ولې شيعه پينځه لمونځونه په دريو وختونو کښې کوي؟
ځواب:
اول د بحث د واضحولو لپاره غوره ګڼو چې په دې مسئله کښې د فقيهانو نظر څرګند کړو.
1. ټولې اسلامي ډلې په دې خبره د نظر اتفاق لري چې په "عرفې" کښې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يو ځاي د ماسپښين په وخت او بې له فاصلې ادا کيدلے شي او په مزدلفه کښې هم جايزه ده چې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وشي.
2. حنفيان وايي چې په يوه وخت د ماسپښين او مازيګر لمونځونو او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو کول يوازې په همدغو دوو ځايونو يعنې عرفې او مزدلفې کښې روا دي او په نورو ځايونو کښې نه دي جائز.
3. حنبليان وايي د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو يوځاي کول په دغو دوو موردونو سربېره په سفر کښې هم جائز دي ځينې مسلکونه په اضطراري حالتونو کښې لکه د باران په وخت يا که لمــــــونځ کوونکې ناروغ
وي يا په جنګ کښې د دوو لمونځونو په يوځاي کول جائز ګڼي.[1]
4. د شيعه ؤ دا عقيده ده چې د ماسپښين او مازيګر او د ماښام او ماسخوتن لمونځونو يو خاص وخت لري او يو مشترک:
الف: د ماسپښين د لمانځه خاص وخت د شرعي ظهر (د لمر د زوال) له وخته دے تر هغه وخته پورې چې څلور رکعته لمونځ پکښې وکړے شي. په دغه محدود وخت کښې يوازې د ظهر (ماسپښين) لمونځ کيدے شي.
ب: د مازيګر د لمانځه خاص وخت هغه وخت دے چې له هغې شيبې د لمر پريوتلو تر وخته صرف د مازيګر د څلورو رکعتونو د کولو فرصت وي.
ج: د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو مشترک وخت د ماسپښين لمانځه د خاص وخت له ختميدو د مازيګر د لمانځه د خاص وخت تر شروع کيدو پورې دے. د شيعه ؤو عقيده دا ده چې په دغه ټول مشترک وخت کښې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه دواړه له يو بل سره يو ځاي او بې له فاصلې کولے شو خو د اهل سنتو عقيده دا ده چې د ماسپښين د شرعي وخت (زوال) له پيله تر هغه وخته پورې چې د هر يوۀ څيز سيورے د هغه په خپله اندازه اوږد شي دغه وخت د ماسپښين په لمانځه پورې محدود دے او په دغه موده کښې د مازيګر لمونځ نه کيږي او له هغه وروسته تر ماښامه پورې د مازيګر د لمــــــــــانځه وخت دے او په دغـــــه وخت کښې د
ماسپښين لمونځ نه شي کيدلے.
د: د ماښام د لمانځه خاص وخت د شيعه ؤ له نظره د شرعي ماښام (مغرب) له پيله تر هغه وخته پورې دے چې درې رکعته لمونځ ادا کړے شي او په دغه محدود وخت کښې يوازې د ماښام لمونځ ادا کيدلے شي.
هـ: د ماسخوتن د لمانځه خاص وخت هغه دے چې له هغه شيبې تر د نيمې شپې پورې يوازې د ماسخوتن د لمانځه د کولو فرصت باقي وي او يوازې د ماښخوتن لمونځ پکښې وکړے شي.
و: د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو مشترک (ګډ) وخت د ماښام د لمانځه د خاص وخت له ختميدو وروسته د ماسخوتن د لمانځه د خاص وخت تر پيليدو دے.
شيعه عقيده لري چې په دغه ګډ (مشترک) وخت کښې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي او په يو بل پسې بلافاصله کولے شو. خو اهل سنت وايي چې د ماښام له لومړي وخته د ماښام د شفق د ختميدو تر وخته پورې دا د ماښام د لمانځه خاص وخت دے او په دغه وخت کښې د ماسخوتن لمونځ نه شو کولے او د ماښام د شفق د ختميدو له وخته تر د شرعي نيمې شپې پورې د ماسخوتن د لمانځه وخت دے او په دغه وخت کښې د ماسخوتن لمونځ نه شو کولے.
