ولې شيعه خلافت تنصيصي (په نص سره) ګڼي؟
ځواب
: روښانه ده چې د اسلام سپڅلے دين يو نړيوال او هميشنے دين دے، تر هغه وخته چې پيغمبر(ص) ژوندے وي د خلکو مشري د هغوي په غاړه وي او د هغوي له وفاته وروسته د امت غوره او تر ټولو ښه کس ته دا مشري ورکړل شي.
په دې کښې چې ايا له پيغمبر(ص) وروسته د مشرۍ او خلافت مقام تنصيصي دے (چې د خداي په امر او د رسول الله مبارک په صراحت سره ټاکل کيږي) او که نه يو انتخابي مقام دے يعنې خلک يې غوره کوي، دوه نظره موجود دي. شيعه عقيده لري چې د رهبرۍ او خلافت مقام يو تنصيصي مقام دے او د پيغمبر(ص) ځاي ناستے (خليفه) بايد د خداي لخوا وټاکل شي، حال دا چې اهل سنت عقيده لري چې دا يو انتخابي او د خلکو لخوا غوره کيدونکے مقام دے او بايد د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته د هيواد د چارو د چلولو لپاره يو کس غوره کړي.
اجتماعي محاسبات د خلافت په تنصيصي والي دلالت کوي.
شيعه عالمانو د خپلو عقايدو په کتابونو کښې د دې لپاره چې لازمه ده د خلافت مقام د خداي په نص او امر سره وټاکل شي ډېر دليلونه بيان کړي دي خو هغه څه چې دلته يې مطرحولے شو د رسالت د وخت د حالاتو او شرائطو تجزيه او تحليل دے چې د شيعه ؤ د عقيدې د صحيح والي ګواهي ورکوي د پيغمبر(ص) په زمانه کښې د اسلام د داخلي او بهرني سياست د جاجونې تقاضا دا وه چې د رسول ځاي ناستے بايد د خداي په وسيله پخپله د پيغمبر(ص) له لارې غوره شي ځکه چې اسلامي ټولنه پرله پسې د يو مثلث له خطرې سره مخامخ وه (د روم سترواکي، د ايران پاچاهي او د منافقانو خطره) او هغوي د اسلام د ختمولو کوششونه کول همداراز د امت د مصلحت غوښتنه وه چې پيغمبر(ص) د سياسي مشر په ګوته کولو سره ټول امت د بهرني دشمن په وړاندې په يو صف کښې ودروي او د دشمن د نفوذ او پر مسلمانانو د هغه د واک موندلو زمينه چې داخلي اختلافات ورسره مرسته کوي له منځه يوسي.
اوس د دې خبرې وضاحت
د دغه خطرناک درې ګونې (مثلث) يو ګوټ د روم سترواکي (امپراطوري) وه دغه لوي طاقت د عربو د ټاپوزمې په شمال کښې پروت ؤ او هميشه به پيغمبر(ص) له دغه لورې انديښمن ؤ او رسول الله مبارک د ژوند تر وروستو سلګو د روم له خــــــــطرې
انديښمن او فکر من ؤ.
د روم له مسيحي پوځ سره د مسلمانانو لومړے پوځي ټکر د هجرت په اتم کال په فلسطين کښې شوے ؤ په دغه ټکر د "جعفر طيار" زيد بن حارثه او عبدالله بن رواحه په نومونو د اسلامي پوځ درې تکړه کوماندانان شهيدان شوي وواو مسلمانانو سخته ماته خوړلې وه.
د کفر د لښکر په وړاندې د اسلامي لښکر شاتګ د قيصر پوځ زړور کړے ؤ او هره شيبه دا ويره وه چې هغوي په اسلامي مرکز بريد وکړي له دې امله د خداي پيغمبر(ص) د هجرت په نهم کال له لوي او قيمتي لښکر سره د شام د خواوشا په لور وخوځيد چې په خپله د هر ډول پوځي ټکر مشري وکړي په دغه سفر کښې چې ډيرې سختۍ او مشکلات يې لرل د اسلام پوځيان وتوانيدل خپل تير حيثيت بحال او سياسي ژوند تازه کړي دغه ښې کاميابۍ د خداي رسول قانع نه کړ او له خپلې ناروغۍ څو وروځې مخکښې يې د اسلام لښکر د اسامه په کوماندانۍ مامور کړ چې د شام څنډو ته لاړ شي او په ميدان جنګ کښې پاتې شي.
