آيا د شيعه ؤ له نظره جبرائيل د رسالت په رسولو کښې خيانت کړے دے او د حضرت علی(ع) په ځاي يې په رسول الله مبارک قرآن نازل کړے دے؟
ځواب:
مخکښې له دې چې د دغه ناروا او بې بنياده تور چې ځينو ناپوهو او غرضي کسانو په شيعه ؤ پورې تړلے دے دروغوالے او بې اساس والے ثابت کړو غوره ده چې اول يې جرړه ولټوو.
د دغه تور جرړه:
د قرآن شريف له آيتونو او هغه حديثونو چې د دغو آيتونو په هکله نازل شوي دي څرګنديږي چې يهوديانو به وويل چې جبرائيل د رسالت او وحي په رسولو کښې خيانت وکړ ځکه چې خداي هغه ته امر کړے ؤ چې نبوت د بنی اسرائيلو په نسل کښې نازل کړي خو هغه د خداي د امر په خلاف رسالت او پيغمبري د حضرت اسماعيل نسل ته ورکړه.
په دې اساس يهوديانو حـــــضرت جبرائيل دشمن وبالۀ[1] او د "خَانَ
جِبرائيل" جبرائيل خيانت وکړ جمله يې خپل شعار وګرځاوه نو ځکه قرآن مجيد د هغوي د نيوکې او د هغوي د خبرې د دروغوالي د ثابتولو لپاره جبرائيل په لانديني آيت کښې "امين" او سم چارې فرښته وبلله:
"نَزَلَ بهِ الرّوحُ الامين علی قَلبِكَ لِتکونَ من المُنذِرين".[2]
"روح الامين (جبرائيل) قرآن ستا په زړه نازل کړ چې خلک وويروې". او په يو بل آيت کښې فرمايي:
"قُل مَن کانَ عَدواً لِجِبريلَ فإنّهُ نزّله علی قلبكَ بِإذنِ الله".[3]
ووايه هر څوک چې له جبرائيل سره دشمني وکړي، هغه قدرمنې پرښتې د خداي په امر قرآن ستا په زړه نازل کړ.
له دغه آيتونو او د هغو له تفسيره ښه معلوميږي چې يهوديانو حضرت جبرائيل په ځينو دلايلو خپل دشمن ګاڼه او هغه ته يې د عذاب پرښته ويله او هغه يې د رسالت په رَسَوَلو کښې په خيانت تورناوۀ.
نو د "خَانَ الامين" شعار د يهودو د قوم له چټياتو او فضولياتو جرړه اخستې ده او ځينې جاهل ليکوالان چې له شيعه ؤ سره زړه دشمني لري د يهودو خبره راخستې په هغې شوندوهي او دا تور
په شيعه ؤ پورې تړي.
نبوت د شيعه ؤ له نظره
شيعه د قرآن او سنت په پيروۍ د پيغمبر(ص) د اهلبيتو عليهم السلام د روښانه آيتونو په رڼا کښې نه يوازې محمد بن عبدالله صلی الله عليه واله وسلم په حقه پيغمبر ګڼي چې د خداي تعالیٰ په حکم د نړيوالو لپاره پيغمبر او استازے دے بلکې هغه حضرت(ص) خاتم پيغمبران او تر ټولو لوړ مرتبه الهی پيغمبر ګڼي.
د شيعه ؤ لوي امام علی بن ابی طالب(ع) په خپلو ښايسته ويناوو کښې په دې حقيقت داسې ګواهي ورکوي.
"أشهَدُ أنّ لا إله إلاّ اللهُ وحدهُ لا شريك لهُ و أشهدُ أنّ محمداً عبدهُ و رسوله، خاتم النبيين و حجة الله علی العالمين".[4]
ګواهي ورکوم چې بې له يوازيني او بې ساري خدايه بل نيشته او ګواهي ورکوم چې محمد د خداي بنده او پيغمبر او خاتم النبيين او د نړيوالو لپاره د خداي حجت دے.
امام جعفر صادق (ع) هم فرمايي:
"لَم يبعث اللهُ عزوجل من العرب إلا خمسة انبياء: هوداً و صالحاً و
اسماعيل و شعيباً و محمداً خاتم النبيين".[5]
خداي تعالیٰ د عربو په قوم کښې يوازې پينځه پيغمبران وټاکل: هود، صالح، إسماعيل، شعيب او مــــــحمد(ص) چې خاتم النبيين
دے.
