر الله يـهــدی و يعــصم[9]

ـــــ شريف او بزرګواره خلک دې پوه شي چې محمد(ص) د موسی او عيسی(ع) په شان پيغمبر(ص) دے او هماغه اسماني رڼا چې هغوي دواړو لرله هغه يې هم لري نو ټول پيغمبران په خداي په امر خلک هدايتوي او له ګناه يې منعې کوي.

 

ألم تَعلَموا إنا وجَدنا محمداً            رسولاً کموسیٰ خط فی اول الکتٰب

و ان عليه فـــــی العباد محبه             و لا حيف فيمن حــــضه الله بالــحب[10]

ـــ آيا نه يئ خبر چې محمد(ص) دے موسیٰ  په شان پيمغبر دے چې په اسماني کتابونو کښې بيان شوے دے؟ خلک له هغه سره مينه کوي او بايد د هغه چا په معامله کښې چې خداي يې مينه د خلکو په زړونو کښې پيدا کړې ده ظلم ونه کړے شي.

 

لقــد اکرم الله بـنی محمد             فاکرم خلق الله فی الناس احــــمد

و شق له من اسمه لـــيجله           فذوالعرش محمود و هٰذا محمد[11]

ـــــ لوي خداي خپل پيغمبر(ص) عزتمن کړ په دې بنياد د خداي تر ټولو غوره مخلوق احمد دے خداي تعالیٰ د محمد نوم له خپل نومه مشتق کړ چې د هغه د مقام درنښت وکړي نو د عرش خاوند پروردګار محمود(ستايل شوے) او د هغه پيغمبر(ص) احمد(ډېر ستايونکے) دے.

 

والله لن يَـصلوا اليكَ بـــجَـمعِهم      حتی اوسد فی الــــتراب دفيناً

فاصدع بامرك ما عليك غضاضه   و ابشر بذلك و قر مـنك عيوناً

و دعوتَنی و علمت انك ناصحی     و لقد دعوت و کــــنت ثم اميناً

و لـــــقد عــــــــلمت بـأن ديـن مــحمد         مـــن خــــير اديــــان البريه ديناً[12]

ــــــ اي د خداي رسوله هيڅکله به د دشمنانو لاس تا ته ونه رسيږي تر دې چې زه د خاورو په بستره څملم نو له چا مۀ ويريږه او هغه څه چې امر يې درته شوے دے ښکاره کړه او سترګې روښانه او يخې کړه تا زۀ خپل دين ته وبللم او زۀ خبر يم چې ته زما خير خواه يې او په خپله بلنه ټينګ او صادق او سم کارے يې او زۀ ښه پوه شوم چې د محمد دين د نړۍ تر ټولو ښه دين دے.

يا شاهِد الله علی فاشهد            إنی علی دين النبی احمد

                   من ضل فی الدين فإنی مُهتدیٰ[13]

ـــ اي پر ما د خداي ګواه، د خداي د رسول محمد(ص) په دين زما د

ايمان ګواهي ورکړه هر څوک چې ګمراه وي، زۀ د هدايت خاوند يم

و: ابو طالب د خپل ژوند په وروستيو ورځو کښې په يو لړ بيتونو کښې چې دلته يې ذکر کوو د قريشو سپين روبو او مشرانو ته د محمد د بشپړ ملاتړ سپارښتنه وکړه:

 

اُوصی بِنَصر نبی الخير اربعة ــــــ ابنی عـلياًو شيــخ الـــقوم عباساً

و حــمزة الاسد الـحامی حقيقته ـ جــعفرا ان تـــــذودوّا دونه الناساً

کونوا فداء لکم امتی وماولدت       فی نصر احمد دون الناس اتراساً[14]

ـــ څلورو تنو ته د نيک پيغمبر(ص) د مرستې سپارښتنه کوم زوی مې علی، زمونږ د قبيلې مشر عباس، او د خداي زمري حمزه ته چې تل يې د پيغمبر(ص) ملاتړ کړے دے او (زوي) مې جعفر ته چې د هغه ملګرے او مرستندويے ووسي او تاسو چې زما خپلوان له تاسو قربان شه تل د خداي د رسول لپاره د دشمنانو په وړاندې د ډالونو په شان اوسئ.

