له شرکه د توحيد د پيژندلو معيارڅه دے؟
ځواب:
د توحيد او شرک په مسئلو کښې تر ټولو مهمه مسئله د دغو دوو د پيژندلو د معيار پيژندل دي او تر څو چې دا مسئله په بنيادي ډول حل نه شي ځينې مسائل چې بنيادي نه دي نه شي هواريدلے له دې امله د توحيد او شرک مسئله په مختلفو اړخونو کښې خو په لنډ ډول څيړو.
1. په ذات کښې توحيد
په ذات کښې توحيد په دوه ډوله مطرح کيږي
الف: خداي تعالیٰ (او د علم کلام د عالمانو په تعبير واجب الوجود) يو دے او سارے او مثل نه لري دا هماغه توحيد دے چې خداي تعالیٰ په قرآن مجيد کښې هغه په مختلفو طريقو سره ياد کړے دے او فرمايي:
"لَيسَ کَمِثلِهِ شَئٌ".[1]
هيڅ څيز د هغه په شان او مثل نه دے.
او په يو بل ځاي کښې فرمايي:
"لَم يَکُن له کُفواً احد".[2]
د هغه لپاره هيڅ سارے او برابر نيشته.
البته کله کله دغه ډول توحيد په عوامو کښې په بله طريقه تفسيريږي او د عددي توحيد شکل خپلوي او هغه دا چې خداي يو دے دوه نه دي البته څرګنده ده چې دغه (عددي) توحيد له الهي مقام سره نه ښايي.
ب: د خداي ذات بسيط دے نه مرکب ځکه چې يو څيز په ذهن (سوچ) يا په خارج کښې مرکب وي نو هغه خپلو اجزاوو (برخو) ته محتاج وي، نياز د امکان نښه ده او امکان هم علت ته محتاج دے او دا څيزونه د واجب الوجود له ذات سره سمون نه خوري.
2. په خالقيت کښې توحيد
په خالقيت کښې توحيد د توحيد له مراتبو دے چې عقل او نقل منلے دے د عقل له نظره له خدايه پرته هر څه يو امکاني نظام دے چې پخپله هيڅ کمال او جمال نه لري او هر يو څيز هر څه چې لري له هغه ذاته يې سرچينه اخستې چې غني بالذات دے نو څه چـــــې په نړۍ کښې د کمــــــال او جمال جلوې ګورو ټولې د خداي تعالیٰ له لورې دي.
په قرآن کښې ډېر آيتونه په خالقيت کښې په توحيـــــد صراحت لري
چې د نمونې لپاره يې يوه ته اشاره کوو:
"قُلِ اللهُ خَالِقُ کُلّ شِئٍ وَهُو الواحِدُ القهّار".[3]
ووايه خداي تعالیٰ د هر يو څيز پيدا کوونکے او يوازينے او غالب دے نو په کلي ډول په خالقيت کښې په توحيد کښې د الهيونو تر مينځ اختلاف نه شي کيدے. خو په خلقت او پنځون کښې توحيد دوه تفسيره لري چې د دواړو يادونه کوو.
الف: په موجوداتو (مخلوقاتو) کښې هر ډول علمی او معلولي نظام او سبب او مسببي روابط ټول علت العلل او مسبب الاسباب ته ورګرځي او په حقيقت کښې خپلواکه او اصيل خالق خداي دے او په خپلو معلولونو کښې له خدايه پرته د نورو علتونو تاثير تبعي او د خداي په حکم او مشيت سره دے. په دې نظريې کښې په نړۍ کښې د علت او معلول په نظام چې د انسان علم هم ورځينې پرده پورته کړې ده اعتراف کيږي خو په عين حال کښې دا ټول نظام په يو ډول په خداي پورې تړلے دے او هغه دے چې دا نظام يې پيدا کړے دے او اسبابو ته يې سببيت او
مؤثراتو ته يې تأثير ورکړے دے.
ب: په جهان کښې يوازې يو خالق موجود دے او هغه خداي دے
او د هستۍ په نظام کښې د اشياوو تر مينځ هيڅ ډول تاثير او تأثر نه دے موجود او خداي د ټولو طبيعي ښکارندو بلاواسطه خالق دے او حتی د انسان طاقت د هغه په کار کښې هم تاثير (اغيز) نه لري.
په دې اساس په نړۍ کښې يوازې يو علت موجود دے او هغه د هغو ټولو علتونو ځاي ناستے دے چې په علم کښې ورته طبيعي علتونه ويل کيږي.