دا حديث شريف ښه په ډاګه ثابتوي چې کوم تور په شيعه ؤ پورې تړل کيږي دروغ او بې بنياده دے او دا حديث حضرت محمد بن عبدالله (ص) د خداي اخري پيغمبر معرفي کوي.[6]
په دې اساس د نړۍ شيعه جبرائيل د رسالت او پيغمبرۍ په رسولو کښې امين او سم کارے ګڼي او محمدبن عبدالله په حقه پيغمبر او د خداي وروستے رسول ګڼي او علی بن ابی طالب د هغه وصي او جانشين ګڼي.
دلته غوره ګڼو چې يو روايت چې شيعه او سني دواړه پرې يو نظر لري او هغه يې په خپلو معتبرو کتابونو کښې ذکر کړے دے راوړو په دغه روايت کښې چې په "حديث منزلت" مشهور دے پيغمبر(ص) د خپل خاتميت له بيانولو وروسته علی خپل ځاي ناستے او وصي معرفي کړ.
رسول الله مبارک علي بن ابيطالب ته وفرمايل:
"أما ترضٰی ان تکون منّی بِمنزلةِ هارونَ مِن موسٰی إلاّ أنهُ لانبیّ بعدی".[7]
آيا ته نۀ خوشحاليږې چې ته زما په نسبت داسې يې لکه هارون چې د موسی په نسبت ؤ مګر دا چې له ما وروسته بل نبي نه راځي. (يعنې لکه څنګه چې هارون د موسٰی وصي ؤ ته هم زما وصي يې خو زه وروستے پيغمبر يم او له موسی وروسته نور پيغمبران هم راغلل.)
دا روايت چې د سند له نظره لويو اسلامي محدثانو که هغه شيعه دي که سني منلے دے روښانه ګواه دے په دوو مسئلو کښې د شيعه ؤ د خبرې په صحيح والي:
1. محمد بن عبدالله(ص) د خداي تعالیٰ تر ټولو قدرمن نبي او د الهی رسولانو خاتم دے چې د لوي خداي په امر په نړيوال او هميشني رسالت ګمارل شوے دے او له هغه وروسته بل پيغمبر نه راځي.
2. علی بن ابی طالب د پيغمبر(صلی الله عليه و اله) وصي جانشين او له هغه حضرت(ص) وروسته د مسلمانانو خليفه دے.
[1] . تفسير فخر رازي اول ټوک 436 او 437مخونه مصر چاپ 1308هـ کال.
[2] . شعراء 194آيت.
[3] . بقره 97 آيت.
[4] . نهج السعاده اول ټوک 188مخ بيروت چاپ، کافی اتم ټوک 67مخ دوهم چاپ تهران 1389هـ کال.
[5] . بحارالانوار يوولسم ټوک 42مخ بيروت چاپ 1403کال.
[6] . له هغو ډېرو آيتونو د خبريدو لپاره چې د شيعو له نظره پيغمر اکرم(ص) د خاتميت ښودنه کوي، مفاهيم القرآن کتاب ته چې استاد جعفر سبحاني ليکلے دے مراجعه وکړئ.
[7] . دغه حديث بي شميره اسناد لري چې ځينو ته يې اشاره کوو:
1. صحيح بخاري شپږم ټوک دريم مخ مصر چاپ باب غزوه تبوک
2. صحيح مسلم 7جلد 120مخ باب فضائل علی(ع)
3. سنن ابن ماجه لومړے ټوک 55مخ مصر چاپ، باب فضائل اصحاب النبي
4. مستدرک حاکم 3ټوک 109مخ بيروت چاپ
5. مسند احمد اول ټوک 170،177،179،182،184،185مخونه او دريم جلد 32مخ.
6. صحيح ترمذی 5ټوک 21مخ بيروت، باب مناقب علی بن ابيطالب(ع).
7. مناقب (ابن مغازل) 27مخ بيروت چاپ 1403هـ کال.
8. بحارالانوار 37ټوک 254مخ بيرت دوهم چاپ 143هـ کال
9. معانی الاخبار (صدوق) 74مخ بيروت چاپ 1399کال.
10.کنزالفوائد 2ټوک 168مخ بيروت چاپ 1405کال.