هر با انصافه او خالص انسان د دومره ښکليو ادبي شعرونه په ليدلو سره چې په ډاګه په يو خداي او د پيغمبر(ص) په رسالت د ابوطالب د ايمان او عقيدې بيانوونکي دي د شيعه ؤ د خبرې په حقانيت چې ابو طالب رښتنے مؤمن ؤ، پوهيږي او په هغو بې بنياده تورونو افسوس کوي چې ځينو ليکوالو په خاصو سياسي اهدافو سره د قريشو په دغه ايماندار کس د خداي د پيغمبر(ص) په ترۀ او د اسلام په لومړيو وختونو او په هغو سختو حالاتو کښې

 د شريعت په لوي ساتونکي لګولي دي او هغه يې کافر بللے دے.

2. له پيغمبر(ص) سره د ابوطالب سلوک د هغه د ايمان ښودونکے دے.

د اسلام ټولو تاريخ ليکونکو د هغو سرښندنو او بې مثاله فداکاريو يادونه کړې ده چې ابوطالب د رسول الله مبارک د مقدس وجود لپاره کړي دي او د ا خبره پخپله د هغوي په کلک ايمان يو دليل دے.

ابو طالب د اسلام د ملاتړ او د پيغمبر(ص) د حفاظت لپاره درې کاله په شعب ابي طالب کښې د رسول الله مبارک تر څنګ د کډوالۍ او سخت ژوند ته د قريشو په مشرۍ ترجيح ورکړ او د مسلمانانو د اقتصادي کلابندۍ تر پايه پورې د هغوي تر څنګ باقي پاتې شو او په هغو سختو حالاتو کښې يې ټولې ستونځې وزغملې[15]

له دې ورتېر ابوطالب خپل ګران زوے علی(ع) د رسول الله مبارک پوره ملګرتيا او ملاتړ ته وبالۀ او له هغه يې وغوښتل چې په ټولو سختو شيبو او کړاوونو کښې د حضرت محمد(ص) په څنګ کښې پاتې شي.

ابن ابی الحديد معتزلی د نهج البلاغې په شرحې کښې دا خبره

 له ابوطالبه نقل کړې ده چې خپل زوې حضرت علی(ع) ته يې وفرمايل:

"دخداي رسول تا يوازې نيکۍ او ښو کارونو ته بلي نو تل له هغه سره يو ځاي او ملګرے اوسه".[16]

څرګنده ده چې د حضرت ابوطالب لخوا د پيغمبر(ص) دومره خدمتونه او د اسلام د سپيڅلې دين په دفاع کې د هغوي دومره سرښندنې او زيارونه د هغوي د ايمان ښکاره ګواه دي.

په دې اساس لوي مسلمان عالم ابن ابی الحديد  د رسول الله مبارک او د هغه د پاک دين په حفاظت کښې د ابوطالب حياتي او مهم وجود داسې ستايي:

 

وَ لَولا اَبــــو طــــالب و ابنُهُ             لما مثل الدين شخصاً فقاماً

فذاك بمکة أوی و حامی             و هٰــذا بيثرب جس الحـــماما

و ما ضر مجد ابــــی طالب             ججهول لغی او بصيرٌ تعامیٰ[17]

 

ـــــ که ابوطالب او زوے يې نه وے اسلام دين به هيڅکله نه وے ټينګ شوے هغه په مکه کښې پيغمبر(ص) ته پناه ورکړه او ملاتړ يې وکړ او د هغه زوے په يثرب کښې (د خداي د رسول د مرستې په لاره کښې) د مرګ جبو ته کوز شو، هيڅوک د ابوطالب شان ته تاوان نه شي رسولے نه د چټياتو ويونکي جاهلان او نه هغه خبر کسان چې ځانونه يې قصداً ناپوهه کړي دي.

