next

دوهمه پوښتنه

back

د شيعه مطلب څه دے؟

 ځواب:

 شيعه د عربۍ لغت کې د پيرو او منونکي په معنا دے قران مجيد فرمايي: (( و اِن مِن شِيعَتِهِ لَإِبْرَاهِيمَ﴾  [1]

د نوح يو منونکے ابراهيم عليه السلام دے خو د مسلمانانو په اصطلاح کې شيعه هغې ډلې ته وايي چې باور لري د خداې رسول حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم له خپل رحلته مخکې په ډيرو ځايونو کې خپل ځاې ناستے او د مسلمانانو خليفه ټاکلے ؤ منجمله د هجرت په لسم کال د ذې الحجې په اتلسمه نيټه چې د ((غدير)) په ورځ مشهوره ده په يوې لوې غونډې کې يې خپل خليفه په ګوته کړ او هغه يې له ځانه وروسته د سياسي ، علمي او ديني مرجع په توګه وټاکه:

د دې خبرې د نور وضاحت له پاره به ووايو چـــــــــــــې له ګران رسول

 وروسته مهاجر او انصار په دوو ډلو وويشل شول.

1ـ يوه ډله عقيده لري چــــــې د خداې پــاک پيغمبر اکـــــرم د خلافت

 مسلې ته بې پامي نه ده کړې او خپل ځاې ناستے

 يې ټاکلے دے او هغه هماغه علي بن ابي طالب دے يعني لومـــړنے

 کس چې په  پيغمبر يې ايمان راوړے ؤ.

دغه کسان چې مهاجر او انصار په کې شامل وو او په سر کې د بني هاشمو ټول شخصيتونه او يو شمير لوي اصحاب لکه سلمان، ابوذر، مقداد، خباب بن ارت او داسې نور وو په هم دې عقيده پاتې شول او دوي ته د علي عليه السلام د شيعه ؤ نوم ورکړے شو.

البته دا لقب د خداې ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په خپل ژوند کې د امير المؤ منين منونکو او پيروانو ته ورکړے ؤ هلته چې علي بن ابي طالب ته په اشارې سره فرمايي:

(( والذی نفسی بيده، ان هذا و شيعته لهم الفائزون يوم القيامة)[2]

قسم په هغه ذات چې زما ژوند د هغه په لاس کې دے هغه (علي (ع) او منونکي يې د قيامت په ورځ کامياب دي.

 په دې اساس شيعه د اسلام د لومړيو وختونو د مسلمانانو هغه ډلې ته وايي چې د ولايت د مقام د تنصيص والي او د پيغمبر اکرم له لوري د ټاکل کيدو د عقيدې په وجه په دغه نامه مشهوره شوه او دغه کسان نن هم د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله د اهل بيتو په پيروي او د وصايت په لاره باقي پاتي دي ـ

د شيـــــعه مــــــقام او پوزيشن له هــــــــــــم دې ځايه او هــــــم دې لارې

 معلوميږي او په دې وينا سره د ځينو جــــــاهلو يا غرضي جهـــــــــل

کوونکو د خبري باطل والے ثابتيږي چـــــــې وايي شيعه په وروسته

 وختونو کې پيدا شوي دي.

د شيعه ؤ د تاريخ څخه د زياتې اشنايۍ او معلوماتو له پاره دغو کتابونو ته مراجعه وکړئ (اصل شيعه و اصولها) ( المراجعات) (اعيان الشيعه)

2: يوه بله ډله په دې نظر وه چې د خلافت مقام انتخابي مقام دے له دې امله يې له حضرت ابوبکر سره بيعت وکړ او وروسته په اهل سنت يا تسنن مشهور شول او نتيجه دا شوه چې د دواړو اسلامي ډلو تر مينځ په اصولو کې له زياتو مشترکاتو سره سره د پيغمبر اکرم د جانشينۍ اوخلافت په مسله اختلاف پيدا شو او د دغو دواړو ډلو لومړي کسان مهاجر او انصار وو.


[1] . صافات 83

[2] . جلال الدين سيوطي در المنثور 6 ټوک د سوره بينه د اووم ايت ( ان الذين آمنوا و عملوا الصالحات اولئک هم خير البريه په تفسير کې

 

index