مهدی آل محمد څوک دے او تاسو ولې د هغه د راتللو په تمه يئ؟
ځواب:
يوه مسله چې اسماني شريعتونه پرې يوه خوله دي د (( نړيوال مصلح)) مسئله ده چې په وروستۍ زمانې کې به راڅرګنديږي او ظهور به کوي. نه يوازې اسلامي ټولنه بلکې يهوديان او نصارا هم د دغه مصلح او عدالت راوستونکي په تمه دي. د زاړه دور او نوي دور (عهد عتيق او عهد جديد) کتابونو ته په مراجعې سره دا حقيقت روښانه کيږي [1]
په دې هکله له رسول الله مبارک هم يوه وينا نقل شوې ده چې اسلامي محدثانو نقل کړې ده. هلته چې فرمايي:
(( و لـــــــــو لـــــــــــم يبــــــق من الـــــــدهر الا يــــــــوم لبــعث الله رجلا
من اهـــــــــــــــــــــل بيتی يمـلاها عـــــــــــــــــــدلا کمــــــــــــــــــا ملئت
جورا[2]
ــ که د زمانې يوازې يوه ورځ هم باقي پاتې وي بيشکه خداي تعالی به زما له کورنۍ (اهل بيتو) يو کس پاڅوي. چې نړۍ به له عدل او انصافه ډکه کړي هماغه ډول چې له ظلم او زياتي به ډکه شوي وي.
په دې اساس لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه په اسماني شريعتونو او دينونو کې د يو داسې مصلح په راتللو د نظر يو والے موجود دے هم دا راز د اهل سنتو په صحاح او مسانيد کتابونو کې د امام مهدي عليه السلام په هکله ډير روايتونه راغلي دي. او د شيعه ؤ او سنيانو محدثانو او څيړاندو د هغه حضرت په هکله ډير کتابونه ليکلي دي. [3]
دغو روايتونو د امام مهدي عليه السلام ځانګړتياوې او نخښې په دا ډول بيان کړي دي. چې د شيعه ؤ د يوولسم امام حضرت امام حسن عسکري عليه السلام له زوي سره سمون خوري. د دغو روايتونو په اساس د امام مهدي نوم به د پيغمبر اکرم (ص) نوم وي.[4] دولسم امام به وي [5] او د حضرت حسين بن علي بن ابي طالب عليهما السلام له لمسيو به وي.[6]
حضرت امام مهدي د خداي په امر په 255 هجري قمري کال کې وزيږيده او اوس هم د نورو خلقو په شان ژوندے دے البته څوک يې نه پيژني.
دا ويل ضروري دي چې دومره اوږد عمر له علم او پوهې سره تضاد نه لري او نه د وحی له منطق سره کوم ټکر لري نن سبا علم او سائنس د انسانانو د طبيعي عمر د زياتولو هڅه کوي او په دې باور دي چې انسان د اوږده عمر استعداد او وړتيا لري او که د ځينو ناروغيو او افتونو مخه ونيول شي د انسان د عمر د زياتيدو امکان شته تاريخ هم د هغو کسانو چې اوږده عمرونه يې لرلي نومونه يې راوړي دي. قران مجيد د حضرت نوح عليه السلام په هکله فرمايي:
((فَلَبِثَ فِيهِمْ اَلْفَ سَنَةٍ إِلاَّ خَمْسِينَ عَاماً [7]
ــ نو ح په خپل قوم کــــې زر کاله عمر وکړ مګر پنځوس کاله او د
حضرت يونس عليه السلام په هکله فرمايي:
(﴿فَلَوْلاَ اَنَّهُ كَانَ مِنْ الْمُسَبِّحِينَ﴾
﴿لَلَبِثَ فِى بَطْنِهِ إِلی يَوْمِ يُبْعَثُونَ﴾ [8]
ــ که هغه له تسبيح کوونکو نه وے، د قيامت تر ورځې پورې به د کب په خيټه کې پاتې ؤ. هم دا راز حضرت خضر پيغمبر او حضرت عيسی عليه السلام د قران له نظره او د نړۍ د مسلمانانو په اجماع تر اوسه ژوندي دي او ژوند کوي.
[1] . عهد عتيق مزامير داوود مزمور96ــ 97 او دانيال نبی کتاب 12 باب، عهد جديد: متی، باب 24، انجيل مرقوس، 13 باب، انجيل لوقا 21 باب د (هغه موعود چې نړۍ يې په انتظإر ده) په حواله.
[2] . صحيح ابې داوود، مصر چاپ، المطبعة التازيه، 2 ټوک، 207 مخ او ينابيع المودة 432 مخ او نور الابصار (2 باب 154 مخ)
[3] . لکه کتاب البيان فی اخبار صاحب الزمان، ليک محمد بن يوسف ابن الکنجی شافعي، او کتاب البرهان فی علامات مهدي اخر الزمان، ليک علي بن حسام الدين په متقي هندي مشهور او کتاب المهدي و المهدويه، ليک احمد امين مصري. خو شيعه ؤ علماو په دې هکله ډير کتابونه ليکلي دي چې شمير يې اسان نه دے لکه الملاخم ولفتن و ....
[4] . ينابيع الموده مخ 76 په مناقب کې از جابر بن عبد الله انصاري
[5] . صحيح ترمذي ډيلي چاپ 1342 کال 2 ټوک 46 مخ او مسند احمد طبع مصر، کال 1313 ټوک لومړے 376مخ
[6] . ينابيع الموده 443 مخ
[7] . عنکبوت ايت 14
[8] . صافات ايت 143 و 144