 

3. د ابوطالب وصيت د هغه په ايمان روښانه ګواه دے

د "حلبی شافعی" په شان د اسلامي نړۍ مشهورو شخصيتونو په

 خپل سيرت کښې او محمد ديار بکري په تارخ الخميس کښې د ابوطالب اخري خبرې داسې نقل کړي دي چې خپل قوم د رسول الله مبارک مرستې ته بلي:

"يَا مَعشِر قريش کونوا له ولاةٌ، و لحزبه حماة، والله لايسلکُ احدٌ منکم سبيله  الا رشدٌ و لا يأخذُ احد يهديه الا سعدٌ، و لوکان لنفسی مدة و لاجلی تأخير لکففتُ عنهُ الهزائز و لدفعتُ عنه الدواهی ثم هَلكَ".[18]

"ای زما خپلوانو د محمد ملګري او پيروکار اوسئ او د هغه د ګوند(اسلام) ملاتړ وکړئ په خداي قسم هر کس چې د هغه د هدايت د نور پيروي وکړي نيکمرغه کيږي که ژوند له ماسره وفا کړې وے او اجل ماته فرصت راکړے وے بې له شکه به مې له هغه سختيانې او مصيبتونه ليرې کړي وو. دا يې وويل او وفات

 شو.

 

4. له ابوطالب سره د خداي د رسول محبت د هغه په ايمان ګواه دے.

د خداي رسول(صلی الله عليه و اله) په مختلفو مناسبتونو د خپل تره ابوطالب  درنښت کاوه او له هغه سره يې مينه څرګندوله

. دلته يې يوازې دوو ځايونو ته اشاره کوو:

الف: ځينو مورخانو دا روايت نقل کړے دے چې پيغمبر(ص) عقيل بن ابی طالب ته وفرمايل: "إنّی احبكَ حبينِ حبی لقرابتك منی و حبّاً لما کنتُ اعلم من حب عمی اياك".[19]

زه له تاسره له دوو سببونو مينه کوم يو په دې خاطر چې خپل مې يې او بل په دې خاطر چې ماته پته ده زما تره ابوطالب له تا سره مينه کوله.

ب: حلبی هم په خپل سيرة کښې له رسول الله مبارکه داسې روايت کوي چې د خپل تره حضرت ابوطالب د مقام درنښت کوي:

"مانالت قريش منی شيئاً اکرههُ (ای اشد الکراهة) حتی مات ابوطالب".[20]

تر کومه چې ابوطالب ژوندے ؤ د قريشو کافرانو ماته ازار ونه رسولے شو. څرګنده ده چې له ابوطالب سره د رسول الله مبارک مينه او د هغه د غوره مقام او شان درنښت د ابوطالب د ايمان ګواه دے ځکه چې د قرآن د آيتونو د نص مطابق د خداي رسول يوازې له مؤمنانو سره مينه او محبت کوی او د کافــــــرانو او مشرکانو په

 معامله کښې سخت دے قرآن مجيد فرمايي:

"محمّدٌ رسول الله والذين معهُ أشِداءٌ علی الکُفّارِ رحماءُ بينَهُم".[21]

محمد(ص) د خداي پيغمبر دے او کوم کسان چې له هغه سره دي له کافرانو سره سخت او پخپلو کښې مهربانه دي.

او په بل ځاي کښې فرمايي:

"لاتَجِدُ قوماً يؤمِنونَ بالله واليومِ الاخِرِ يّوادونَ مَن حاداللهَ وَ رَسولُهُ و لو کانوا آباءهم او ابناءهم او إخوانُهُم او عشيرتُهم اولئكَ کتب فی قُلوبِهم الايمان".[22]

هيڅ کله به هغه کسان چې په خداي او د قيامت په ورځ ايمان لري داسې ونه مومې چې د خداي او د رسول دښمنان پرې ګران وي که څه هم دا دشمنان د هغوي پلاران، زامن وروڼه يا خپلوان ولې نه وي دوي دي چې خداي تعالیٰ يې په زړونو ايمان ليکلے

 دے.[23]

دغو آيتونو ته په پام سره او له ابوطالب سره د پيغمبر(ص) له مينې او د مختلف مناسبتونو د هغه له درنښت سره د دغو آيتونو په ترتله کولو سره په دې کښې شک نه پاتې کيږي چې ابوطالب په خداي او د هغه په پيغمبر(ص) ايمان ډېره لوړه مرتبه لري.