نتيجه دا چې:
د شيعه ؤ د نظريې مطابق د ماسپښين د شرعي وخت له رسيدلو وروسته کولې شو د ماسپښين لمونځ وکړو او ورپسې سملاسي د مازيګر لمونځ وکړو يا دا چې د ماسپښين لمونځ د مازيګر د لمانځه د مخصوص وخت تر پيليدو پورې وځنډوو په دې ډول چې د ماسپښين لمونځ د مازيګر د لمانځه د خاص وخت له رارسيدلو مخکښې وکړو او بيا د مازيګر لمونځ ادا کاندو او په دې طريقې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يوځاي وکړو که څه هم مستحبه ده چې د ماسپښين لمونځ له زواله وروسته او د مازيګر لمونځ هغه وخت چې د هر يو څيز سيورے د هغه په اندازه اوږد شي، وکړو.
همداراز کولے شو د شرعي ماښام د رارسيدو په وخت د ماښام لمونځ وکړو او سملاسي ورپسې د ماسخوتن لمونځ ادا کړو يا د ماښام لمونځ د ماسخوتن د لمانځه تر خاص وخته پورې وځنډوو په دې ډول چې د ماښام لمونځ د ماسخوتن د شرعي وخت له پيليدو مخکښې وکړو او بيا ورپسې د ماسخوتن لمونځ وکاندو او په دې ډول د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يوځاي کړو که څه هم مستحبه ده د ماښام لمونځ د شرعي ماښام له پيليدو وروسته او د ماسخوتن لمونځ له مغربه د شفق له ختميدو وروسته وکړو.
دا د شيعه ؤ نظريه وه خو اهلسنت د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو يا د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو يوځاي کول په مطلق ډول او په هر ځاي او هر وخت کښې جائز نه ګڼي. نو بحث هر ځاي او هر مکان کښې د دوو لمونځونو په يو ځاي کولو کښې دے په دې ډول چې هر يو لمونځ د هغه په خپل وخت کښې ادا شي لکه په عَرَفې او مُزدلفې کښې د دوو لمونځونو په يو ځاي کول.
5. ټول مسلمانان په دې مسئلې کښې يو نظر لري چې رسول الله مبارک دوه لمونځونه په يوۀ ځاي وکړل خو د دغه روايت په تفسير کښې دوه نظره موجود دي
الف: شيعه وايي: مطلب دا دے چې د ماسپښين د لمانځه په لومړيو وختونو کښې د ماسپښين د لمانځه له کولو وروسته د مازيګر لمونځ کولے شي او همداراز د ماښام د لمانځه په لومړيو وختونو کښې د ماښام د لمانځه له کولو وروسته د ماسخوتن لمونځ کولے شې او دا مسئله په کوم خاص وخت او خاص ځاي پورې نه ده محدوده بلکې په هر ځاي کښې دا کار کولے شې او جائز دے.
ب: نور وايي چې د روايت مقصد دا دے چې د ماسپښين لمونځ
د هغه په وروستي وخت کښې او د مازيګر لمونځ د هغه په لومړي وخت کښې ادا شي او همدغه شان د ماښام لمونځ د هغه په وروستي وخت او د ماسخوتن لمونځ د هغه په لومړي وخت کښې ادا شي او په دې ډول د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو وخت او د ماښام او ماسخوتن په يو وخت وشي.
اوس د مسئلې د روښانولو لپاره په دې برخه کښې راغلي روايتونه څيړو او ثابتوو چې په دغه روايت کښې د جمع يعنې په يو ځاي د دوو لمونځونو کولو مطلب هماغه دے چې شيعه يې وايي، يعنې دوه لمونځونه هر يو په خپل خپل وخت کښې نه دا چې يو د هغه په وروستي وخت کښې او بل د هغه په لومړي وخت کښې ادا شي.
اوس روايتونه
1. د حنبليه فرقې مشر احمد بن حنبل په خپل مسند کښې له جابر بن زيده داسې روايتوي:
أخبَرَنی جَابِر بن زيد أنّهُ سَمع ابن عباس يقول: صليتُ مع رسول الله صلی اللهُ عليه (وآله) وسلم ثمانياً جَمِيعاً و سبعًا جميعاً قال قلتُ لهُ يا أبا الشعثاء أظُنّهُ آخِر الظهرِ و عَجّل العصر و اخر
المغرب و عجّل العشاء قال و انا اظنّ ذلكَ.[2]
جابر بن زيد وايي له ابن عباسه مې واوريدل چې ويل يې له پيغمبر(ص) سره مو اته رکعته (د ماسپښين او مازيګر) په يو ځاي او اووۀ رکعته (د ماښام او ماسخوتن) په يو ځاي وکړل، وايي: ابوالشعثاء ته مې وويل فکر کوم رسول الله مبارک د ماسپښين لمونځ وځنډاوۀ او د مازيګر لمونځ يې زر وکړ او همداراز د ماښام لمونځ يې وځنډاوۀ(ناوخته) کړ او د ماسخوتن لمونځ يې زر وکړ (ابو شعثاء) وويل: زه همداسې فکر کوم.
