next

پينځه ديرشمه پوښتنه

back

ولې د امام مقام د رسالت تر مقامه لوړ دے؟

 ځواب:

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره اول په قرآن او حديث کښې د دريو راغلو الفاظو "نبوت، رسالت، او امامت" وضاحت کوو چې ولې د امامت مقام تر دوو نورو مقامونو لوړ دے.

 

1: د نبوت مقام

د نبوت کلمه د "نباء" له جرړې اخستل شوې ده چې معنا يې ده مهم او لوي خبر نو د نبي د کلمې لغوي معنا ده هغه کس چې لوي او اهم خبر ولري.[1] د نبی کلمه چې په فارسۍ کښې ورته برابر لفظ پيامبر او په پښتو کښې پيغمبر دے د قرآن په لغت کښې هغه انسان ته ويل کيږي چې په مختلفو طريقو له لويه خدايه وحي اخلي او يو داسې خبريال او راپورګر دے چې بې د انساني واسطې د خداي لخوا خبر راوړي عالمانو دا کلمه داسې تعريف

 کړې ده.

"إنّهُ موّدٌ مِنَ اللهِ بِلا وَاسِطةٍ مِنَ البَشَرِ".[2]

نبی هغه کس دے چې د بل کوم انسان له واسطې پرته د خداي وحي خلکو ته بيان کړي.

په دې اساس د "نبی" دنده صرف دومره ده چې هغه څه چې هغه ته الهام شي د هغه د راپور او د وحي اخيستل او خلکو ته يې بيانول، قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:

فَبَعَثَ اللهُ النبيينَ مُبَشرينَ وَ مُنذِرينَ".[3]

خداي تعالیٰ پيغمبران د زيري راوړونکو او خبرداري ورکوونکو (ويروونکو) په توګه وګمارل.

 

2:د رسالت مقام

د رسول لفظ د وحی په لغت کښې هغو پيغمبرانو ته ويل کيږي چې د خداي لخوا پر وحي اخستلو او خلکو ته د خبر پر راوړلو سربيره د خپل پروردګار له لورې د الهي رسالت د رسولو مسئوليت په غاړه لري او ماموريت لري چې دغه رسالت خلکو ته رسوي.

قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:

"فَإن تَوَلّيتُم فَاعلَموا أنّما علی رسولنا البلاغ المبين"[4]

که مخ مو واړوۀ پوه شئ زمونږ پيغمبر(استــــــــازے) بې د روښانه

  رسالت له رسولو بل مأموريت نه لري.

نو په دې اساس د رسالت مقام يو بل مقام دے چې نبی ته ورکول کيږي او په بله وينا د رسالت او نبوت هر يو مفهوم د هغو پيغمبرانو چې د خداي له لورې ورته وحي کيږي د ځانګړتياوو يوه خصوصيت ته اشاره کوي.

په دې ډول چې پيغمبران له دې امله چې د خداي د وحي اخستونکي او د خبر لرونکي دي "نبی" دي او له دې نظره چې خلکو ته د رسالت او پيغام د رسولو دنده لري رسولان دي".

له دغو خبرو داسې نتيجه اخلو چې پيغمبران تر هغې شيبې چې د نبوت او رسالت په مقام کښې دي يوازې د هغو هدايتوونکو په شان دي چې حلال او حرام اعلانوي او خلکو ته د نيکمرغۍ او خوشبختۍ لاره ښيي او د خداي لخوا د خبر رسولو او د هغه  د پيغام له رسولو پرته چې د هغوي په اوږه کيښودل شوے بل مسئوليت نه لري.

 

3. د امامت مقام

د "الهی امامت" مقام د قـــرآن مجيد له نظره له دغو دوو مقامونو

 جدا او د خلکو د مشرۍ لارښودنې او د ټولنې د چلونې لپاره لا

ډېرو اختياراتو سره يوځاي دے اوس د قرآن د نوراني آيتونو په رڼا کښې په دې هکله خپل دليلونه ذکر کوو.

1ـ قرآن مجيد حضرت ابراهيم(ع) ته د امامت د مقام د ورکولو په هکله داسې وايي:

"وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ".[5]

هغه وخت چې خداي تعالیٰ خپل پيغمبر ابراهيم په څو امتحانونو سره وازمايه او هغه هم له امتحاناتو سر لوړے راووته خداي تعالیٰ هغه ته وفرمايل: مونږ ته د خلکو لارښود او امام وګرځولې، ابراهيم وويل آيا زما بچيانو ته به هم دغه مقام ورکړې؟ ويې فرمايل: دا مقام (له هغوي څخه) ظالمانو ته نه رسيږي.

