next

څوارلسمه پوښتنه

back

ايا د نورو بلل او ورته اواز کول د هغوي عبادت او شرک معنا لري؟

 هغه څه چې دغه پوښتنه يې په ذهنونو کې پيدا کړې ده. د قران مجيد د ځينو ايتونو ظاهر دے چې ظاهراً بې له خدايه دبلې چا بلل او ورته اواز کول منعې کوي.

﴿وَاَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ اَحَداً﴾  [1]

ــ جوماتونه د خداي دي نو له خداي سره بل څوک مه غواړئ (مه بلئ)

 په يو بل ځاي کې فرمايي:

وَلاَ تَدْعُ مِن دُونِ اللهِ مَا لاَ يَنفَعُكَ وَلاَ يَضُرُّكَ  [2]

ــ بې له خدايه هيڅوک مه بله (هيچا ته اواز مه کوه) چې نه تا ته ګټه درکوي او نه تاوان))ځينې کسان دغه ايتونه لاسوند او پلـــــمه ګرځوي او وايي چې د خداي د وليانو، پيغمبرانو او صالحو بندګانو بلل هغه هم د هغوي وفاته وروسته شرک او د هغوي عبادت ګڼل کيږي (مثلا يارسول الله ويل يـــــا علي يا حسين وغيره

 شرک دے)؟ مترجم

 

ځواب:

 د دغه پوښتنې د ځواب د روښانه کولو لپاره اول بايد د دوو کلمو يعني دعا او عبادت معنا واضحه کړو. په دې کې شک نيشته چې په عربۍ لغت کې *دعا* لفظ د بللو او ندا او د عبادت لفظ د پرستش او منلو په معنا دے او دا دوه لفظونه هيڅکله د يو بل مترادف او د يو بل په معنا نه شو ګڼلے يعني نه شو ويلے چې هر اواز او بلل يا غوښتل عبادت او پرستش دے ځکه چې:

لومړے: په قران مجيد کې د دعوت لفظ په داسې ځايونو کې استعمال شوے دے چې هيڅ کله نه شو ويلے چې مطلب يې عبادت دے لکه:

﴿قَالَ رَبِّ إِنِّى دَعَوْتُ قَوْمِى لَيْلاً وَنَهَاراً﴾ [3]

(نوح عليه السلام وويل) ای زما ربه ! ما شپه او ورځ خپل قوم (ستا لور ته ) دعوت کړ (وبالۀ) ايا ويلے شو چې د نوح عليه السلام مطلب دا دے چې ما شپه او ورځ د خپل قوم عبادت وکړ.

نو نه شو ويلے چې دعوت او عبـــادت د يو بل هم معنا او مترادف دي او که چا له کوم صالح کس او پيغمبره مرسته وغوښته او يا يې ورته وويل يعني وې بالۀ د هغه عبادت به يې کړے وي. ځکه چې دعوت او ندا تر پرستشه اعم ده.

دوهمه: په دغو ايتونو کې له دعا مطلب مطلق بلل او اواز ورکول نه دي بلکه خاص دعوت او بلنه ده چې کيداي شي چې د پرستش او عبادت له لفظ سره ملازم (تړلے) وي ځکه چې دغه ټول ايتونه د هغو بت پرستانو په هکله نازل شوي دي چې خپل بوتان يې واړه خدايان ګڼل

په دې کې شک نيشته چې بت پرستانو د هغو بوتانو په وړاندې خضوع کوله او ورته يې اواز او استغاثه کوله چې دوي دغه بوتان د شفاعت او مغفرت او داسې نورو څيزونو د حق مالکان ګڼل او هغوي د دنيا او اخرت په چارو کې د تصرف او لاسوهني وړ بلل او ټولو ته څرګنده ده چې په داسې حالاتو او شرايطو کې له دغو موجوداتو (بوتانو) هر ډول غوښتنه او بلنه پرستش ګڼل کيږي دا چې مونږ وايو د هغوي بلنه او دعوت يا د بوتانو غوښتل په بوتانو د خدايۍ له اعتقاد سره يو ځاي ده. د دې روښانه دليل دا ايت دے چې فرمايي:

فَمَا اَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ اللهِ مِن شَيْءٍ [4]

بې له خدايه نور خدايان چې هغوي بلل (عبادت يې ورته کاوه)

 هغوي يې بې نيازه نه کړل ـ

په دې اساس دغه ايتونه زمونږ له بحث سره ربط نه لري زمونږ بحث او موضوع له يوه بنده د بل بنده درخواست دے چې نه خو دغه بل بنده خداي ګڼي او نه يې د دنيا او اخرت په چارو کښې تام

 الاختيار او واکوال.

بلکه هغه د خداي پاک يو عزتمن او قدرمن بنده ګڼي چې هغه يې د امامت يا رسالت مقام ته رسولے دے او وعده يې کړې ده چې د خپلو بندګانو په هکله د هغه دعا او سفارش ومني هلته چې فرمايي:

وَ لَوْ اَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ اَنفُسَهُمْ جَآؤُوکَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّاباً رَّحِيماً [5]

که هغوي په خپل ځان د ظلم په وخت تا ته راغلي وے، او له خدايه يې بخښنه او مغفرت غوښتے وے، او پيغمبر هم هغوي له پاره بخښنه غوښتے وے، يقينا چې خداي به يې توبه قبلوونکے او مهربان موندلے وو.