 

 

5. د رسول الله مبارک د اصحابو ګواهي

د پيغمبر(صلی الله عليه و اله) ځينو اصحابو د ابوطالب په ريښتنې ايمان ګواهي ورکړې ده دلته يې ځينو ته اشاره کوو.

الف: يو ناپوهه سړي د اميرالمؤمنين علی(ع) په مخکښې د ابوطالب په شان ناروا تور ولګاوۀ، امام علی په داسې حال کښې چې د غوسې نښې يې په مخ څرګندې شوې وفرمايل:

 "مه، فض اللهُ فاكَ والذی بَعثَ مُحَمّداً بالحق نبياً لو شفع ابی فی کل مذنبٍ علی وجه الارض لشفعه الله".[24]

غلې شه، خداې دې خلۀ ماته کړه، قسم په هغه خداي چې محمد يې په پيغمبرۍ وګمارۀ، که پلار مې (ابوطالب) وغواړي د هر ګناهکار شفاعت وکړي خداي تعالیٰ يې شفاعت مني.

او په يو بل ځاي کښې فرمايي:

"کان والله ابوطالب عبدالمناف بن عبدالمطلب مؤمناً مسلماً يکتم ايمانه مخافةً علی بنی هاشم ان تنابذها قريش".[25]

په خداي قسم ابوطالب، عبدالمناف بن عبدالمطلب مؤمن او مسلمان ؤ او خپل ايمان يې د قريشو له کفارو پټوۀ چې له بنی هاشمو سره دشمني ونه کړي.

د امام علی(عليه السلام) دا ويناوې نه يوازې د ابوطالب د ايمان

 مزبوتيا تاييدوي بلکې هغه د خداي په وليانو کښې شاملوي چې

 د نورو شفاعت هم کولے شي

ب: ابوذر غفاري د ابوطالب په هکله داسې وايي:

"والله الذی لا إلٰه إلا هو ما مات ابوطالب رضی اللهُ عنه حتٰی اسلم".[26]

په هغه خداي قسم چې له هغه پرته بل خداي نيشته ابوطالب وفات نه شو مګر دا چې له مرګه مخکښې يې ايمان راوړ.

ج: له عباس بن عبدالمطلب د ابوبکر بن ابی قحافه هم په ډېرو اسنادو سره داسې روايت راغلے دے:

إنّ ابا طالب ما مات حتیٰ قال لا إلٰهَ إلاّ اللهُ محمد رسول الله.[27]

ابوطالب له دنيا لا نه ړۀ مګر دا چې وې ويل: لا إله إلا الله محمدرسول الله.

 

6 ــ ابوطالب د اهل بيتو له نظره

ټولو اهلبيتو عليهم السلام د ابوطالب کلک ايمان تاييد کړے دے او په مختلفو موقعو کښې يې د رسول الله مبارک د دغه سرښندونکي ملګري دفاع کړې ده چې دلته يې دوو بيلګو ته اشاره کوو.

الف: امام باقر فرمايي:

"لو وُضِع ايمان ابي طالب فی کفة ميزان و ايمان هٰذا الخلق فی الکفة الاخریٰ لرجّحَ ايمانه".[28]

که د ابوطالب ايمان د تلې په يو پلړې کښې واچوو او د دغو خلکو ايمان په بلې کښې د ابوطالب ايمان پرې دروند دے.

ب: امام جعفر صادق (ع) له رسول الله مبارکه نقلوي:

"إنّ اصحاب الکهف اسروا الايمان و اظهروا الکفر فأتاهم الله اجرهم مرتين و انّ اباطالب اسر الايمان و أظهر الشرک فأتاه اللهُ اجره مرتين".[29]

اصحاب کهف (د ځينو مصلحتونو په وجه) خپل ايمان پټ کړ او داسې يې ظاهره کړه چې کافران دي نو خداي تعالیٰ هغوي ته دوه ځله بدله ورکړه او ابوطالب هم خپل ايمان پټ وساته (د مصلحت له مخې يې) کفر ښکاره کړۀ او خداي تعالیٰ دوه ځله هغه ته بدله ورکړه.