د قرآن د دغه آيت په رڼا کښې دوه حقيقتونه ښکاره کيږي.

الف: دغه آيت په ډاګه له دوو مفهومونو يعنې له رسالت او نبوت سره د امامت د مفهوم د فرق ګواهي ورکوي، ځکه چې ابراهيم(ع) له دغو امتحانونو کلونه کلونه مخکښې چې يو امتحان پکښې د خپل زوي (اسماعيل) د حلالولو اراده وه د نبوت مقام ته رسيدلے ؤ او دا خبره په لانديني دليل سره ثابتيږي.

ټولو ته پته ده چې لوي خداي په بوډاتوب کښې حضرت

ابراهيم(ع) ته دوه زامن (اسماعيل او اسحاق) ورکړل ځکه چې قرآن مجيد د هغه له خولې داسې وايي:

"الحمدُ للهِ الذِیّ وَهَبَ لِیَ علی الکبر اسماعيل و اسحاق".[6]

د خداي شکر چې په بوډاتوب کښې يې ماته اسماعيل او اسحاق راکړل.

له دې معلـــــــوميږي چې د خداي تعالیٰ له لورې يو امتحان يعنې د

 حضرت اسماعيل د قربانۍ اراده او له دغو سختو امتحانونو وروسته خداي تعالیٰ د امامت لوي مقام هغه ته ورکړ دا د حضرت ابراهيم(ع) د عمر په وروستيو او بوډاتوب کښې وو او هغه د خپل ژوند په وروستيو کښې د امامت مقام ته رسيدلے دے حال دا چې ډېر کاله مخکښې يې د نبوت مقام درلود. ځکه چې له دې مخکښې چې د "ذرّيه" يعنې اولاد خاوند شي د خداي وحي چې د نبوت نښه ده په هغه نازليدله.[7]

ب: همدا راز له دغه آيته "وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ" دا استفاده هم کيږي چې د الهي امامت او د ټولنې د مشرۍ او د امت د رهبرۍ مقام تر نبوت او رسالته لوړه مرتبه لري ځکه چې د قرآن ايتونه ګواهي ورکوي چې په عين حال کښې چې حضرت ابراهيم(ع) د نبوت او رسالت مقامونو ته رسيدلے ؤ بايد لا ډېر سخت امتحانونه او ازميښتونه يې تېر کړي وے او په هغو کښې له کاميابۍ او سر لوړۍ وروسته هغه ته د امامت مقام ورکړل شو او د دې خبرې علت هم روښانه دے ځکه چې د الهي امامت په مقام کښې د وحي د اخستلو او خلکو ته د هغه د رسولو پر دندې سر بيره، د امت مشري او د ټولنې سرپرستي او کمال او نيکمرغۍ ته د رسولو لپاره د خلکو د چارو سمه اراده هم شامله ده. او فطري خبره ده چې داسې مقام خاص حساسيت او عظمت لري چې هغه ته رسيدل بې له دې چې يو انسان له سختو ازمايشونو او ازميښتونو تېر شي، ممکنه نه ده.

2. له تېر آيته روښانه شوه چې خداي تعالیٰ له هغو سختو ازميښتونو وروسته چې له حضرت ابراهيم يې واخستل هغه ته د ټولنې د مشرۍ او د امت د لارښودنې دنده ورکړه هغه وخت ابراهيم(ع) له خدايه وغوښتل چې دغه مقام د هغه اولاد ته هم ورکړي.

اوس د قرآن د نورو آيتونو په رڼا کښې معلوميږي چې خداي تعالیٰ د حضرت ابراهيم(ع) غوښتنه ومنله او د نبوت له مقامه وروسته يې د ټولنې مشري او د امت د حکومت کولو مقام د هغه غوره او نيکو اولادو ته ورکړ، قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:

 فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكاً عَظِيماً"[8]

مونږ د ابراهيم آل ته (اسماني) کتاب حکمت او لوي حکومت ورکړ.