له دغه روايته معلوميږي چې رسول الله مبارک د ماسپښين او ماځيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي کړي دي او په منځ کښې يې وقفه نه ده ورکړې.
2. احمد بن حنبل له عبدالله بن شقيقه هم د دغه روايت يادونه کړي:
"خَطَبنا ابن عباس يَوماً بعدالعصرِ حتی غربت الشمس و بدت النجوم و علق الناس ينادونه الصلوة و فی القوم رجلُ من بنی تميم فجعل يقول: الصلوة الصلوة: قال فغضب قال أتَعلّمنی بالسنة؟ شهدتُ رسول الله صلی الله عليه (وآله) و سلّم جمع بين الظهر والعصر والمغرب والعشاء قال عبدالله فوجدت فی نفسی
من ذلك شيئاً فَلَقَيتُ أبا حريره فَسألتُهُ فوافقهُ.[3]
ابن عباس د مازيګر د لمانځه وروسته مونږ ته وينا وکړه تر دې چې لمر پريوته او ستوري ښکاره شول او خلکو د لمانځه غږ وکړ او په دې منځ کښې د بنی تميم د قبيلې يو کس د لمانځه کلمه (لفظ) تکرار کړ، (يعنی بيا بيا يې وويل چې الصلوة) ابن عباس غوسه شو او وې ويل: آيا ته غواړې د پيغمبر(ص) سنت ماته رواښيې؟ زه شاهد او کتوونکے وم چې رسول الله مبارک د ماسپښين او مازيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وکړل. عبدالله وايي ماته په دې مسئله کښې شک پيدا شو نو له ابو هريره سره په يوۀ ملاقات کښې مې له هغۀ په دې هکله پوښتنه وکړه او هغه د ابن عباس خبره تاييد کړه.
په دې حديث کې دوو صحابيانو (عبدالله بن عباس) او (ابو هريره) په دې حقيقت ګواهي ورکړې ده چې پيغمبر اکرم (ص) د ماسپښين او مازيګر او همدا شان د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي (جمع) ادا کړي دي او ابن عباس هم د پيغمبر د عمل پيروي کړے دے.
3. د مالکيه فرقې مشر مالک بن انس په مؤطا کښې داسې ليکي:
صلی رسول الله (ص) الظهر والعصر جميعاً والمغرب والعشاء
جميعاً فی غير خوفٍ وَ لا سَفَر[4]
رسول الله مبارک د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځاي او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي کول بې له دې چې له دشمنه کومه ويره وي يا په سفر کښې وي.
4. مالک بن انس له معاذ بن جبل داسې روايت کوي.
"فکان رسول الله يجمعُ بينَ الظهرِ والعصر، والمغرب والعشاء"[5]
رسول الله مبارک د ماسپښين او مازيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي کول.
5. مالک بن انس له نافعه او هغه له عبدالله بن عمره داسې روايت کوي:
کَانَ رَسولُ الله إذا عَجّلَ به السيرُ يَجمَعُ بين المَغربِ والعِشاء[6]
کله به چې پيغمبر(ص) د يو سفر لپاره بيړه لرله نو د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به يې په يو وخت کول.
6. مالک بن انس له ابوهريره داسې روايتوي:
إنّ رسولُ الله صلی الله عليه (وآله) وسلم کان يجمـــعُ بين الظــــــــــهر
والعصر فی سفره الی تبوك.[7]
پيغمبر(ص) د تبوک په لاره کښې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځاي کول.
7. مالک په موطأ کښې له نافع داسې روايت کوي:
إنّ عبدالله بن عمر کان إذا جمع الامراء بين المغرب والعشاء فی المطر جمع معهم.[8]
کله به چې اميرانو (شتمنو) په باران کښې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي کول عبدالله بن عمر هم دواړه لمونځونه په يو ځاي کول.
