ولې پر محمد (ص) د صلوة او درود په وخت د هغه حضرت آل هم په واو سره عطف کوئ او ذکر کوئ او وايئ * اللهم صل علی محمد و آل محمد؟
ځواب:
دا خبره منل شوي او مسلمه ده چې د خداي رسول صلی الله عليه و اله وسلم پخپله په خپل ځان د درود استولو طريقه مسلمانانو ته ښودلې ده. کله چې دا ايت (إِنَّ اللهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلـٰی النَّبِيِّ يَا اَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً)[1] نازل شو مسلمانانو پوښتنه وکړه چې مونږ څرنګه درود ووايو؟ د خداي رسول وفرمايل (لا تصلوا علی الصلوة البراء) په ما نيمګړے درود او صلوات مه ليږئ. بيا يې پوښتنه وکړه. نو څرنګه درود
ووايو؟ وي فرمايل: اللـــــــــــــــــــــهم صل علی محمد و آل محمد[2] د پيغمبر اکرم د اهل بيتو شان دومره لوړ دے چې شافعي په خپل مشهور شعر کې وايي:
يا اهل بيت رسول الله حبکم ـــــــــــــ فــرض من الله فی القران انزله
کفاکم من عظيم القدر انکم ـــــــ من لم يصل عليکم لا صلاة له [3]
ـــ اي د پيغمبر کورنۍ ستاسو محبت فرض دے چې خداي تعالی هغه په قران کې فرض کړے دے.
ــ ستاسو په ستر توب او د مقام په لوړاوي همدومره بس چې هر کس په لمانځه کې په تاسو درود ونه ليږي د هغه لمونځ نه قبليږي.
[1] . سوره احزاب ايت 56
[2] . الصواعق المحرقه (ابن حجر) دوهم چاپ (مکتبة القاهره) مصر يوولسم باب لومړےفصل 146 مخ او مثال يې په (الدر المنثور) 5 ټوک د احزاب سورې د 56 ايت په تفسير کې د محدثانو د صحاحو او مسانيدو ليکونکو لکه عبد الرزاق، ابن ابي شيبه او احمد او بخاري او مسلم، ابو داوود، ترمذي، نسايي، ابن ماجه، ابن مردويه او کعب ابن عجرة له پيغمبر اکرم(ص) نقل کړے دے
[3] . الصواعق المحرقه 11 باب 148 مخ له لومړي فصله او اتحاف (شبروي) کتاب 29 مخ او (مشارق الانوار) حمزاوي مالکي 88 مخ، والمواهب (زرقاني) او الاسعاف (صبان) 119 مخ