له دغه آيته استفاده کيږي چې امامت او د ټولنې مشري د نبوت له مقامه پرته بل مقام دے چې خداي تعالیٰ خپل پيغمبر حضرت ابراهيم(ع) ته د سختو الهي ازميښتونو له پاس کولو وروسته ورکړ او کله چې هغه له لويه خدايه وغوښتل چې د حکومت او رهبرۍ مقام د هغه په اولاد کښې هم پاتې کړي نو خداي تعالیٰ ومنله چې دغه ستر مقام د هغه عادلو بچيانو ته هم ورکړي او هغو ته يې پر (اسماني) کتاب او حکمت چې د نبوت او رسالت راز  دے سربيره ملک عظيم (چې هماغه په خلکو حکومت کول او د هغوي مشري ده) ورکړه او په دې طريقې يې د حضرت ابراهيم سوال پوره کړ، او ځکه وينو چې د حضرت ابراهيم(ع) ځينو لمسيانو لکه يوسف، داوود او سليمان(ع) پر نبوت سربيره حکومت او د ټولنې مشري هم درلوده.

په دې بيان سره ښه معلوميږي چې د امامت مقام له نبوت او رسالته جدا مقام دے او له دې امله چې اختيارات او ذمه وارۍ يې زياتې دي لوړ مقام او زيات ارزښت لري.

 

د امامت د مقام لوړاوے

له تېرو خبرو معلومه شوه چې د نبی او رسول د کار حدود او دايره له دې نظره چې د نبوت او رسالت لرونکي دي يوازې خلکو ته د تذکر ورکول او هغوي ته د لارې ښودل دي او کله چې نبي يا رسول د امامت مقام ته ورسيږي د هغه ذمه واري درنيږي او له دې وروسته د يوې آيډيالې او نيکمرغه ټولنې د جوړولو لپاره د سپيڅلې شرعې د اوامرو د اجراء او د الهي پروګرامونو د پلي کولو دنده ورپه غاړه کيږي. چې خپل امت په داسې لاره روان کړي چې د دواړو جهانونو نيکمرغي يې په برخه شي.

روښانه ده چې د دغه شان لويې ذمه وارۍ زغمل لوي معني قدرت او خاصې وړتيا ته ضرورت لري او په دغه ډول درانه مسئوليت عمل کول چې تل ورسره سخت مشکلات او له نفساني خواهشاتو سره مبارزه يو ځاي وي د خداي په لاره کښې لازياتې فداکارۍ صبر او زغم ته اړتيا لري او د خداي له عشقه او په الهي رضا کښې له فنا پرته تحقق نه شي موندلے او له دې امله خداي تعالیٰ د امامت مقام د حضرت ابراهيم له سختو ازميښتونو او ملاماتوونکو ازمايشونو وروسته د عمر په وروستيو کښې هغه ته ورکړ او له همدې امله يې د حضرت محمد مصطفیٰ (ص) په شان خپل تر ټولو غوره بنده ته د امامت مقام او د امت مشري ورکړه او هغوي ته يې د ټولنې د مشرۍ  او

د حکومت د مقام نعمت ورکړ.

 

آيا د نبوت او امامت تر مينځ تلازم موجود دے؟

له دې پوښتنې وروسته يوه بله پوښتنه پيدا کيږي او هغه دا چې هر پيغمبر چې د نبوت مقام ته ورسيدۀ آيا ضروري ده چې امام هم وي؟ او چا ته چې د امامت مقام ورکړل شو ضروري ده چې پيغمبر هم وي؟

د دواړو پوښتنو ځواب منفي دے اوس د وحي د منطق په رڼا کښې د دغه مسئلې وضاحت کوو: له هغو روايتونو چې د طالوت په هکله او له جالوت ظالم سره د هغه د مبارزې په هکله نازل شوي دي ښه روښانه کيږي چې د حضرت موسیٰ له وفاته وروسته خداي تعالیٰ د نبوت مقام يو کس ته چې ښايي "اشموئيل" نوميدۀ ورکړ حال دا چې د امامت او رهبرۍ او د حکومت مقام يې د طالوت په غاړه کيښودۀ، اوس به د دې کيسې وضاحت وکړو:

د حضرت موسیٰ(ع) له وفاته وروسته ځينو بنی اســـــــرائيلو د خپل

وخت پيغمبر ته وويل: "زمونږ لپاره يو مشر وټاکه چې د هغه په کومانده د خداي په لاره کښې وجنګيږو، بالاخره د هغوي پيغمبر داسې وويل:

"وَقَــــــــــالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكاً قَالُوَاْ أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ"[9]

خداي تعالیٰ طالوت ستاسو د مشرۍ لپاره وګماره بنی اسرائيلو وويل: هغه څرنګه زمونږ واکمن کيدلے شي حال دا چې مونږ تر هغه زياته وړتيا لرو او له هغه سره زيات دولت (شتمني) نشته؟ د هغوي پيغمبر وويل: خداي تعالیٰ هغه ستاسو لپاره خوښ کړے دے او هغه ته يې زيات علم او بدني طاقت ورکړے دے او خداي تعالیٰ هر چا ته چې وغواړي خپل ملک (مشري) ورکوي او خداي د لوي احسان خاوند او پوه دے"