دريمه: دغه ايتونه روښانه دليل دے چې له دعوت او بلنې مطلب مطلقا د هر کار او حاجت غوښتل نه دي بلکې ده يو عبادتي او پرستشي بلنه ده له هرې امله په يو ايت کې د دعوت

 (بلنې) له لفظه وروسته سملاسي هم دغه معنا د ((عبادت)) په

 لفظ سره تعبير شوې ده.

وَ قَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِى اَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِى سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ [6]

 او ستاسو پروردګار وفرمايل ما وغواړئ (وبلئ) چې بلنه مو ومنم (ځواب درکړم) هغه کسان چې زما له عبادته سرکشي کــــوي ډير زر

 به په ذلت او خوارۍ سره دوزخ ته داخل شي.

تاسو وليدل چې دا ايت په پيل کې (ادعوني ) لفظ او ورپسې بيا (عبادتي) لفظ سره راغلے دے او دا د دې خبرې ګواه دے چې د دغه دعوت مطلب له داسې موجوداتو خاص درخواست او غوښتنه ده چې هغوي ورته د خدايۍ صفتونه ورکړي وو.

نتيجه:

له دغو دريو سريزو دا نتيجه اخلو چې په دغو ايتونو کې د قران مجيد اصلي مقصد د هغو بت پالو ډلو د بلنې نفي کول دي چې بتان يې د خداي شريکان او مدير يا د شفاعت مالکان ګڼل او هر ډول خضوع او زاري او تذلل يا فرياد او استغاثه او د حاجت يا شفاعت غوښتل له دې نظر وو چې دوي ويل چې دا واړه خدايان دي بت پالي په دې عقيده وو چې خداي تعالی د دنيا او اخرت ځينې کارونه دغو بتانو ته سپارلي دي ـ

نو دغه ايتونه له هغه پاک روح له استغاثي سره هيڅ تعلق نه لري

 چې د غوښتونکي او بلونکي له نظره د خداي بنده دے او د بندګۍ له حده يو قدم هم نه دے اوړيدلے بلکې د خداي محبوب او نازولے بنده ګڼل کيږي؟!

که قران مجيد فرمايي: ﴿وَاَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللهِ اَحَداً﴾[7]

ــ جوماتونه د خداي دي نو له خداي سره بل څــــــوک مه غواړئ (مه

 بلئ)

له دې بلنې مطلب د پرستش او عبادت بلنه ده چې جاهلو عربو به بوتان، ستوري، سپوږمۍ، پرښتې او پيريان منل او د هغوي عبادت به يې کاوه. نو دغه ايت يا داسې نور ايتونه له داسې کس يا څيزه د غوښتنې او بلنې په باره کې دي چې د هغه معبود (خداي) هم وګڼل شي او په دې کې شک نيشته چې که څوک دغه عقيده (د هغوي د خداي والي عقيده) ولري او بيا ترې درخواست او غوښتنه وکړي نو دا به د هغوي پرستش او عبادت وي نو دا ايتونه له هغه له غوښتنې سره څه اړه لري چې غوښتونکے او بلونکے د هغه په ربوبيت يا الهي مقام هيڅ عقيده نه لري او هيڅ تدبيروونکے يې نه ګڼي بلکې د خداي محبوب او غوره بنده يې ګڼي؟!

کيدے شي چې دلته دا پوښتنه وشي چې د خداي له غوره وليانو

 غوښتنه يوازې د هغوي په ژوندون کې جايزه ده او د هغوي له وفاته وروسته شرک ګڼل کيږي د دې پوستنې په ځواب کې وايو:.

اول: مونږ د پيغمبر او امامانو په شان له پاکو روحونو چې د قران مجيد په صراحت سره ژوندي دي او تر شهيدانو هم په لوړ مقام کې برزخي ژوند تيروي، مرسته غواړو او بلو يې نه په خاوره کې له ويدۀ بدنونو. او که د هغوي د قبرونو خواته له هغوي غوښتنه کوو نو دا په دې خاطره ده چې دا حالت په مونږ کې د هغوي له پاکو ارواوو سره  د رابطې د ټينګولو او هغوي ته د توجه ښه حالت جوړوي پر دې سربيره د روايتونو مطابق دغه ځايونه د دعا د استجابت او قبليدو ځايونه هم دي .

دوهم: د هغوي ژوند والے يا مرګ د شرک معيار نه شي ګرځيدے دلته زمونږ خبره د شرک او توحيد په معيار کې ده نه د دغه بلنې او درخواست په مفيد والي يا غير مفيد والي کې ـ

البته دا چې دغه ډول غوښتنې او بلنې ګټه رسوي او که نه په بل ځاي کې مو دا مسئله بيان کړې ده ـ


[1] . سوره جن ايت 18

[2] . سوره يونس ايت 106

[3] . سوره نوح ايت 5

[4] .سوره هود ايت 101

[5] . سوره نساء ايت 64

[6] . سوره غافر ايت 60

[7] . سوره جن ايت 18

 

index