next

سريزه

back

 

پر اسلامي نړۍ له واکمنو شرائطو خبر کسان ښه پوهيږي چې نن له اسلامي امته "څو امتونه" جوړ شوي دي او هر امت د ځان لپاره په بيله لاره او طريقه روان دے د دې په نتيجه کښې د هغوي د ژوند واګي د داسې کسانو لاسته ورغلي دي چې خپله مشري او بقا اختلافاتو ته په لمن وهلو کښې ګڼي له دې امله يې په دې لاره کښې په مختلفو ډولونو پانګه ونه کړې ده او له هرې ممکنې وسيلې کار اخلي.

په دې کښې شک نشته چې په اسلامي طايفو کښې اختلافي مسائل شته دي که څه هم زياتره يې په کلامي مسائلو پورې اړوند دي چې اسلامي متکلمانو يې بنياد ايښے دےاو عام مسلمانان له هغو نه دي خبر خو د اختلافي مسايلو په وړاندې ګډ چورليزونه هم شته چې د مسلمانو پرګنو د يو ځاي کيدو کړۍ ده بلکه مشترک ټکي يې تر اختلافي ټکيو زيات دي – له دې سره سره – د اختلاف سرغنو په اختلافي ټکيو تکيه کړې ده او په اصولو او فروعو کښې ګډ او مشترک مسايل نه بيانوي.

"د اسلامي مذهبونو تر مينځ د نزديکت" په يو کانفرنس کښې د شخصي چارو (لکه طلاق، ميراث، نکاح و غيره)  په هکله د فقهي مسائلو د موضوع بيانول ماته وسپارل شول. ما په دې هکله  کانفرنس ته يوه مقاله ورکړه چې د کانفرنس برخوال يې حيرانه کړل هغوي  د دغه رسالې له لوستلو مخکښې هيڅکله نه منله چې شيعه فقه په اکثرو مسائلو کښې چې له دغه باب (شخصي احوالو) سره تعلق لري د اهل سنتو له اوسنيو څلورو مذهبونو سره يو نظر لري.

هغوي يوازې د اوريدلو تر حده او د نندارچيانو په توګه شيعه له نورو اسلامي مذهبونو يوه لرې شوې طائفه ګڼي او شپه او ورځ د تاريخ د دې مظلومې ډلې په خلاف په رسندويو کښې خبرې کوي دوي بې له دې چې د دشمن لپاره خوش خدمتي وکړي او د دشمن ژرندې ته اوبه واچوي بل څه نه کوي او زه (ليکوال) دغو ناخبرو کسانو ته سپارښتنه کوم چې د شيعه ؤو له عالمانو او پوهانو سره دې نزدې تماسونه او اړيکې ټينګ کړي چې له سترګو يې د ناپوهۍ پردې ورليرې کړي او شيعه به ورته د يو سکه ورور په توګه وښيي چې پيړۍ پيړۍ يې دوي غوښتنه کوله او په دې ډول د دې ايت معنا تحقق ومومي چې فرمايي " اِنّ اُمّتَکُم اُمّة واحِدة وَ اَنا رَبُّکُم فَاعبُدُون"

په اسلامي امتونو کښې د ښکيلاک (استعمار) يو زوړ چل د شبهو پيدا کول او د شکونو او عتراضونو مطرحول دي او دا د هغوي پخوانۍ طريقه ده چې په وروستيو پيړيو کښې يې په منځني ختيځ  او ځينو نورو سيمو کښې وچلوله.

د حج په ورځو کښې د خداي د کور ډېر حاجيان چې له اسلامي انقلاب سره اشنا شوي او له بلې خوا يې د دښمنانو ناوړه تبليغاتو ذهنونه لالهانده کړي دي له ايرانيو حجيانو سره د کتنې په وخت پوښتنې کوي او د هغوي ځواب غواړي.

دغه غوښتنې ته د ځواب ويلو لپاره د دغو پوښتنو لويه برخه چې زياتره يې ديني او کلتوري اړخ لري  په دې ټولګه کښې راغونډې شوي او قدرمن پوه او عالم سيد رضا حسيني نسب زما تر څارنې لاندې دغه ځوابونه منظم کړي دي او تر خپله وسه يې د هغو وضاحت کړے دے او په ځواب کښې د لنډون او اختصار لپاره د ضرورت په حد بسنه شوې ده او که څوک تفصيل او څيړنه غواړي نو هغه دې نورو کتابونو ته مراجعه وکړي.

بله دا چې دا وړوکے شان خدمت دې د زمانې امام _ ارواحنا فداه_ قبول کړي

د قم علميه حوزه

جعفر سبحاني 1\9\1374

index