next

اته ويشتمه پوښتنه

back

د شيعه فقهې منابع (سرچينې) کومې دي؟

 ځواب:

 شيعه د خداي د کتاب او سنتو په پيروۍ سره د شرعي احکامو د راويستلو او استنباط لپاره له لاندنيو څلورو اساسي منابعو استفاده کوي.

1.     د خداي تعالیٰ کتاب

2.     سنت

3.     اجماع

4.     عقل

په دغو منابعو کښې د خداي کتاب (قرآن) او د پيغمبر(ص) سنت د شيعه فقې تر ټولو بنيادي سرچينه ده چې دلته يې مختصرشان وضاحت کوو.

د خداي تعالیٰ کتاب

د تشيع د مکتب لارويان قرآن د خپلې فقهې تر ټولو د محکمې سرچينې په توګه او د الهی احکامو د پيژندلو معيار ګڼي، ځکه چې د شيعه ؤ لارښوونکو د اسلام اسماني کتاب د فقهي احکامو د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو لويه مرجع بللې ده په دې توګه چې هره نظريه او نظر بايد د قرآن د وينا په تله وتلل شي او که له قرآن سره سمون خوري نو منل شي که نه وي بايدورځنې تېر شو د شيعه ؤ شپږم امام حضرت جعفر صادق (ع) په دې هکله فرمايي:

"وَ کُلّ حدِيثٍ لا يُوافقُ کتاب الله فهو زخرفُ."[1]

هره خبره چې له قرآن سره برابره نه وي، بې بنياده او غلطه ده.

هم دا شان امام جعفر صادق (ع) له رسول الله مبارکه نقلوي:

"يا أيُهاالنّاسُ ما جاءکُم عَنّی يُوافقُ کتاب الله فَإنهُ قُلتُهُ و ما جاءکم يخالف کتاب الله فلم أقُلهُ.[2]

اي خلکو هره خبره چې په ما پورې وتړلې شي که د خداي تعالیٰ د کتاب سره هماهنګه وي زما خبره ده او که سمون ورسره ونه خوري زما نه ده.

له دغو دوو حديثونو ښه څرګنديږي چې د مسلمانانو اسماني کتاب د شيعه امامانو له نظره د شرعي احکامو د استنباط لپاره تر ټولو مزبوته سرچينه ګڼل کيږي.

 

سنت

سنت يعنې د پيغمبر(ص) وينا او عمل او يا داسې کار چې هغوي تائيد کړے وي د شيعه فقهې دوهمه روښانه سرچينه ده او د پيغمبر(ص) له اهلبيتو ګران امامان په مستقله توګه د پيغمبر(ص) د سنتو ناقلان او د سنتو د علم خزانې ګڼل کيږي. البته که له نورو معتبرو لارو هم د رسول الله مبارک خبرې راغلي او روايت شوي وي شيعه يې مني.

دلته غوره ده په دوه مسئلو بحث وکړو:

 

د پيغمبر(ص) په سنتو د عمل کولو دليلونه

د شيعه ؤ امامانو او ښوونکو خپلو منونکو ته د قرآن د عمل د سپارښتنې تر څنګ هغوي ته د پيغمبر(ص) د سنتو سپارښتنه هم کړې ده او کتاب او سنت يې د يو بل تر څنګ ستايلي دي.

امام جعفر صادق (ع) فرمايي:

"إذا وَرَدَ عَلَيکُم حديثٌ فَوَجَدتُم لهُ شاهِداً مِن کتابِ الله او مِن قول رسول الله (ص) وَ إلاّ فالذی جاءکم به اولی به".[3]

هر کله چې تاسو ته يوه خبره درورسيده که د خداي له کتاب او د پيغمبر(ص) له سنتو مو د هغې لپاره ګواه او دليل پيدا کړ وې منئ که نه وي دا خبره د هغه له راوړونکي سره ښايي(د هغه په درد خوري).