8. مالک بن انس د علي بن حسين له قوله ليکی:
"کان رسول الله صلی الله عليه (وآله) وسلم إذا اراد ان يسر يومه جمع بين الظهر والعصر و إذا اراد ان يسير ليله جمع بين المغرب والعشاء.[9]
کله به چې پيغمبر(ص) د ورځې د سفر اراده لرله د ماسپښين او مازيګر لمونځونه به يې په يو ځاي کول او کله به يې چې غوښتل د شپې سفر وکړي د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به يې په ګډه کول.
9. محمد زرقانی په شرح موطأ کښې له ابی شعثا داسې روايت کوي:
"إنّ ابن عباس صلی بالبصرة الظهر والعصر ليس بينهما شيئً والمغرب والعشاء ليس بينهما شيئً.[10]
عبدالله بن عباس د بصرې په ښار کښې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يوځاي وکړل په دا ډول چې د دواړو تر مينځ به فاصله نه وه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې هم يوځاي وکړل په دې ډول چې د دواړو تر مينځ هيڅ فاصله نه وه.
10. زرقانی له طبرانی او هغه له ابن مسعوده نقل کړي ده چې:
"جمعَ النبیّ صلی الله عليه (واله) وسلم بين الظهر والعصر و بين
المــــــغرب والعشاء فقيـــــل له فی ذلك، فقال: صنعتُ هذا لئلاّ
تحرج اُمّتی.[11]
پيغمبر(صلی الله عليه و اله) د ماسپښين او مازيګر لمونځونه يو ځاي وکړل او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې هم په يو ځاي وکړل په دې هکله له هغوي پوښتنه وشوه، وې فرمايل: د دې لپاره چې زما امت په سختۍ کښې پرې نه وزي.
11. مسلم بن حجاج، ابو زبير او له سعيد بن جبير او له ابن عباس روايت کوي:
صلیّ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم، الظهر والعصر جمعاً بالمدينة فی غير خوف و لا سفرٍ.[12]
پيغمبر(ص) په مدينه منوره کښې بې له دې چې له دشمنه خطره ولري او يا په سفر کښې وي د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځاي وکړل.
بيا ابن عباس له دغه کاره د پيغمبر(ص) د مقصد په هکله وايي: د دې لپاره چې غوښتل يې د هغه حضرت(ص) د اُمت يو کس هم په سختۍ او زحمت کښې پرې نه وزي.[13]
12. مسلم په خپل صحيح کښې له سعيد بن جبير او هغه له ابن عباسه روايتوي چې ويلي يې دي:
"جمع رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم بين الظـــــهر والعصر،
المغرب والعشاء فی المدينة من غير خوف و لا مطرِ[14]
رسول الله مبارک په مدينه کښې د ماسپښين او مازيګر او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وکړل بې له دې چې کومه ويره يا باران موجود وي.
بيا سعيد بن جبير وايي له ابن عباسه مې وپوښتل ولې رسول الله مبارک دغه کار وکړ؟ ابن عباس وويل: د دې لپاره چې نه يې غوښتل خپل امت په زحمت او کړاو کې وويني.[15]
13. ابو عبدالله بخاري د "باب التاخير الظهر الی العصر" په نامه يو خاص باب، دې مسئلې ته مخصوص کړے دے[16] چې پخپله دا نوم په دې خبره ښکاره ګـــــواه دے چې د ماسپښين لمونځ ځنډولے
او د مازيګر په وخت دواړه لمونځونه په يو ځاي کولے شو بخاري په دغه باب کښې دا روايت بيانوي:
"إنّ النبیّ صلی الله عليه (واله) وسلم صلیّ بالمدينة سبعاً وَ ثمانِياً، الظهر والعصر، والمغرب والعشاء.[17]
پيغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) اووه رکعته (د ماښام او ماسخوتن لمونځ) او اته رکعته (ماسپښين او مازيګـر) په مدينه
کښې په يو ځاي وکړل.
له دغه روايته ښه معلوميږي چې نه يوازې دا جايزه ده چې د ماسپښين لمونځ وځنډول او له مازيګر سره يو ځاي وکړے شي بلکې د سياق په قرينې سره د دې خبرې استفاده هم کيږي چې د پيغمبر(ص) په پيروۍ سره د ماښام لمونځ هم ځنډولے او د ماسخوتن د لمانځه په وخت يې ادا کولے شو.