له دغو دوو دليلونو د لمر په شان ښکاره کيږي چې ابوطالب لاندينی مقامونه لرل:

1.  په خداي تعالیٰ او د هغه په قدرمن پيغمبر(صلی الله عليه  و اله) کلک ايمان.

2.  د پيغمبر(ص) په نزد ډېر محبوبيت

3.  د رسول الله مبارک کلکه ملګرتيا او د اسلام په لاره کښې سرښندنه

4.  د خداي تعالیٰ په نزد د شفاعت د مقام لرل

او په دې ډول د هغو ناروا تورونو بې اساس والے چې ابوطالب ته

 ورکول کيږي، څرګنديږي.

له دغه خبرو چې بيان شوې دوه حقيقتونه مونږ ته ښکاره کيږي:

1.  رسول الله مبارک، اصحابو اميرالمؤمنين او معصومو امامانو د ابوطالب ايمان منلے دے.

2.  هغه ناروا تورونه چې په ابوطالب پورې تړل کيږي څه بنياد نه لري او يوازې د ځينو سياسي مقصدونو او د بني اميه او بني عباسو د ځينو واکمنانو په وسيله چې هميشه له اهلبيتو عليهم السلام او د ابوطالب له بچيانو سره په جنګ وو په ابوطالب پورې تړل شوي دي او هغوي جوړ کړي دي.

اوس لازمه ګڼو هغه تر ټولو لوي لاسوند چې دوي د پيغمبر(ص) د دغه کلک او فداکار ملګري د شخصيت د خرابولو لپاره استعمال کړے دے او په "حديث ضحضاح" مشهور دے وڅيړو او د قرآن مجيد د آيتونو، د پيغمبر(ص) د سنتو او د عقل سليم له نظره د دغه حديث جعلی والے او دروغوالے درښکاره کړو.

 

د ضحضاح د حديث جاج

ځينو ليکوالانو لکه بخاري او مسلم د ځينو راويانو لکه "سفيان بن سعيد ثوري، عبد الملک بن عمير او عبدالعزيز محمد راوردي او ليث بن سعد" له لورې لاندنۍ دوه خبرې (حديثونه) په پيغمبر(ص) پورې تړلي دي.

الف: وجدتُهُ فی غمراتٍ من النار فأخرجتهُ إلی ضحضاح".[30]

او هغه (ابوطالب) مې په ډېر اور کښې وليدۀ نو هغه مې ضحضاح ته بوتلو"

ب: لَعَلّهُ تنفعه شفاعتی يوم القيٰمة فيجعلُ فی ضحضاح من النار يبلغ کعبيه يغلی منه دماغه".

ښايي د قيامت په ورځ زما شفاعت هغه ته څه ګټه ورسوي نو د

 اور په ضحضاح کښې راوستل شي. چې ژور والے يې د هغه د پښو تر ګيټيو رسيږي په دې ډول چې د هغه مازغه يشيږي".[31]

که څه هم پريمانه روايتونه او روښانه دليلونه چې د ابوطالب د ايمان په هکله مو بيان کړل د دغه لوي تور او تهمت (حديث ضحضاح) دروغوالے او بې بنياد والے ثابتوي خو د مسئلې د لا وضاحت لپاره په دوو برخو کښې د حديث ضحضاح جاج اخلو:

1.  د دغه حديث د اسنادو بې اساس والے.

2.  د خداي له کتاب او د پيغمبر(ص) له سنتو سره د هغه ټکر.

 

د ضحضاح د حديث د اسنادو بې اساسوالے.

مخکښې مو وويل چې د ضحضاح د حديث راويان دا کسان دي سفيان بن سعيد ثوري، عبدالملک بن عمير، عبدالعزيز بن محمد دراوردي، او ليث بن سعد. اوس د رجال د علم د اهل سنتو عالمانو په استناد سره چې د محدثانو احوال يې بيان کړي دي د دغه کسانو وضعيت جاجوو.

الف: سفيان ابن سعيد ثوري.

