آيا شيعه د وتر لمونځ واجب ګڼي؟
ځواب:
د وتر لمونځ د شپې په نوافلو کښې راځي او د دغه لمونځ کول د مسلمانانو او د رسول الله مبارک د منونکو لپاره مستحب دي.خو شيعه فقيهانو د کتاب او سنت په رڼا کښې د پيغمبر(ص) د ځانګړنو د ځينو چارو يادونه کړې ده چې يوه ځانګړنه (خصوصيت) پکښې په پيغمبر(ص) د نماز وتر واجب کيدل دي.
علامه حلی په خپل کتاب تذکرة الفقهاء کښې اويا څيزونه د پيغمبر(ص) خصوصيات او ځانګړتياوې بيان کړي (چې يوازې په هغوي واجب دي) او د خپلو خبرو په پيل کښې داسې وايي:
"فأمَا الوَاجِبَات عَليهِ دُون غَيره مِن اُمته اُمُورٌ: الف: السواک، ب: الوتر، ج: الأُضحيه، رُوِیَ عنه(ص) أنه قال ثَلاثٌ کتب علی و لم تکتب عليکم، السواک، و الوتر و الاُضحيه…"[1]
هغه څه چې يوازې په رسول الله مبــــــــارک واجب دي نه د هغه په
امت څو څيزونه دي: الف: مسواک کول، ب: د وتر لمونځ، ج: قرباني کول، له رسول الله(ص) روايت دے چې وې فرمايل: درې څيزونه پر ما واجب شول نه پر تاسو: مسواک کول، د وتر لمونځ او قرباني کول.
په دې اساس د شيعه ؤ له نظره وتر لمونځ په پيغمبر(ص) واجب دے او په نورو مسلمانانو مستحب.
[1] . تذکرة الفقهاء 2ټوک کتاب النکاح څلورمه سريزه.