د دشمن دوهم ګوټ (زاويه) د ايران باچاهي وه. تر دې چې د ايران باچا خسرو په سخته غوسه د پيغمبر(ص) ليک وشلوه او د اسلام استازے يې په سپکاوي سره وشاړۀ او د يمن ګورنر ته يې وليـــــــــــکل چې پيغمبر(ص) ونيسي او که ځان نه ورکوي نو وې
وژني.
که څه هم د ايران باچا خسرو پرويز د پيغمبر(ص) په زمانه کښې مړ شو خو د يمن د سيمې ازادي، چې ډېره موده د ايران د حکومت ښکيلاک مينه پاتې شوې وه د ايران د خسروانو له سترګو ليرې نه وو او د هغوي کبر او غرور هيڅکله د يمن د خپلواکۍ اجازه نه ورکوله.
دريم خطر د منافقانو د ډلې خطر ؤ چې پرله پسې د پينځمې ستنې په توګه په مسلمانانو کښې د نفاق په پيدا کولو او په ورانۍ لګيا وو تر دې چې د پيغمبر(ص) د وژلو اراده يې وکړه او وې غوښتل چې هغه حضرت(ص) مدينې ته د تبوک په لاره کښې ترور کړي، ځينو به له ځان سره زمزمه کوله چې د خداي د رسول په مرګ سره به اسلامي غورځنګ ختم شي او ټول به په ارام شو.[1]
د منافقانو د خرابۍ طاقت دومره زيات ؤ چې خداي تعالیٰ د قرآن په ال عمران، نساء، مايده، انفال، توبه، عنکبوت، احزاب، محمد، فتح، مجادله، حديد، منافقين او حشر سورتونو کښې د هغه يادونه کړې ده.[2]
آيا د داسې مزبـــوتو دشمنانو په شتــــون کښې چـــــې اسلام ته په کمين کښې ناست وو صحيح وه چې پيغمبر(ص) د نوې جوړې شوې اسلامي ټولنې لپاره د ديني او سياسي مشرۍ لپاره کوم مشر ونه ټاکي؟
اجتماعي او سياسي محاسبات وايي چې پيغمبر(ص) بايد د مشر او خپل ځاي ناستي په ټاکلو سره له ځانه وروسته د هر ډول اختلاف د جوړيدو مخه ونيسي او د يو مزبوت او کلک دفاعي خط (کرښې) په جوړولو سره اسلامي وحدت بيمه کړي د هر ډول بدې او ناوړه پيښې مخنيوے او د دې خبرې مخنيوے چې د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته هره يوه ډله ووايي چې بايد امير او مشر له مونږ وي يا بې له دې چې پيغمبر(ص) پخپله خپل ځاي ناستے او د مسلمانانو مشر وټاکي په بل څه سره ممکنه نه وه.
دا اجتماعي محاسبات مونږ له پيغمبره وروسته د مشرۍ او خلافت د مقام د تنصيصي والي د نظر يې سموالي او مزبوتوالي ته هدايتوي.
د خداي د رسول د نصوصو ګواهي
د دغه اجتماعي زمينې او اړخونو او دلايلو له امله رسول الله مبارک د بعثت له لومړيو ورځو د خپل عمر تر پايے پورې د جانشينۍ مسئله مطرح کړه او خپل ځاي ناستے يې هم د پيغمبرۍ په پيل کښې په هغو مراسمو او بلنه کښې چې خپلو خپلوانو ته د خپل نبوت د ښکاره کولو لپاره يې برابره کړې وه. او هم د خپل عمر په اخره کښې له حجة الوداع د ستنيدو په وخت په غدير خم کښې ، او په خپل ژوند کښې ټاکلے او په ګوته کړے ؤ چې د دغو نصوصو درې نمونې مو د دوهم لمبر پوښتنې په ځواب کښې د اسلامي عالمانو او محدثانو له کتابونو په اسنادو او مدارکو سره ذکر کړي. د اسلام په لومړيو وختونو کښې اجتماعي شرائطو ته په پام او د خپل ځاي ناستي په توګه د اميرالمؤمنين (علی) د ټاکلو په هکله د رسول الله مبارک نصوصو ته په اشارې سره ښه معلوميږي چې د خلافت د مقام د تنصيصي والي مسئله يوه ضروري مسئله ده.