14. بخاري د صحيح په يو بل ځاي کښې وايي:
"قالَ ابن عمر و ابو ايوب و ابن عباس رضی الله عنهم، صلی النبیّ صلی الله عليه (واله) وسلم المغرب والعشاء.[18]
عبد الله بن عمر او ابو ايوب او ابن عباس ويلی دي چې پيغمبر(ص) دوه لمونځونه ماښام او ماسخوتن په يو ځاي وکړل، بخاري غواړي له دغه روايته دا استفاده وکړي چې پيغمبر(ص) د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وکړل که نه دا خو معلومه ده چې پيغمبر(ص) بې لمانځه نه ؤ.
15 . مسلم بن حجاج په خپل صحيح کښې داسې ليکي.
قالَ رَجُلٌ لابن عباس، الصلوة فسکت ثم قال الصلوة فسکت ثم قال الصلوة فسکت ثم قال: لا ام لك أتَعَلّمنا بالصلوة و کُنّا نجمع بين الصلاتين علی عهد رسول صلی الله عليه (واله) وسلم.[19]
يو سړي ابن عباس ته وويل: لمونځ، هغه څه ونه ويل، بيا يې وويل لمونځ، ابن عباس غلے پاتې شو، بيا يې وويل لمونځ هغه ځواب ورنه کړ، په څلورم ځل يې وويل لمونځ، ابن عباس وويل: مور دې خداي واخله، ته مونږ ته لمونځ رازده کوې؟ حال دا چې مونږ له پيغمبر(ص) سره دوه لمونځونه يوځاي کول او دوړاه لمونځونه به مو په يو ځاي ادا کول.
16: د مسلم روايت دے:
إنّ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم، جمع بين الصلوة فی سفرة سافرها فی غزوة تبوك فجمع بين الظهر والعصر، والمغرب والعشاء، قال سعيد: فقلتُ لابن عباس ما حمله علی ذلك؟ قال اراد ان لايحرج اُمّتهُ.[20]
پيغمبر(ص) د تبوک غزا په سفر کښې دوه لمونځونه په يو ځاي وکړل او د ماسپښين او مازيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې په يو ځاي وکړل سعيد بن جبير وايي: له ابن عباسه مې د دې د سبب پوښتنه وکړه؟ ويې ويل پيغمبر(ص) غوښتل چې امت يې په کړاو او سختۍ کښې پرې نه وزي.
17. مسلم بن حجاج د معاذ له خولې داسې حکايت کوي:
"خَرَجنا مع رسول صلی الله عليه (واله) وسلم فی غزوة تبوك فکان يصلیّ الظـهر والعصـر جمعـاً والمغرب والعشاء جمعاً.[21]
له پيغمبر اکرم (ص) سره د تبوک د غزا لپاره ووتلو، پيغمبر(ص) د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يوځاي کول او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې هم په يو ځاي تر سره کول.
18. مالک بن انس په موطأ کتاب کښې ليکي:
عن ابن شهاب أنّهُ سأل سالم بن عبدالله هل يجمع بين الظهر والعصر فی السفر؟ فقال نعم لاباس بذلك؟ الم تر الی صلاة الناس بعرفة؟[22]
ابن شهاب له سالم بن عبدالله پوښتنه وکړه آيا په سفر کښې د
ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يوځاي کولے شو؟ ويې ويل: هو باک نه لري آيا په عرفې (عرفات) کښې دې د خلکو لمونځ نه دے کتلے.
يو ځل بيا يادونه کوو چې د ټولو مسلمانانو په نزد جايزه ده چې د عرفې او عرفات په ورځ د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځاي وشي او دواړه د ماسپښين په وخت او يو بل پسې سملاسي کوي. دلته سالم بن عبدالله وايي: هماغه ډول چې په عرفې کښې خلک دواړه لمونځونه په يو ځاي کوي له عرفې بغير په نورو ځايونو کښې هم د هغو يو ځاي کول روا دي.
19. متقي هندي په کنز العمال کتاب کښې ليکي:
قالَ عبدالله: جمع لنا رسول الله مقيماً غير مسافر بين الظهر والعصر، والمغرب والعشاء، فقال رجلٌ لابنِ عمر: لم تری النبیُ (ص) فعل ذلكَ؟ قال: لان لايحرج اُمّتهُ ان جمع رجلٌ.[23]
عبدالله بن عمر وايي رسول الله مبارک په داسې حال کښې چې په حضر کښې او ساکن ؤ او د سفر په حال کښې نه ؤ د ماسپښين او مازيګر او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې په يو ځاي وکړل. نو يو کس له ابن عمر نه پوښتنه وکړه ولې پيغمبر(ص) دغه کار وکړ؟ ځواب يې ورکړ د دې لپاره چې خپل امت په کړاو او زحمت کښې پرې نه باسي که څوک وغواړي چې دوه لمونځونه په يو ځاي وکړي.