هم دا راز امام محمدباقر(ع) د پيغمبر(ص) په سنتو عمل کول د يو جامع الشرائط فقيه بنيادي شرط بللے دے او داسې فرمايي:

"إنّ الفَقِيه حق الفقيه الزاهد فی الدنيا الراغبُ فی الاخره، المتمسک بسنة النبیّ(ص)".[4]

ريښتينے فقيه هغه دے چې له دنيا ډډه وکړي او په اخرت کښې ګروهنه او دلچسپي ولري او د پيغمبر(ص) په سنتو منګولې ښخې کړي.

د شيعه ؤ لارښوونکي د سنتو په معامله کښې تر دې حده مخکښې تللي دي چې د خداي د کتاب او سنتو مخالفت يې کفر ګڼلے دے امام جعفر صادق (ع) په دې باب فرمايي:

"مَن خالفَ کتاب الله و سُنة محمد(ص) فقد کفر".[5]

"هر څوک چې له قرآن او د پيغمبر(ص) له سنتو سره مخالفت وکړي کافر دے"

په دې بيان سره معلوميږي چې شيعه تر بلې هرې اسلامي ډلې زيات د پيغمبر(صلی الله عليه و اله) د سنتو درنښت کوي او په دې طريقې سره د هغــــــو کسانو خبره بې بنياده ثابتيږي چې وايي

 شيعه د پيغمبر(صلی الله عليه و اله ) په سنتو عمل نه کوي.

 

د اهل بيتو په حديثونو عمل کولو دليلونه

د پيغمبر(ص) د عترت (اهلبيتو عليهم السلام) د حديثونو په هکله د شيعه ؤ د خبرې د واضحولو لپاره مجبوره يوو په دوو زمينو بحث او څيړنه وکړو.

الف: د معصومو امامانو د حديثونو ماهيت

ب: د هغو د معتبروالي دلائل او د پيغمبر(ص) د اهلبيتو علـــــيهم

 السلام د متابعت ضروري والے.

اوس په لنډه توګه د دليلونو په رڼا کښې په دواړو برخو بحث کوو.

 

د رسول الله مبارک د عترت د حديثونو ماهيت

د شيعه ؤ له نظره يوازې د نړۍ پروردګار د بشريت د ټولنې لپاره د قانون جوړلو او تشريع حق لري او هغه ذات د شريعت احکام او قوانين د خپل پيغمبر(ص) په وسيله نړيوالو ته رسوي او روښانه ده چې پيغمبر(ص) د خداي او خلکو تر مينځ د وحي او شريعت يوازينۍ واسطه (ذريعه) ده او له دې بيانه دا خبره څرګنديږي چې که شيعه د اهلبيتو عليهم السلام احاديث هم د خپلې فقې يوه منبع ګڼي د دې مطلب دا نه دے چې د پيغمبر(ص) د سنتو په مقابله کښې د اهلبيتو عليهم السلام  احاديثو د استقلال او اصالت قائل دي بلکې د اهل بيتو حديثونه يوازې په دې خاطر معتبر دي چې د رسول الله مبارک د سنتو بيانوونکي دي په دې اساس د شيعه ؤ معصوم امامان له ځانه څه نه وايي او هغه څه چې وايي د پيغمبر(ص) سنت دي.

د خبرې د ثابتولو لپاره غوره ګڼو د اهلبيتو عليهم السلام ځينې روايتونه ذکر کړو:

1. امام جعفر صادق (ع) يو سړي ته چې له هغه يې پوښتنه وکړه وفرمايل:

"مَهُما أجَبتُكَ فِيهِ بِشئٍ فَهُو عن رسول الله، لَسنـــــــا نَقولُ بِرأيِنا مِن

شئٍ".[6]

"هر ځواب چې مې تا ته درکړ له پيغمبر(ص) دے او مونږ په خپله خوښه او خپله رايه څه نه وايو".