د رجال د علم لوي اهل سنت عالم ابو عبدالله محمد بن احمد بن

 عثمان ذهبی د ده په هکله داسې وايي:

"کانَ يُدَلّسُ عن الضعفاء".[32]

سفيان بن ثوري به جعلي حديثونه له ضعيفو راويانو بيانول

دا خبره ښکاره دليل دے د تدليس په وجود او له ضعيفو يا مجهولو کسانو د حديثونو بيانول چې سفيان ابن سعيد ثوري به دا کار کاوه چې په دې طريقه د هغه حديثونه له اعتباره لويږي.

ب: عبدالملک بن عمير

ذهبی د هغه په هکله وايي:

"طالَ عُمرُهُ و ساءَ حفظُهُ قال ابوحاتم: ليس بحافظٍ تَغَيّرَ حفظهُ و قال احمد: ضعيف يخلطُ، و قال ابن معين: مخلطٌ، و قالَ ابن فراش: کان شعبه لا يرضاه و ذکر الکوسج عن احمد انه ضَعّفهُ جداً".[33]

عمر يې اوږد شو او حافظه يې ګډه وډه شوه ابوحاتم وايي: د حديثو د ساتلو توان يې نه درلود او حافظه يې ګډه وډه شوه، احمد بن حنبل هم وايي: عبدالملک بن عمير له غلطيو ډک او ضعيف دے، (يعنې بې بنياده او غلط روايتونه نقلوي) ابن معين وايي: هغه سم حديثونه له غلطو حديثونو سره ګډوډ کړي دي، کوسج له احمد بن حنبله روايت کړے دے چې عبدالملک بن

 عمير يې سخت ضعيف ګڼلے دے".

له دغو ټولو دا خبره معلوميږي چې عبدالمک بن عمير لانديني صفات لرل:

1.      بې حافظه او هيرجن

2.      ضعيف (د علم رجال په اصطلاح کښې) يعنې هغه کس چې په روايتونو يې باور نه شي کيدے

3.      له غلطيو ډک

4.      مخلط (يعنې هغه کس چې صحيح او غلط روايتونه سره ګډ کړي)

څرګنده  ده چې په دغو کښې هر يو صفت په يوازې سر هم د عبدالملک بن عمير د حديثونو په بې بنياد والي ګواهي ورکوي حال دا چې دا ټول کمزوري ټکي په هغه کښې موجود دي.

ج: عبدالعزيز بن محمد دراوردي

د اهل سنتو د رجال عالمانو هغه هيرجن او بې حافظه ياد کړے دے چې د هغه په روايتونو استدلال نه شو کولے

احمد بن حنبل د دراوردي په هکله وايي:

"إذا حدّثَ من حفظه جاءَ ببواطيل".[34]

هر کله چې له يادو روايت وکړه بې بنياده او نامربوطه خبرې کوي.

ابو حاتم هم د هغه په هکله وايي:

"لا يحتَجّ بِه".[35]

د هغه په خبره استدلال نه شي کيدے.

ابو زراعه هم هغه "سيّئُ الحفظ" يعنې بد حافظه بللے دے.[36]

د:ليث بن سعد

د اهل سنتو د علم رجالو کتابونو ته په مراجعې سره ښه معلوميږي چې هغه ټول راويان چې نوم يې ليث دے ناپيژاندي، مجهول او ضعيف کسان دي چې د هغوي په حديثونو استدلال نه شو کولے[37] او ليث بن سعد هم له دغو ضعيفو او بې پروا کسانو دے چې د حديثو له اوريدلو او د هغې د راويانو په نقل کښې يې بې پروايي کوله.

يحيیٰ بن معين د هغه په هکله وايي:

"إنّهُ کان يتساهل فی الشيوخ والسّماع".[38]

ليث بن سعد د هغو کسانو په هکله چې له هغو يې روايت کړے دے او هم دا راز د حديثونو په اوريدلو کښې بې غوري کړې ده.

"نباتي" هم هغه له ضعيفانو ګڼلے دے او د هغه نوم يې په خپل کتاب "التذليل علی الکامل" کښې چې يوازې ضعيف روايان يې پکښې معرفي کړي دي راوړے دے.[39]

له دغو ويناوو معلوميږي چې د ضحضاح حديث اصلي راويان ډېر زيات ضعيف دي او د هغوي په حديثونو باور نه شي کيدے.