له دغه آيتونو دا ټکي لاسته راځي:

1. کيدے شي ځينې مصلحتونه وي چې نبوت له امامته جدا وي او په يوۀ وخت کښې نبوت او پيغمبري له يوۀ کس او امامت او مشري له بل کس سره وي او هر يو د دغه منصب او مقام چې ورکړل شوے وړتيا او شايستګي ولري او د دغو دوو مقامونو د جدايۍ په خاطر بني اسرائيلو هيڅکله اعتراض ونه کړ چې اي پيغمبره ته تر طالوته زيات غوره او ښه يې بلکې د اعتراض لپاره

 يې وويل چې مونږ تر هغه  غوره يوو.

2 . هغه مقام چې طالوت لاسته راوړ د خداي تعالیٰ له لورې ؤ او

 خداي تعالیٰ هغه ته دغه مقام بخښلے ؤ هلته چې فرمايي

: "إنّ الله قد بعث لکُم طالوت مَلِکاً".[10]

"خداي تعالیٰ طالوت ستاسو د مشرۍ لپاره وګمارۀ". او هم داراز فرمايي: "إنّ اللهَ اصطفاهُ عَلَيْکُم". خداي تعالیٰ هغه په تاسو خوښ کړ.

3 . د طالوت الهی مقام يوازې د سپايانو کومانده نه وه بلکې هغه د بنی اسرائيلو واکمن او چارواکے ؤ په دې دليل چې آيت فرمايي: "ملکاً" (يعنې د حکومت چلوونکے او واکمن) که څه هم په هغه ورځ د دغه مشرۍ مقصد د خداي په لاره په جهاد کښې د بني اسرائيلو مشري وه. خو د هغه الهي منصب هغه ته د نورو کارونو اجازه هم ورکوله چې ټولې د حکومت چارې او کارونه وو په دې دليل چې آيت په اخر کښې فرمايي:

 "واللهُ يُوتی مُلکَهُ مَنْ يَشاءُ"

خداي تعالیٰ هر چاته چې وغواړي خپل ملک (واکمني) ورکوي.

4. د ټولنې د رهبرۍ "امامت" او د امت د مشرۍ مهم شرط د علم او د ضروري معنوي او جسمي وس پراختيا او زياتوالے دے په تيره بيا د هغه وخت د واکمنانو لپاره چې ضروري وه مشر له سپايانو سره يوځاي جنګ ته لاړ شي.[11]

نو څه چې وويل شو واضحه شوه چې د نبوت او امامت تر مينځ ملازمه نشته او له يو بله جدا کيدے شي. يعنې ممکنه ده چې يو کس د نبوت مقام ته ورسيږي خو د امت امام او مشر چې د هغوي د واکمنۍ دنده په غاړه ولري نه وي يا يو انسان د خداي له لورې د يوې ټولنې سرپرستي او مشري په غاړه واخلي خو پيغمبر نه وي او کله هم خداي تعالیٰ يو غوره او شايسته انسان ته دواړه مقامونه په يو ځاي ورکوي لکه څنګه چې قرآن مجيد فرمايي:

" فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ"[12]

د طالوت لشکر د جالوت سپايانو ته ماته ورکړه او داود(پيغمبر) جالوت وواژه او خداي تعالیٰ د ټولنې واکمني (پر پيغمبرۍ سر بيره) او حکمت هغه ته ورکړ او هغه څه يې چې غوښتل هغه ورزده کړل.


[1] . که د نبي لغوي جرړه لازمه صيغه وي نو د اول په معنا ده او که متعدي وي نو دوهم معنا لري.

[2] . رسائل العشر (د شيخ طوسی ليکل شوې) 111مخ.

[3] . بقره 213 آيت.

[4] . مائده 92 آيت.

[5] . بقره 124 آيت.

[6] . ابراهيم 29 آيت.

[7] . په دې مسئله کښې د صافات سورې 99 102 آيتونو د حجر سورې 53 54 آيتونو او د هود سورې 70 71 آيتونو ته مراجعه وکړئ.

[8] . نساء 55 آيت.

[9] . بقره 247 آيت.

[10] . بقره 247 ايت

[11] . د منشور جاويد قرآن ليک استاد جعفر سبحاني نه اقتباس.

[12] . بقره 351 آيت.

index