او په يو بل ځاي کښې فرمايي:

"حديثی حديث ابی، و حديث ابی، حديث جدی و حديث جدی حديث الحسين و حديث الحسين حديث الحسن و حديث الحسن حديث امير المؤمنين و حديث امير المؤمنين حديث رسول الله و حديث رسول الله قول الله عزوجل".[7]

زما خبره زما د پلار (امام باقر) خبره ده، د پلار خبره مې د نيکه (امام علی بن حسين) خبره، د نيکه خبره مې د حسين بن علی خبره ده او د حسين بن علی خبره د حسن بن علی خبره ده، د حسن بن علی خبره د اميرالمؤمنين خبره ده، د اميرالمؤمنين (علی) خبره د خداي د رسول خبره او د خداي د رسول خبره د لوي خداي خبره ده".

2. امام محمد باقر(ع) جابر ته داسې فرمايي:

"حدثنی ابی عن جدی رسول الله(ص) عن جبرائيل(ع) عن الله عزوجل و کلما احدّثك بهذه الاسناد".[8]

"پلار مې له نيکه رسول الله مبارک ماته روايت کړه هغه هم له جبرائيله او جبرائيل هم له لوي خدايه روايت کړه او هغه څه چې تا ته يې روايت کوم په دغو اسنادو سره دے"

د نوموړو روايتونو په رڼا کښې د شيعه امامانو د احاديثو چې هماغه د پيغمبر(ص) سنت دي، ماهيت څرګنديږي.

 

د پيغمبر د اهلبيتو(ع) د پيروۍ د ضرورت او معتبروالي دليلونه

د اهل سنتو او شيعه ؤ عالمان دواړه په دې نظر دي چې د خداي رسول دوه ګرانبيه او ارزښناک ميراثونه پريښي او ټول مسلمانان يې د هغو منلو ته رابللي دي او د خلکو هدايت او نيکمرغي يې په دغو دوو څيزونو په عمل پورې تړلې ده يو د خداي کتاب او بل خپل اهلبيت عليهم السلام او عترت.

دلته د نمونې په توګه  د ځينو روايتونو يادونه کوو.

1. ترمذی په خپل صحيح کښې له جابر بن عبدالله انصاري او هغه له رسول الله مبارکه داسې روايتوي:

"يا أيّهاالناس إنی قد ترِکتٌُ فيکُمُ ما إن اخذتم به لن تَضِلّوا: کتاب الله و عترتی اهل بيتی".[9]

اي خلکو زه په تاسو کښې دوه څيزونه پريږدم چې که منګولې پرې ښخې کړئ هيڅکله به بې لارې نه شئ، د خداي کتاب او خپل عترت اهل بيت.

2. ترمذي همداراز په دغه کتاب کښې ليکي:

قال رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم إنی تاركٌ فيــــــــــکم ما إن

تَمَسکتم به لن تَضِلوّا بعدی احدهما اعظم من اخر، کتاب الله حبل ممدود من السمآء إلی الارض و عترتی اهل "بيتی و لن يفترقا حتّی يَرِدَ علیّ الحوضَ فَانظروا کيفَ تَخلفونی فيهما".[10]

پيغمبر(ص) وفرمايل: زه به تاسو ته دوه قيمتی څيزونه پريږدم چې که هغه ټينګ کړئ هيڅکله به له ما وروسته بې لارې نه شئ په هغوي کښې يو تر بل لوړ دے د خداي کتاب چې د ځمکې او آسمان تر مينځ د اتصال د رسۍ په شان دے او زما عترت او اهلبيت، هغوي به هيڅکله له يو بله جدا نه شي تر دې چې د کوثر (د ډنډ) په غاړه ماته راورسيږي نو خيال کوئ چې له ما وروسته له هغو سره څرنګه سلوک کوئ.

3. مسلم بن حجاج په خپل صحيح کښې له پيغمبر(ص) يو روايت راوړے دے:

ألا ايها الناسُ فَإنما أنا بشرٌ يوشكُ أن ياتی رسول ربی فَاجيبُ و أنا تاركٌ فيکُمُ الثقلين اولهما کتاب الله فيه الهدیٰ والنور فَخُذوا بکتاب الله واستمسکوا به فحثّ علیٰ کتاب الله و رغّب فيه ثمّ قال و أهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی اذکرکم الله فی اهل بيتی.[11]