 

د حديث ضحضاح متن له قرآن او سنتو سره سمون نه خوري

په دغه حديث کښې رسول الله مبارک ته داسې نسبت ورکړل شوے چې هغه حضرت ابوطالب د دوزخ د اور له سختو غرغنډو د اور يوې وړې کندې ته بوتله او په دې ډول يې د هغه عذاب کم کړ يا يې هيله وکړه چې د قيامت په ورځ د هغه شفاعت وکړي. حال دا چې قرآن مجيد او د پيغمبر(ص) سنت يوازې د مؤمنانو او مسلمانانو لپاره د پيغمبر(ص) شفاعت مني نو که ابوطالب کافر وے هيڅکله پيغمبر(ص) د هغه عذاب نه شو کمولے يا يې شفاعت نه شو کولے.

په دا ډول د حديث ضحضاح د محتویٰ بې بنياده والے او دروغوالے  د هغو کسانو د ويناوو په اساس چې ابوطالب کافر ګڼي ثابتيږي.

اوس د خداي د کتاب او سنتو په رڼا کښې د دغه مسئلې روښانه دلايل درته وړاندې کوو.

الف: قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:

"والذِينَ کَفَروا لَهُم نَارُ جَهَنّمَ لا يُقضٰی عَلَيهِم فَيَمُتُوا و لا يُخففُ عَنهُمُ مِن عذابها کذلكَ نَجزِی کُل کَفُورٍ".[40]

د دوزخ اور د کافـــــرانو لپاره دے نه د هغوي مرګ رارسيږي چې

 مړۀ شي او نه يې عـــــذاب کميږي مونږ کافــــــــرانو ته داسې سزا

 ورکوو.

ب: د پيغمبر(ص) سنت هم د کافرانو لپاره شفاعت نفي کوي ابوذر غفاري له رسول الله مبارکه داسې روايت کړے دے:

"أعطيتُ الشفاعة و هیَ نائلةٌ مِن اُمّتی من لا يُشركُ بالله شيئاً".

زما شفاعت زما په امت کښې دهغو کسانو په نصيب کيږي چې مشرک نه وي په دې اساس د حديث ضحضاح متن هم د هغو کسانو د وينا په اساس چې ابوطالب ته کافر وايي هيڅ بنياد او اساس نه لري او له کتاب او سنت سره مخالف دے.

 

نتيجه:

له تيرو وضاحتونو معلومه شوه چې حديث ضحضاح هم د سند له نظره او هم د متن او محتوا له نظره هيڅ اعتبار نه لري او په هغه استدلال نه شي کيدے په دې طريقه هغه مضبوطه کِلا چې دوي د ابوطالب د پياوړي ايمان د خرابولو لپاره هغې ته پناه وړي، ماتيږي او د هغه مؤمن قريش او د رسول الله مبارک د پاخه ملګري او ريښتيني ملاتړي ځلانده څېره هماغه شان ځلنده او روښانه پاتې کيږي.


[1] . کامل ابن اثير لومړے ټوک 261مخ 1348کال مصر چاپ.

[2] . تير سند

[3] . تاريخ يعقوبی 2ټوک 7مخ، نجف چاپ.

[4] . سيره حلبی اول ټوک مصر چاپ 136 137مخونه بيروت چاپ 114 115مخونه.

[5] . تېر سند.

[6] . تير سند

[7] . تېر سند (سيره حلبی) لومړے ټوک 137مخ مصر چاپ.

[8] . د لا ډېر وضاحت لپاره "سيره حلبی" مصر چاپ لومړے ټوک 134مخ او او سيره هشام بيروت چاپ لومړے ټوک 189مخ او "ابوطالب مؤمن قريش" 109مخ بيروت چاپ او طبقات کبریٰ لومړے ټوک 117مخ بيروت چاپ ته مراجعه وکړئ.

[9] . الحجه 57مخ او د همدې په شان په مستدرک حاکم 2ټوک 623مخ بيروت چاپ.

