next

څلورويشتمه پوښتنه

back

آيا بې له خدايه د بل چا قسم خوړل شرک دے؟

 ځواب:

د توحيد او شرک د اصطلاحاتو تفسير بايد د قرآن په ايتونو او سنت کښې ولټوو ځکه چې قرآن مجيد او د رسول الله مبارک سنت له باطله د حقو او له شرکه د توحيد د پيژندلو تر ټولو ښه معيار دے.

په دې بنياد غوره ده چې هر فکر او کړچار د بيدار ضمير په وړاندې او د وحي د منطق او د پيغمبر(ص) د ژوند د طريقې او سنتو په پارسنګ سره وجاجوو.

اوس د دې خبرې لپاره چې بې له خدايه د بل چا په نامه قسم خوړل جايز دي خپل روښانه دليلونه له قرآن او سنته رواړو.

 

1.قرآن مجيد په خپلو تل پاتې ايتونو کښې ځاي په ځاي په ځينې عزتمنو خلقتونو لکه "د رسول الله مبارک په ځان" د "انسان په روح، قلم، چې د ليکلو سمبول دے، لمر، سپوږمۍ، ستوري، شپه او ورځ، اسمان، او ځمکې، وخت، غرونو او

سمندر قسم خوړلې دے چې دلته يې ځينې ايتونو ته اشاره کوو:

الف: لَعَمرُكَ إنّهُم لَفی سُکرَتِهِم يَعمَهون.[1]

اي پيغمبره ستا په ځان قسم هغوي په مستۍ (خپلو نفساني خواهشاتو) کښې لالهانده دي.

ب: "وَالشّمسِ وَضحٰيها، والقَمَرِ إذا تلٰيها، والنّهارِ إذا جلّيٰها وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَيهَا والسّماءِ  وَ ما بَنيٰها، والارضِ و ما طحيٰها و نَفسٍ و ما سوّيٰها فاَلهَمَهَا فُجُورَها و تَقويٰها"[2]

قسم په نمر او د هغه په وړانګو، او قسم په مياشته کله چې له لمره وروسته بهر راوځي، او قسم په ورځ کله چې نړۍ رڼا کړي او قسم په شپه کله چې په نړۍ توره پرده وغړوي، او قسم په اسمان او هغه چا چې اسمان يې هسک وګرځاوۀ ، او قسم په ځمکه او هغه چا چې هغه يې پراخه کړه او قسم په ځان (انسان) او هغه چا چې هغه يې په غو ره شکل پيدا کړ او هغه ته يې نيک او بد وښودل.

ج: وَالنَجمِ إذَا هَویٰ.[3]

قسم په ستوري کله چې راکوز شي.

د: ن وَ القَلَمِِ وَ مَا يَسطُرُون.[4]

قسم په قلم او هغه څه چې ليکي.

هـ : وَالعَصرِ إنّ الاِنسانَ لَفِی خُسر[5]

قسم په زمانه انسان په تاوان کښې دے.

و: والفَجر وَ ليالٍ عَشر[6]

قسم په سهار (څرک) او لسو شپو.

ذ:﴿وَالطُّورِ﴾﴿وَكِتَابٍ مَّسْطُورٍ﴾﴿فِى رَقٍّ مَّنشُورٍ﴾﴿وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ﴾
﴿وَالسَّقْفِ الْمَرْفُوعِ﴾﴿وَالْبَحْرِ الْمَسْجُورِ﴾
.
[7]

قسم د طور سينا په غرۀ، قسم په ليکلي شوي کتاب (قرآن) په منشورې صحيفې کښې قسم په بيت معمور (ودان کور) قسم په هسک شوي  چت او قسم په څپانده سمندر.

همداراز په نازعات، مرسلات، بروج، طارق، بلد، تين او ضحی سورتونو کښې د پنځون په نښو او سمبلونو قسم خوړل شوے دے.

په دې کښې شک نيشته چې که بې له خدايه په بل چا قسم خوړل  د شرک او دوګانه پرستۍ سبب ګرځيدے قرآن مجيد به چې د توحيد او يو خداي مننې تل پاتے منشور دے دا کار نه کاو، او که فرض کړو داسې قسمونه يوازې له خداي سره مخصوص  وو (يعنې صرف خداي داسې قسمونه خوړلے شي نه نور څوک) نو بايد د قرآن په آيتونوکښې د دې خبرې يادونه  شوې وے چې غلطي نه رامنځته کيدے.

2: د نړۍ ټول مسلمانان رسول الله مبارک خپله اسوه او بيلګه ګڼي

 او د هغه حضرت(ص) د ژوند رودې سنتو او عمـــــــل ته له غلطو د

 صحيح کارونو د معلومولو او تشخيص د معيار په سترګه ګوري.

مسلمانو محققانو او د صحاحو او مسندونو ليکوالو ډېر داسې روايتونه ذکر کړي دي چې په هغوي کښې رسول الله مبارک يې له خدايه په نورو څيزونو قسمونه خوړلي دي.

د حنبلي مذهب مشر احمد بن حنبل په خپل مسند کښې له رسول الله مبارک داسې روايت کړي:

فَلَعُمرِی لَإن تَکَلّمَ بِمعروفٍ وتَنهیٰ عَن مُنکَرٍ خيرٌ مِن أن تَسکُت.[8]

زما په خپل ځان قسم که امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړې تر دې بهتره ده چې غلے کښينې.

