next

څلور ديرشمه پوښتنه

back

آيا د خداي د وليانو په غيبي قدرت عقيده شرک دے؟

 ځواب:

 روښانه ده چې هر کله انسان له بل چا يو کار وغواړي، هغه د دغه کار په کولو توانمن او وسيال ګڼي او دا توانمني په دوه ډوله ده:

1 . په دغه توانمنۍ او وس خبريدل د مادي او طبيعي ځواک په دائرې کښې ده مثلاً دا چې له چا وغواړو چې د اوبو لوښے مونږ ته راکړي.

2. او کله هم دغه طاقت غيبي طاقت دے او د مادياتو له چوګاټه بهر دے مثلاً دا چې که څوک عقيده ولري چې د خداي نازولے بنده لکه حضرت عيسٰی بن مريم د لا علاجه ناروغيو درملنه کولے شي او په خپل مسيحايي دم سره د صعب العلاجه ناروغيو علاج کولے شي. روښانه ده چې په دغه ډول غيبي قدرت عقيده که د خداي په اراده او قدرت تکيه ولري په طبيعي او مادي طاقت د عقيدې په شان ده او هيڅکله د شرک سبب نه کيږي ځکه هغه رب چې انسانانو ته يې مـــــــــادي او طبيعي طاقت

 ورکړے دے، ځينو بندګانو ته غيبي طاقت هم ورکولے شي.

اوس د دغه ځواب د وضاحت لپاره وايو چې د خـــــداي د وليانو او

غوره کسانو په غيبي طاقت عقيده په دوو طريقو تصور کولے شو.

1. د يو کس په غيبي طاقت عقيده خو په دې ډول چې هغه کس په دغه طاقت کښې خپلواکه او د خداي له ارادې او قدرته ازاد وګڼو په دې ډول چې هغه ته د خداي د کار نسبت ورکړو.

په دې کښې شک نيشته چې په دغه ډول مستقل طاقت چې د خداي له ارادې بهر وي ، عقيده لرل د شرک سبب کيږي ځکه چې په دې بڼه کښې مونږ بې له خدايه بل کس د مستقل طاقت سرچينه او اصل ګڼو او هغه ته د خداي د کار نسبت ورکوو حال دا چې د ټول طاقت او کارونو سرچينه د نړۍ پروردګار او د هغه لايزال ذات دے.

2. د خداي د ځينو غوره بندګانو په غيبي قدرت عقيده په دې عقيدې سره چې دغه طاقت د خداي لايزال له طاقته سرچينه اخستې ده او د خداي وليان د خداي په امر د دغه طاقت د تجلۍ او ښکاره کولو يوازې وسيله دي او په خپلو کارونو او غيبي طاقت کښې په لوي پروردګار تکيه لري.

روښانه ده چې دا ډول عقيده په دې معنا نه ده چې مونږ الهي وليان نعوذبالله خداي وګڼو يا ورته د خداي د کار نسبت ورکړو کــــــــه چې په دې بڼه کښې د خداي صالح بندګان د خداي په اذن

 او د هغه په ارادې خپل خداي ورکړے غيبي طاقت ښيي.

قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:

"و مَا کَانَ لِرّسولِ أن يَأتِیَ بآيةٍ إلاّ بإذنِ الله".[1]

هيڅ پيغمبر کومه معجزه نه شي راوړلے مګر د خداي په اذن.

په دې بيان سره ښه معلوميږي چې داسې عقيده نه يوازې دا چې د شرک سبب نه ګرځي بلکې د توحيد او يو خداي مننې له اصل سره بشپړه هماهنګه ده.

 

د قرآن له نظره دخداي د اولياوو غيبي طاقت

د اسلام آسماني کتاب په ډېر صراحت سره د خداي د ځينو غوره بندګانو نوم اخلي چې د خداي په اذن يې داسې حيرانوونکے طاقت درلود دلته دغو ځينو غيبي طاقتونو ته اشاره کوو.

 

1. د حضرت موسٰی غيبي طاقت

خداي تعالیٰ خپل پيغمبر موسٰی ته امر وکړ چې خپله امسا(عصا) په يو کاڼی ووهي چې ورځينې د خوږو اوبو چينې روانې شي.

"وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْناً"[2]

او هــــغه وخت چې موسی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې هغه ته

مو وويل په خپلې امسا سره دغه کاڼے ووهه، نو له هغه ډېرې دولس د اوبو چينې روانې شوې"

 

 

2 . د حضرت عيسٰی غيبي قدرت

د حضرت عيسی غيبي قدرت د قرآن په مختلفو ځايونو کښې راغلے دے چې ځينو ته يې اشاره کوو:

"أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْراً بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِـي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ"[3]

زۀ ستاسو په وړاندې د خټې نه د مارغه په شان يو شکل جوړوم. بيا په کښې پوکې ورکوم، نو هغۀ به د خداې په حکم مارغۀ شي. او پيدايشې ړوند او برګ روغوم، او د الله په حکم مړي ژوندي کوم.

 

3. د حضرت سليمان غيبي طاقت

قرآن مجيد د هغه غيبی طاقت په هکله چې حضرت سليمان درلود داسې فرمايي:

"و ورثَ سُلَيمان داوودَ وَ قَالَ يا اَيّها الناسُ عُلِمنَا مَنطِقَ الطَيرِ و

 اوتينٰا مِنْ کُلّ شَيئٍ إنّ هٰذا لهوالفضلُ المبين".[4]

سليمان د داوود وارث شو او داسې يې وويل اي خلکو مونږ ته د

 مارغانو ژبه وښودل شوه او هـر نعمت مــــــونږ ته راکــــړل شو دا ښکاره فضل او بخشش دے.

په دې کښې شک نيشته چې ځينې کارونه لکه له کاڼي سره د حضرت موسیٰ امساء لګيدلو سره د اوبو د چينو روانيدل، يا له خټې د ژوندي مارغه جوړول د لاعلاجه ناروغيو درملنه او د مړيو ژوندي کول چي حضرت عيسی به کول، يا د حضرت سليمان د مارغانو په ژبه پوهيدل داسې چارې دي چې خارق العاده او له طبيعي بهير پورته دي او يو ډول غيبي قدرت او سلطه ګڼل کيږي.

نو کله چې قرآن مجيد په دغو آيتونو او نورو آيتونو کښې د خداي د غوره بندګانو د غيبي طاقت خبره کوي آيا په دغو آيتونو زمونږ عقيده چې د خداي د وليانو د لوي او خارق العاده طاقت ښودنه کوي په دين کښې بدعت يا د شرک سبب کيږي؟

په دې بيان سره ښه څرګنديږي چې د صالحو بندګانو په غيبي طاقت د عقيدې مطلب دا نه دے چې هغوي خداي وګڼل شي يا هغوي ته د خداي د کارونو نسبت ورکړل شي ځکه چې که دغه ډول عقيده د هغوي د الوهيت يا خدايۍ په معنا وي نو بايد ووايو چې حضرت موسیٰ، عيسیٰ او سليمان د قرآن له نظره خدايان او د يوتاګان ګڼل شوي دي. حال دا چې ټول مسلمانان پوهيږي چې قرآن مجيد الهي اولياء د خداي غوره بندګان ګڼي.

تر دې ځايه معلومه شوه چې د خداي د نزدې کسانو په غيبي طاقت عقيده که مونږ د هغوي طاقت د خداي په طاقت متکي او د هغه بې پايانه قدرت له برکته وګڼو او هغوي د خداي د قدرت د څرګندولو وسيله وګڼو، دا کار نه يوازې د شرک سبب نه کيږي بلکې د حقيقي توحيد له اصل سره بشپړ سمون خوري ځکه چې د توحيد او يو خداي مننې معيار دا دے چې د نړۍ ټول ځواکونه د خداي قدرت وګڼو او هغه ذات د ټولو حــــــــــــــــرکتونو او طاقتونو

 سرچينه وګڼو.


[1] . رعد. 38 ايت

[2] . بقره 60.ايت

[3] . ال عمران 49.

[4]  . نمل 16آيت.

 

 

index