next

پنځلسمه پوښتنه

back

 بداء څه څيز دے او تاسو پرې ولې عقيده لرئ؟

 

ځواب:

 د بداء لفظ په عربۍ لغت کې د ظاهريدو او ښکاره کيدو په معنا دے او د شيعه پوهانو په اصطلاح کې د يو کس د ښه او غوره کړو په رڼا کې د هغه د برخليک (تقدير) دا طبيعي لارې بدليدلو ته بداء وايي د بداء مسئله د تشيع د خوځنده مکتب يوه اوچته مسئله ده چې د وحي د منطق او د عقل د تحقيق سرچينه لري ـ

د قران مجيد له نظره د انسان له نظره د  خپل برخليک (تقدير) په وړاندې د هغه لاسونه هميشه تړلي نه دي بلکه هغه ته د نيکمرغۍ لاره خلاصه ده او کولے شي چې د حق لارې ته په ستنيدو او ښو کارونو سره د خپل ژوند د انجام لاره بدله کړي له دې امله دا حقيقت د يو پايدار او پراخ اصل په توګه داسې بيانوي  

 إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّی يُغَيِّرُواْ مَا بِاَنْفُسِهِمْ. [1] 

خداي تعالي د يو قوم حالت تر هغه وخته نه بدلوي تر څو چې پخپله يې بدل نه کړي

او په يو بل ځاي کې فرمايي:

وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرَی آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالاَرْضِ.. [2]

که د دغو سيمو خلقو ايمان راوړے وے او پرهيزګار وے نو هغوي ته به مې د اسمان او ځمکې د برکتونو ورونه خلاص  کړي وے.

 او د حضرت يونس عليه السلام د برخليک د بدليدو په حقله فرمايي:

فَلَوْلاَاَنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُسَبِّحِينَ)( لَلَبِثَ فِى بَطْنِهِ إِلَی يَوْمِ يُبْعَثُونَ [3]

نو  که هغه له تسبيح کوونکو نه وے نو د قيامت تر ورځې پورې به هغه د (کب) په خيټه کې پاتې ؤ.

له دغه ايته دا نتيجه اخلو چې د کيسې له ظاهره دا ښکاره کيږي چې يونس پيغمبر به د قيامت تر ورځې پورې په هغه بند ( د ماهي په خيټه کې) باقي وے خو د هغه غوره کړ چار يعني د تسبيح ويلو د حضرت يونس برخليک بدل کړ او هغه يې وژغوره

دا حقيقت په اسلامي روايتونو کې هم منل شوے دے د خداي ګران پيغمبر په دې هکله فرمايي:

اِن الرَجُلَ لَيَحرُم الرِزقَ بِالذَنبِ يُصِيبُهُ وَ لا يَرِد القَدر الا الدُعاء وَ لا يَزِيدُ فِی العُمرِ الا البِر[4]

يو کس د ګناه له امله له خپلې روزۍ محرومه کيږي او هيڅ څيز دغه برخليک او تقدير نشي بدلولے مګر دعا کول او هيڅ هم د هغه عمر نه شي زياتولے مګر نيکي کول ـ

له دغه روايته او داسې نورو روايتونو ښه معلوميږي چې انسان د ګناه او معصيت په وجه له روزۍ محرومه کيږي خو په ښو کارونو لکه دعا سره د خپل برخليک لاره بدلولے شي او هم داسې په نيکۍ سره خپل عمر زياتولےشي.

 

نتيجه:

د قران له ايتونو او سنته دا استفاده کيږي چې ښايي انسان د خپلو کړو او عملونو په چوکاټ کې د طبيعي اسبابو او مسبباتو او د کارونو د رد عمل او عکس العمل د قانون مطابق له خاص تقدير او برخليک سره مخامخ شي. او کيدے شي چې په ځينو موردونو کې ورته د خداي يو ولي لکه پيغمبر يا امام خبر ورکړي په دغه معنا چې که دغه کارونه دې جاري وساتل نو دا تقدير او برخليک دې په تمه دے خو په يو ناڅاپي څرخ او بدلانه کې د هغه سلوک او عمل بدل شي او له دې لارې خپل انجام بدل کړي.

دا حقيقت چې د وحي او سنت له منطق او د عقل سليم نه راخستل شوے دے د شيعه ؤ علماوو په اصطلاح کې (بداء) بلل کيږي.

غوره ده خبر شئ چـــــــې د بداء تعبير د تشيع ځانګړنه نه ده بلکې د

 اهل سنتو په ليکنو او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله وسلم په ويناوو کې هم دا تعبير تر سترګو کيږي. مثلا پيغمبر اکرم په لانديني حديث کې د بداء لفظ استعمال کړے دے

بَد اللهُ عَز وَ جَل اَن يَبتَلِيهِم [5]

يادونه ضروري ده چې بداء د خداي تعالی په علم کې د بدلون په معنا نه ده ځکه چې خداي د انسانانو په طبيعي عمل او هم دا راز هغه عوامل چې د دغه چلند په بدليدو کې تاثير لري چې د بداء سبب کيږي خبر دے او پخپله يې هم په قران مجيد د دې خبر ورکړے دے

يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ اُمُّ الْكِتَابِ.[6]

خداي تعالي هر څه چې وغواړي محو کوي او هر څۀ چې وغواړي

اثباتوي او اصل کتاب (لوح محفوظ) د هغه په نزد دے.

ـ په دې اساس خداي تعالی د بداء د واقع کيدو په وخت هغه حقيقت چې د هغه په نزد له ازله معلوم ؤ. مونږ ته ښکاره کوي. او ځکه امام صادق (ع) فرمايي:

(( مَا بَد اللهُ فِي شَيئٍ اِلا کَانَ فِی عِلمِهِ قَبل اَن يَبدُوا له [7]                               

په هيڅ مورد کې د خداي لپاره بداء ونه شوه مګر دا چې هغه ترې په ازل کې خبر ؤ.

 

د بداء فلسفه:

په دې کې شک نيشته چې که انسان وويني چې لاس يې د برخليک په بدلون کې پرانستے او ازاد دے نو د ښه راتلونکي د جوړولو هڅه کوي او په ښې روحېې او له ډير زيار او حوصله سره د خپل ژوند د ښه کولو کوشش کوي ـ

په بله وينا لکه څنګه چې توبه او شفاعت انسان له نا اميدۍ ژغوري بداء هم د هغه د تازه والي او حوصلې او اميد سبب ګرځي او هغه ښه راتلونکي ته هيله منوي ځکه چې که انسان دا عقيده ولري نو پوهيږي چې د خداي په حکم خپل برخليک بدلولے شي او د ښه راتلونکي او ځلانده مستقبل په لور ګام پورته کولے شي



[1] . سوره رعد ايت 11

[2] . سوره اعراف ايت 96

[3] . سوره صافات ايت 143ـ 144 

[4] . مسند احمد ج 5، ص 277 مستدرک حاکم ج 1 493 مخ، او د دې په شان (التاج الجامع لاصول ) 5ټوک  111 ټوک

[5] . النهايه في غريب الحديث والاثر  ليک مجدالدين مبارک بن محمد جزري لومړے ټوک 109 مخ

[6] . سوره رعد ايت 39

[7] . اصول کافي لومړے ټوک کتاب التوحيد باب البداء حديث 9

index