20. همداراز په کنز العمال کښې لولو:
"عَن جابر أنّ النبی صلی الله عليه (واله) وسلم جمع بين الظهر والعصر بأذان و اقامتين[24]
جابر بن عبدالله وايي پيــــــــغمبر(ص) د مـــــــــــــاسپښين او مازيګر
لمونځونه په يو ځاي وکړل په دوو اقامتونو او يو اذان سره.
21. په کنز العمال کښې د دغه ايت يادونه شوې ده:
"عَن جابر أنّ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم غربت له الشمس بمکة فجمع بينهما [25]بسرف.[26]
جابر بن عبدالله وايي: په داسې حال کښې چې پيغمبر(ص) په مکه کښې ؤ لمر پريوته او که چې "سرف" سيمې ته ورسيد د ماښام او ماسخوتن لمونځونه يې په يو ځاي وکړل"
په کنز العمال کښې له ابن عباسه داسې راغلي دي:
"جمعَ رسول الله صلی الله عليه (واله) وسلم بين الظهر والعصر، والمغرب والعشاء بالمدينة فی غير سفر و لا مطرٍ، قال: قلتُ لابنِ
عباس لم تراه فعل ذلك؟ قال اراد التوسعة علی امته[27]
پيغمبر(ص) په مدينې کښې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وکړل بې له دې چې په سفر کښې وي يا باران وريږي راوي وايي: له ابن عباسه مې وپوښتل ولې پيغمبر(ص) دوه لمونځونه په يو ځاي وکړل؟ ابن عباس ځواب راکړ: ځکه چې پيغمبر(ص) غوښتل د خپل امت په عمل کښې اساني او راحتي راولي.
نتيجه:
اوس د دغو روايتونو په رڼا کښې د هغو روښانه دليلونو يوه نتيجه او راغونډونه کوو چې د شيعه ؤ له نظره د دوو لمونځونو په يو ځاي د کولو د تفسير په صحيح والي ګواهي ورکوي.
1. په يوه وخت د دوو لمونځونو کول د چارو د اسانتيا لپاره او د کړاو او زحمت د مخنيوي لپاره:
ډېر روايتونه په دې خبره ګواهي ورکوي چې که د ماسپښين او مازيګر د لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو په يو ځاي کول جايز نه وي د مسلمانانو په چارو کښې د کړاو او زحمت سبب کيږي نو پيغمبر(ص) د مسلمانانو په چارو کښې د يو ډول د اسانتيا او راحتۍ د راوستلو لپاره په يو ځاي د دوو لمونځونو کول جايز کړل په دې هکله لسم، شپاړسم، نولسم او دوه ويشتم حديثونو ته مراجعه وکړئ.
څرګنده ده چې که د دغو روايتونو مقصد دا وي چې که د ماسپښين او مازيګر لمونځونه د هغه اخري وخت (يعنې هغه وخت ته نزدې چې د هر څيز سيورے د هغه په اندازه شي) د اهل سنتو په نزد ځنډول کيدے شي او د مازيګر لمونځ د هغه د وخت په پيل کښې کيدے شي په دې ډول چې دواړه لمونځونه يو ځاي او په عين حال کښې په خپل خپل وخت کښې وشي. دا کار نه يوازې د اسانتيا او راحتۍ سبب کيږي نه بلکې د لا ډېر کړاو او سختۍ سبب دے حال دا چې د دواړو لمونځونو په يو ځاي د ادا کولو مقصد په چارو کښې اسانتيا او راحتي ده. په دې بيان سره معلوميږي چې مقصد دا دے چې دواړه لمونځونه د هغه په ټول مشترک وخت کښې لکه د وخت په پيل کښې يا په پاي کښې ادا کيدے شي نه دا چې يو لمونځ د هغه په اخر وخت کښې او بل لمونځ د هغه په لومړي وخت کښې ادا شي.
2. په عَرَفې کښې د دواړو لمونځونو يو ځاي کول د هغو د يو ځاي کولو د طريقې ښودنه کوي.