[10] . تاريخ ابن کثير لومړے ټوک 42مخ شرح نهج البلاغه (ابن ابی الحديد) دوهم چاپ 14ټوک، 72مخ.

[11] . شرح نهج البلاغه (ابن ابی الحديد) 2چاپ 14ټوک تاريخ ابن عساکر، 1ټوک 275مخ تاريخ ابن کثير لومړے ټوک 266مخ، تاريخ الخميس لومړے ټوک 254مخ.

[12] . خزانة الادب بغدادی لومړے ټوک 261مخ تاريخ ابن کثير 3ټوک 42مخ شرح نهج البلاغه (ابن ابی الحديد) 14ټوک 55مخ دوهم چاپ فتح الباري 7ټوک 153 155مخ، الاصابه 4ټوک 116مخ مصرچاپ 1358هـ کال ديوان ابی طالب 12مخ.

[13] . شرح نهج البلاغه (ابن ابی الحديد) دوهم چاپ 14ټوک 78مخ ديوان ابو طالب 75مخ.

[14] . مشابهات القرآن (ابن شهر اشور مازندرانی) د سورۀ حج په تفسير کښې د "وَ يَنصُرن الله مَن يَنصرهُ" په ذيل کښې .

[15] . د ډېرو معلوماتو لپاره دغو مدارکو ته مراجعه وکړئ

سيره حلبی لومړے ټوک 134مخ مصردوهم چاپ، تاريخ الخميس لومړے ټوک 254مخونه بيروت چاپ، سيره ابن هشام، لومړے ټوک بيروت چاپ 189مخ، شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد دوهم چاپ 14ټوک 52مخ، تاريخ يعفوبی اول، دوهم ټوک نجف، الإصابه 4ټوک 115مخ مصر چاپ، طبقات کبریٰ اول ټوک 119مخ بيروت چاپ 1380کال.

[16] . شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد 14ټوک 53مخ دوهم چاپ.

[17] . تېر سند 84مخ.

[18] . تاريخ الخميس لومړے ټوک 301 300مخونه بيروت چاپ، سيره حلبی اول ټوک 391مخ مصر چاپ.

[19]  . تاريخ الخميس لومړے ټوک 163مخ بيروت چاپ، الاستيعاب 2ټوک 509مخ.

[20] . سيره حلبی اول ټوک 391مخ مصر چاپ.

[21] . د فتح سورې 29 آيت.

[22] . د مجادلې سورې 32آيت.

[23]  . همداراز د سوره ممنحنه لومړے آيت د توبې سورې 23 آيت او د مائدې سورې 45 او 81آيتونه هم په وې خيره ګواه دي.

[24] . الحجه 24مخ.

[25] . الحجه 24مخ.

[26] . شرح نهج البلاغه (ابن ابی الحديد) 14ټوک 71مخ دوم چاپ.

[27] . الغدير اوم ټوک 398مخ دريم چاپ بيروت 1378هـ کال د تفسير وکيع په نقل .

[28] . شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد 14ټوک 68مخ دوهم چاپ، الحجه 18مخ.

[29] . شرح نهج البلاغه ابن ابی الحديد 14ټوک 70مخ، الحجه 17مخ او 115مخ.

[30] . صخضحاح هغه کندې ته وايي چې ژوروالے يې د انسان تر ونې کم وي.

[31] . صحيح بخاري 5ټوک ابواب مناقب، باب قصه ابی طالب 52مخ مصر چاپ او اتم ټوک کتاب الادب باب کنية المشترک 46مخ.

[32] . ميزان الاعتدال ذهبي 2ټوک 169مخ بيروت 1382کال.

[33] . ميزان الاعتدال 2ټوک 660مخ بيروت لومړے چاپ.

[34] . تير سند 634مخ.

[35] . همدغه.

[36] . تير سند 634مخ.

[37] . ميزان الاعتدال 3ټوک بيروت چاپ لومړے له 420مخ تر 423مخونو.

[38] . تير سند 423مخ.

[39] . شيخ البطح 75مخ ميزان الاعتدال 3ټوک 423مخ.

[40] . سوره فاطر  36 ايت  

 

index