اي خلکو زه هم يو انسان يم او نزدې ده چې د خداي استازے (عزرائيل) ماته راشي او زۀ ورته ځواب ورکړم، زۀ په تاسو کښې دوه ګرانبيه يادګارونه پريږدم يو د خداي کتاب دے چې نور او هدايت دے د خداي کتاب ټينګ کړئ بيا پيغمبر(صلی الله عليه و اله ) خلک قرآن ته وهڅول، او زياته يې کړه او زما اهلبيت عليهم السلام، سپارښتنه کوم زۀ  تـــــاسو تــه د اهل بيتو سپارښتنه کوم زۀ تاسو ته د اهلبيتو عليهم السلام. سپارښتنه کوم زه تاسو ته د اهل بيتو عليهم السلام.

4. ځينو محدثانو له پيغمبر(ص) نه روايت کړے دے چې ويې فرمايل:

"إنّی تاركٌ فيکم الثقلين کتاب الله و اهل بيتی و إنهما لن يَفتَرِقا حتّی يَرِدَ علیّ الحوض".[12]

زه تاسو ته دوه قيمتی څيزونه پريږدم يود خداي کتاب قرآن او بل زما اهلبيت او دا دوه به هيڅکله له يوه بله جدا نه شي تر دې چې د قيامت په ورځ زما څنګ ته راورسيږي.

يادونه ضروري ګڼو چې په دې مسئله کښې حديثونه دومره زيات دي چې په دې وړوکې کتاب کښې نه ځاييږي او عزتمن څيړاندي سيد مير حامد حسين د دغو روايتونو سندونه په کتاب "عَقَباتُ الانوار" کښې چې په شپږو ټوکو چاپ شوے دے راغونډ کړي دي.

د دغو روايتونو په رڼا کښې ښه څرګنديږي چې د اهل بيتو متابعت او د هغوي ټينګول د خداي د کتاب او د رسول الله مبارک د سنتو تر څنګ د اسلام له ضرورياتو دي او د عترت (اهلبيتو عليهم السلام) د ويناوو پريښودل د ګمراهۍ او د لارې د ورکولو سبب کيږي.

اوس يوه پوښتنه چې پيدا کيږي دا ده چې د پيغمبر(ص) عترت چې پيروي يې واجبه ده کوم کسان او څوک دي؟ د دې مسئلې د روښانولو لپاره د روايتونو په استناد سره د پيغمبر(ص) د عترت معنا څيړو.

 

د پيغمبر(ص) اهلبيت (ع) څوک دي؟

له تيرو روايتونو معلومه شوه چې پيغمبر(ص) ټول مسلمانان له خپلو اهلبيتو عليهم السلام پيروۍ ته بللي دي او اهلبيت يې د خداي د کتاب تر څنګ له ځانه وروسته د خلکو د مرجع په توګه ياد کړي دي او په ډاګه يې ويلي دي چې "قرآن او عترت هيڅکله له يوۀ بله نه جدا کيږي"

په دې اساس د پيغمبر(ص) اهلبيت هغه کسان دي چې د دې حکم مطابق چې د خداي رسول هغوي د قرآن قرين او برابر بللي دي د عصمت له مقامه برخمن او د اسلامي علومو او معارفو له رڼې چينې برخمن دي ځکه چې که داسې نه وي نو د خداي کتاب (قرآنه) جدا کيږي حال دا چې رسول الله مبارک فرمايي چې قرآن او اهــــل بيت هيڅکله له يوۀ بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض

 کوثر په غاړه ماته راورسيږي.

په دې توګه د اهل بيتو او د هغوي د لوړو صفاتو په دقيقه پيژندلو ضرورت چې يوازې د شيعه ؤ له امامانو سره _ چې ټول د پيغمبر(ص) عترت دي _ سمون خوري ثابتيږي.