ټولو اسلامي ډلو په عرفې کښې په يو وخت د ماسپښين او
مازيګر د لمونځونو يو ځاي کول جايز ګڼلي دي[28] له بل پلوه ځينې روايتونه په دې معنا ګواهي ورکوي چې په نورو ځايونو کښې د دوو لمونځونو يو ځاي کول هم په دغه (عرفې) طريقې دي او له دې نظره د عرفې يا غير عرفې د ورځې يا د عرفې او غير عرفې په ځمکه فرق نه کوي په دې هکله اتلسم حديث ته مراجعه وکړئ.
په دې اساس لکه څرنګه چې په عرفې کښې د ټولو مسلمانانو په اتفاق نظر د ماسپښين او مازيګر لمونځونه په يو ځاي د ماسپښين په وخت کښې کولے شو هم دا شان په غير عرفې کښې
يې هم په دې ډول يو ځاي کول جايز دي.
3. په سفر کښې د دوو لمونځونو تر مينځ د يو ځاي کولو طريقه، د دوو لمونځونو د جمع (يوځاي کولو) د کيفيت بيانوونکې ده.
له بل پلوه حنبلي، مالکي، او شافعي فقيهانو په سفر کښې د دوو لمونځونو يو ځاي کول جائز ګڼلي دي او له بلې خوا ذکر شوي روايتونه جوتوي چې په دې زمينه کښې په سفر او حضر کښې څه فرق نيشته او پيغمبر(ص) به هم په سفر او هم حضر کښې دوه لمونځونه په يو ځاي کول.
په دې مورد کښې دريم، يولسم، ديارلسم، نولسم او يوويشتم
روايتونو ته مراجعه وکړئ په دې اساس لکه څرنګه چې په سفر کښې د دوو لمونځونو په يو ځاي کول (هماغه ډول چې شيعه يې وايي) جائز دي په حضر کښې هم جائز دي.
4. د اضطرار په حالت کښې د دوو لمونځونو په يو ځاي د کولو طريقه د اختيار په حالت کښې د هغو د يو ځاي کولو د طريقې بيانوونکې ده.
د صحاح او مسانيدو ډېر روايتونه په دې خبره ګواه دي چې پيغمبر(ص) او د هغه حضرت(ص) اصحابو په اضطراري موقعو کښې لکه د باران، له دښمنه د ويرې او يا د ناروغۍ په حالت کښې دواړه لمونځونه، لکه څنګه چې شيعه وايي په يو ځاي او يو وخت کول نو ځکه د اسلامي فقهو ډېرو فقيهانو په ځينو اضطراري حالتونو کښې په يوه ځاي د دواړو لمونځونو کولو اجازت ورکړے دے حال دا چې لومړي روايتونه جوتوي چې له دې نظره هم د اضطرار په حالت او د اختيار په حالت کښې څه فرق نيشته او پيغمبر(ص) له باران او ويرې پرته په نورو موقعو هم دوه لمونځونه په يو ځاي کول په دې هکله دريم، يوولسم، دولسم، او دوه ويشتمو روايتونو ته پام وکړئ.
5. د پيغمبر(ص) د اصحابو طريقه د دوو لمونځونو د يو ځاي کولو د کيفيت ښوونکې ده په نوموړو روايتونو کښې دې ټکي ته متوجې کيږو چې د پيغمبر(ص) ډېرو اصحابو دوه لمونځونه په يو ځاي او يو وخت کول. لکه عبدالله بن عباس د ماښام لمونځ دومره وځنډاوه چې فضا تياره شوه او د اسمان ستوري ښکاره شول او نورو چې به هر څومره وويل چې لمونځ، لمونځ، هغوي به توجه نه کوله او اخر يې د شپې د يوې برخې له تېريدو وروسته د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي وکړل او د اعتراض کوونکو په ځواب کښې يې وويل زه شاهد او ناظر وم چې د خداي رسول هم داسې لمونځ وکړ او ابوهريره هم د ابن عباس خبره تاييده کړه. په دې هکله دوهم، اووم، نهم او پينځلسم حديثونو ته مراجعه وکړئ.
د دغو روايتونو په رڼا کښې هيڅ شک نه پاتې کيږي چې ابن عباس په هغه طريقې سره چې شيعه پرې عقيده لري دواړه لمونځونه له هغو د يوۀ په وخت کښې ادا کړل.