مسلم بن حجاج په خپل صحيح کښې چې له شپږو صحيحينو يو صحيح دے ليکلي دي:

 "جاءَ رَجُلٌ الی النّبیّ (ص) فَقَالَ يا رَسول الله ای الصدقة اَعظَمُ أجراً؟ فقالَ : أما و أبِيکَ لتُنَبِأنّهُ أن تَصدق و  أنت صحيح شحيح

 تخشی الفقر و تأمل البقاء"[9]

يو کس له پيغمبر اکرمه (ص) پوښتنه وکړه د کومې صدقے جزا ډيره لويه ده پيغمبر اکرم وفرمايل د ستا په پلار مې دې قسم وي چې ته به د هغې صدقے نه خبر شې او هغه دا چې انسان د روغتيا په حالت کې له فقر يَرې او د بقاء په اميد سره صدقه ورکړي.

ايا هغه کسان چې د نړۍ د مسلمـــــــــانانو يوه لويه ډله ده يوازې په

غير خدا باندې د قسم خوړلو له امله مشرک ګڼي نو پيغمبر اکرم (چې د يو سړي په پلار يې قسم وخوړ) دا څرګنده عمل به دوي څرنګه توجيهوي.

3. د خداي د کتاب او د پيغمبر(ص) له سنتو ورتېره د پيغمبر(ص) د نزدې يارانو او اصحابو کړچار هم له خدايه پرته په بل چا د قسم خوړلو د جايزوالي ښودنه کوي. حضرت علی (ع)په خپلو ډېرو قيمتي ويناوو کښې په خپل ځان او روح سوګند خوړلے دے هلته چې فرمايي:

وَلَعَمری لَيَضعَفَنّ لَکُم التّيه مِن بعدی اَضعافاً.[10]

زما په خپل ځان (روح) قسم له ما وروسته به ستاسو لالهاندي (سرګرداني) څو چنده شي.

او په يوۀ بل ځاي کښې فرمايي:

وَ لَعَمری لاِن لَم تَنزَع عَن غيّك وَ شِقاقِكَ لَتَعرِفَنّهُم عَن قَلِيلٍ يطلبونَك.[11]

په خپل ځان (روح) مې قسم که له خپلې ګمراهۍ او سخت زړه والي لاس وانه خلې هغوي به وپيژنې چې ستا په لټه کښې دي.[12]

څرګنده ده چې د دغو دومره روايتونو او نصونو په وړاندې هيڅ

 اجتهاد يا استحسان مقابله نه شي کولے او بل هيڅ دليل، په قرآن مجيد کښې د خداي تعالیٰ کړچار، د رسول الله مبارک سنت او د هغه حضرت(ص) د نزدې يارانو لکه امير المؤمنين علی (ع) سيرت غلط وګڼي او هغوي په شرک او د دوو خدايانو په منلو تورن کړي.

 

نتيجه:

له دغو دليلونو ښه معلوميږي چې د خداي د کتاب د پيغمبر(ص) د سنت او د مؤمنانو په سيرت کښې بې له خدايه په بل چا قسم خوړل روا دي او له توحيد او يکتا پرستۍ سره تضاد نه لري.

نو که د يو دليل ظاهر له دې مسئلې سره چې په قطعي دليلونو مو ثابته کړه مخالف وي بايد په دې ډول توجيه او تاويل شي چې د قرآن او روايتونو له دې مسلم اصل سره ټکر ونه خوري او سمون ولري. په دې مسئلې کښې کله کله يو مبهم روايت ته اشاره کيږي چې دلته يې نص ذکر کوو او ځواب يې هم بيانوو.

"إنّ رَسولُ الله سمعَ عمر و هو يقول: وَ أبی، فقالَ إنّ الله يَنهاکم أن تَحلِفوا بِأبائِکُم و من کان حالفاً فَليَحلِف باللهِ او يَسکت.[13]

رسول الله مبارک واوريدل چې عمر په خپل پلار قسم ؤخواړه پيغمبر(ص) وفرمايل: خداي تعالیٰ تاسو په خپلو پلارانو له قسمه منعې کړي يئ څوک چې قسم خوري په خدا دې قسم وخوري يا دې غلې کښيني.

که څه هم دا حديث د قرآن د آيتونو او روايتونو په وړاندې چې بې له خدايه په بل چا قسم خوړل جايز ګڼي دليل او مهم نه شي کيدلے او مقابله نه شي کولے خو که وغواړو چې دغه حديث له نورو حديثونو سره جمع کړو او سمون ورکړو نو ويلے شو چې د پيغمبر(ص) لخوا په خپل پلار له قسم خوړلو د عمر منعې کول يا دهغه په شان د نورو کسانو منعې کول له دې امله دي چې د هغوي پلار نيکونه بت پالي او مشرکان وو او کافر او بت پالے انسان دومره وړتيا او لياقت نه لري چې قسم پرې وخوړل شي او په قسم کښې يې نوم راوړل شي.


[1] . د حجر سورة 72 آيت

[2] . د شمس سورة 1- 8 آيت

[3] . د نجم سورة 1 آيت

[4] . د قلم سورة 1 آيت

[5] .د عصر سورة 1، 2 آيت.

[6] . فجر 1، 2 آيت.

[7] . د طور سورة 1، 6 آيت

[8] . مسند احمد، پينځم ټوک، 224- 225مخونه، حديث بشير بن خصاصيه سدوسی

[9] . صحيح مسلم، دريم ټوک مصر چاپ کتاب الزکوة باب بيان ان افضل الصدقة، صدقة الصحيح الشحيح 93 94 مخونه.

[10] . نهج البلاغه (محمد عبده) خطبه 161.

[11] . نهج البلاغه (محمد عبده) نهم ليک.

[12] . د نورو موردونو او معلوماتو لپاره د نهج البلاغې 168، 182 او 187 خطبو او 6، 54 ليکونو ته مراجعه وکړئ.

[13] . سنن کبری لسم ټوک 29مخ او سنن نسايی اوم ټوک څلورم او پينځم مخونه.

 

index