اوس د لويو اسلامي محدثانو د روايتونو په رڼا کښې په دې هکله خپل روښانه دليلونه راوړو:

1. مسلم بن حجاج د ثقلين د حديث له بيانولو وروسته داسې وايي چې يزيد بن حيان له زيد بن ارقم نه پوښتنه وکړه، د پيغمبر(ص) اهل بيت څوک دي؟ آيا د پيغمبر(ص) ميرمنې اهل بيت دي؟ زيد بن ارقم په ځواب کښې وويل:

 "لا وَايم الله إنّ المرأةَ تکونُ مع الرجلِ، العصر مِنَ الدهر ثم يطلقها فترجع الی ابيها و قومها، اهل بيتهُ أصلهُ و عَصَبَتهُ الذينَ حُرموا الصدقة بعدهُ".[13]

(نه داسې نه ده) په خداي قسم ښځه د يوې مودې له مخه له ميړۀ سره وي بيا سړے هغې ښځې ته طلاق ورکړي چې خپل پلار او خپلوانو ته ستنه شي له اهل بيتو مقصد هغه کسان دي چې اصل، يعنې د هغه حضرت(ص) د خپلوۍ ژوري جرړې ولري _ او د هغه حقيقي خپلوان وي، هغه کسان چې له پيغمبره وروسته ورته صدقه نه شي ورکول کيدے.

دا روايت ښه په ډاګه د دې حقيقت ګواهي ورکوي چې د پيغمبر(ص) له عترته چې پيروي يې د قرآن په شان واجبه ده، مراد د رسول الله مبارک ميرمنې نه دي بلکې د پيغمبر(ص) اهلبيت هغه کسان دي چې پر جسماني نسبت (خپلوۍ) سره بيره معنوي وابستګي او ځانګړې غوره والے هم ولري چې وکولے شو هغوي د خداي د کتاب تر څنګ د نړۍ د مسلمانانو مرجع وبلو.

2. پيغمبر(ص) يوازې د اهلبيتو عليهم السلام د صفتونو (او ځانګړتياوو) په بيانولو بسنه نه ده کړې بلکې د هغو شمير يې هم چې دولس تنه دي جوت کړے دے. مسلم له جابر بن سمره حکايت کوي:

"سَمِعتُ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم يَقول: لا يَزالُ الاسلام عزِيزاً الی اثنی عشر خليفة ثم قال کلمة لم أفهَمها، فقُلتُ لابی: ما قال؟ فقال کُلّهُم مِن قريش".[14]

له پيغمبر(ص) مې واوريدل چې وې فرمايل: اسلام به په دولسو خليفه ګانو عزتمن پاتې شي بيا يې څه خبره وکړه چې زه پرې پوه نه شوم له پلاره مې وپوښتل څه يې وويل؟ ځواب يې راکړ: ويې فرمايل چې ټول له قريشو دي".

مسلم بن حجاج همداشان له رسول الله مبارکه روايتوي چې:

"لا يَزالُ امرالناس ماضياً ما وليهم اثنا عشر رجلاً".[15]

د خلکو چارې به ډېرې ښې تيرې شي تر هغه وخته چې دولس کسان په هغوي واکمني ولري.

دا دواړه روايتونه د شيعه ؤ په خبره روښانه ګواه دي چې د شيعه ؤ

 دولس امامان له پيغمبر(ص) وروسته د خلکو رښتينې لارښوونکي دي. ځکه چې په اسلام کښې دولس خليفه ګان چې له رسول الله مبارک سملاسي وروسته د مسلمانانو د چارو مرجع او د اسلام د عزت او برم سبب وي بې له هغو دولسو امامانو چې د پيغمبر(ص) اهلبيت دي بل مصداق نه لري. ځکه چې له څلورو خلفاؤ چې په مسلمانانو کښې خلفاي راشدين مشهور دي  تير شو د بني اميه او بني عباسو نور واکوالان د خپلو ناروا کارونو په وجه چې اسلام يې ګواهي ورکوي د اسلام او مسلمانانو لپاره د شرم سبب وو.

په دې ډول اهلبيت عليهم السلام چې پيغمبر(ص) له قرآن سره برابر او د نړۍ د مسلمانانو مرجع بللي دي هماغه د پيغمبر(ص) د عترت دولس امامان دي چې د رسول الله مبارک د سنتو ساتونکي او د هغوي د علم لرونکي دي.