له يوويشتم حديثـــــه ښه معلوميږي چې پيغمبر(ص) د ماښام په
وخت لا په مکه کښې ؤ او د ماښام لمونځ يې وځنډاوۀ تر دې چې په "سرف" سيمه کښې يې چې د مکې په نهه کلومټرۍ کښې پرته ده دواړه لمونځونه يعنې د ماښام او ماسخوتن په يو ځاي وکړل. حال دا چې څرګنده ده چې که هغه حضرت(ص) د ماښام د وخت په اول کښې هم له مکې روان شوے وے دې ته په پام سره چې د هغه وخت کښې د سفر وسائل ابتدايي او سست رفتاره وو، طبعاً د شپې يوه برخه به تيره شوې وي چې پيغمبر(ص) سرف ته رسيدلے وي نو پيغمبر(ص) د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يو ځاي د ماسخوتن په وخت کښې وکړل.
د نوموړو روايتونو چې ټول د اهل سنتو له سرچينو او اصحابو او مسانيدو راخستل شوي له ټولګې د شيعه ؤ د نظر يې سموالے معلوميږي او هغه دا چې جائزه ده چې د ماسپښين او مازيګر لمونځونه او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په يوه وخت په هغه شرائطو سره چې تېر شول او په ټولو حالاتو او ځايونو کښې په دغه طريقې سره ادا شي او د هغو د ادا کولو روا والے ثابتيږي.
[1] . اقتباس له "الفقه علی المذاهب الاربعه" کتاب الصلوة، الجمع بين الصلاتين تقديماً و تأخيراً
[2] . مسند احمد بن حنبل لومړے ټوک 221مخ.
[3] . مسند احمد لومړے ټوک 251مخ.
[4] . موطأ مالک کتاب الصلوة بيروت دريم چاپ 125مخ 178حديث، صحيح مسلم 2ټوک 151مخ بيروت چاپ باب الجمع بين الصلواتين فی الحضر.
[5] . موطأ مالك، کتاب الصلوة، 134مخ 176حديث بيروت چاپ دريم 1403هـ کال صحيح مسلم مصر چاپ 2جزء 152مخ.
[6] . موطأ مالک کتاب الصلوة بيروت چاپ (دريم) 125مخ 177 حديث.
[7] . موطأ مالک کتاب الصلوة 126مخ، 175حديث.
[8] . تېر سند 125مخ، 179حديث.
[9] . تېر سند 125مخ 181حديث.
[10] . شرح زرقانی بر موطأ مالک مصر چاپ اول جز باب "الجمع بين الصلاتين فی الحضر والسفر 294 مخ.
[11] . تېر سند 294مخ.
[12] . صحيح مسلم، دوهم جز مصر چاپ 151مخ، باب الجمع بين الصلاتين فی الحضر.
[13] . تير سند د دې حديث په اړه.
[14] . تېر سند 152مخ.
[15] . تېر سند 152 مخ د همدې حديث په هکله.
[16] . صحيح بخاری لومړے جز 110مخ کتاب الصلوة باب "تاخير الظهر الی العصر" مصر چاپ نسخه اميريه، 1314هـ .
[17] . تير سند
[18] . صحيح بخاري اوله برخه کتاب الصلوة باب ذکر العشاء 113مخ مصر چاپ 1314هـ کال.
[19] . صحيح مسلم دوهم جزء 153مخ با الجمع بين الصلاتين فی الحضر.
[20] . صحيح مسلم دوهم جزء 151مخ مصر چاپ.
[21] . تير سند 152مخ.
[22] . موطأ مالک بيروت دريم چاپ 125مخ 180حديث.
[23] . کنز العمال کتاب الصلات الباب الرابع فی الصلاة المسافر، باب جمع، 8ټوک 246مخ په حلب کښې لومړے چاپ 1391هـ کال.
[24] . کنز العمال کتاب الصلوة، الباب الرابع فی صلوة المسافر، باب جمع 8ټوک 248مخ لومړے چاپ (حلب)
[25] . سرف د مکې په نهه کلوميټرۍ کښې يوه سيمه ده (کنز العمال د دغه حديث نه لاندې راوړي ده).
[26] . تېر سند
[27] . کنز العمال کتاب الصلوة، الباب الرابع، باب جمع 8ټوک.
[28] . الفقه علی المذاهب الاربعه، کتاب الصلاة، الجمع بين الصلاتين، تقديماً و تأخيراً.