 3. اميرالمؤمنين علی بن ابيطالب هم د مسلمانانو لارښوونکي له بنی هاشمو ګڼلي دي چې دا پخپله د اهلبيتو عليهم السلام په پيژنګلو کښې د شيعه ؤ د خبرو په صحيح والے يو بل روښانه

 ګواه دے. هلته چې فرمايي:

"إنّ الائمة من قريش غرسوا فی هذا البطن _ من بنی هاشم _ لا تصلح علیٰ  من سواهم و لا تصلح الولاة من غيرهم.[16]

_ له قريشو امامان _ د بنی هاشمو له طايفې دي او نور څوک په خلکو د ولايت وړتيا نه لري او د نورو واکمنانو واکمــني بې بنياده

 ده.

 

نتيجه:

له دغو روايتونو دوه حقيقتونه څرګنديږي

1. د پيغمبر(ص) په اهل بيتو پورې تمسک او د هغوي پيروي د خداي د کتاب د اطاعت تر څنګ واجبه ده.

2. د خداي د رسول اهلبيت چې د قرآن مجيد قرين او د ټولو مسلمانانو مرجع معرفي شوي دي لانديني خصوصيتونه لري.

الف:  ټول د قريشو له قبيلې او د بنی هاشمو له طائفې دي

ب: هغوي ټول له پيغمبر(ص) سره داسې خپلوي لري چې صدقه پرې حرامه ده

ج: ټول د عصمت مقام لري که نه وي له قرآن مجيده عملاً جدا کيږي حال دا چې رسول الله فرمايلي دي چې دا دواړه (قرآن او اهلبيت) له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض کوثر په غاړه

 راورسيږي.

د: دغه ټول بايد دولس کسان وي چې د خداي له رسوله وروسته په يو بل پسې د مسلمانانو ولي او امام وي.

هـ : دا د پيغمبر(ص) دولس خليفه ګان د اسلام د ډيرنده برم او عزت سبب دي.

دغو صفتونو ته په پام سره چې له روايتونو لاس ته راځي د لمر په شان روښانه کيږي چې له خپلو اهلبيتو عليهم السلام د پيغمبر(ص) مقصد چې مسلمانانو ته يې د هغوي د پيروۍ سپارښتنه کړې ده هماغه د پيغمبر(ص) د عترت دولس پاک امامان دي. چې شيعه د هغوي په پيروۍ او د خپلو فقهي احکامو په پيژندلو کښې د هغوي په متابعت وياړ کوي.


[1] . اصول کافی لومړے ټوک کتاب فضل العلم، باب الاخذُ بالسنة و شواهد الکتاب، حديث 3.

[2] . تېر سند 5حديث.

[3] . اصول کافی لومړے ټوک کتاب فَضل العلم، باب الاخذ بالسُنة و شواهد الکتاب دوهم حديث.

[4] . تير سند اتم حديث

[5] . تير سند شپږم حديث

[6] . جامع احاديث الشيعه لومړے ټوک 129مخ.

[7] . تېر سند 127مخ.

[8] . تېر سند 128مخ.

[9] . صحيح ترمذي کتاب المناقب باب مناقب اهلبيت النبی 5ټوک بيروت چاپ 662مخ ح3786.

[10] . تير سند 663مخ 3788ح.

[11] . صحيح مسلم جزء 7 باب فضائل علی بن ابی طالب مصر چاپ 122 او 123مخونه.

[12] . مستدرک حاکم 3جزء 148مخ، الصواعق المحرقه يولسم باب، اول څپرکے، 149مخ او دې مضمون ته نزدې حديثونه په لاندينيو کتابونو کښې هم ليدل کيږي:

مسند احمد جزء 5 182 189مخونه، کنزالعمال، اول جزء باب الاعتصام بالکتاب والسنة 44مخ.

[13] . صحيح مسلم جزء 7 باب فضائل علی بن ابيطالب مصر چاپ 123مخ.

[14] . صحيح مسلم شپږم ټوک دريم مخ مصر چاپ.

[15]  . تېر سند.

[16] . نهج البلاغه (صبحی صالح) 144خطبه.

 

index