البته په خالقيت کښې د توحيد لپاره په دغه تفسير ځينې اشاعره عالمان عقيده لري خو د هغوي ځينې شخصيتونه لکه امام الحرمين[4] او په دا وروستيو کښې شيخ محمد عبده په رساله توحيد کښې د دغه تفسير انکار کړے دے او لومړے تفسير يې غوره کړے دے.
3. په تدبير کښې توحيد
له دې امله چې خلقت يوازې په خداي پورې مخصوص دے د هستۍ د نظام تدبير هم د هغه ذات په لاس کښې دے او په نړۍ کښې يوازې يو تدبيروونکے (مدبر) موجود دے او هماغه عقلي دليل چې په خالقيت کښې توحيد ثابتوي په تدبير کښې هم توحيد ثابتوي.
قرآن مجيد هم په ډېرو آيتونو کې خداي تعالیٰ د جهان يوازينے مدبر ګڼلے دے او فرمايي:
"قُلْ أغيرَ اللهِ أبغی رَباً وَ هو رَبّ کلِّ شيئٍ".[5]
"ووايه آيا بې له خدايه بل پروردګار ولټوم حال دا چې هغه د هر څه مدبر دے".
البته هغه دوه تفسيرونه چې په خالقيت کښې د توحيد لپاره بيان شول په تدبير کښې د توحيد لپاره هم مطرح کيږي او زمونږ له نظره په تدبير کښې د توحيد مقصد دا دے چې مستقل او خپلواکه مدبر يوازې خداي دے. نو که د هستۍ د نظام په موجوداتو کښې يو ډول تبعي تدبيرونه په نظر راځي دا ټول د خداي په اراده او خوښه کيږي قرآن مجيد هم په حق (خداي) پورې د دغه ډول مدبرانو تړښت (وابستګۍ) ته اشاره کوي او فرمايي
"فَالمُدَبراتِ اَمراً".[6]
هغوي چې د هستۍ د نظام چارې چلوي (اداره کوي).
4ـ په حاکميت (واکمنۍ) کښې توحيد
په حاکميت کښې د توحيد مطلب دا دے چې حکومت د يو ثابت
حق په توګه د خداي تعالیٰ دے او يوازې هغه د ټولنې په وګړو حاکم (واکمن) دے لکه څنګه چې قرآن مجيد فرمايي:
"إن الحکم إلاّ لله".[7]
د حاکميت حق يوازې د خداي تعالیٰ دے.
نو د نورو حکومت بايد د خداي تعالیٰ په اراده او مشيت سره وي چې غوره او نيک انسانان د ټولنې د چارو واګې په لاس کښې واخلي او خلک د کمال او نيکمرغۍ په لور روان کړي لکه قرآن مجيد چې فرمايي:
"يا داوودُ إنّا جَعَلْناكَ خَلِيفَةً فی الاَرضِ فَاحکُم بَينَ الناس بالحقّ".[8]
اي داؤده مونږ ته په ځمکه کښې خپل استازے وټاکلې نو په خلکو کښې په حق سره واکمني کوه.
5. په اطاعت کښې توحيد
په طاعت کښې د توحيد مطلب دا دے چې مطاع بالذات او هغه ذات چې په اصل کښې يې پيروي لازمه ده لوي خداي دے. نو د نورو کسانو لکه پيغمبر(ص)، امام، فقيه، پلار مور وغيره د اطاعت ضروروي والے ټول د خداي په حکم او ارادې سره دي.
6. په قانون جوړونې او تشريع کښې توحيد
په تقنين او قانون جوړونې کښې د توحيد معنا دا ده چې د قانون ټاکلو او شريعت جوړولو حق يوازې د خداي دے او په دې بنياد اسماني کتاب هر هغه حکم چې د الهي قانون له چوکاټه بهر وي کفر، فسق او ظلم ګڼي هلته چې فرمايي:
"وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ".[9]
هغه کسان چې د خداي د قوانينو مطابق حکم نه کوي کافران دي.
"وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الفَاسِقوْن".[10]
هغه کسان چې د خداي د قوانينو په بنيادحکم نه کوي فاسقان دي.
"وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظالِمون".[11]
څوک چې د خداي تعالیٰ له قوانينو سره سم حکم نه کوي ظالمان دي.
7. په عبادت کښې توحيد
په عبادت کښې د توحيد په هکله تر ټولو لوي بحث د عبادت د معنا معلومول او پيژندل دي ځکه چې ټول مسلمانان په دې خبره يو نظر لري چې عبادت صرف د خداي کيدے شي او بې له خدايه د هيچا عبادت نه شي کيدے لکه څنګه چې قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:
"إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ".[12]
يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا مرسته غواړو.
د قرآن شريف له آيتونو داسې استفاده کيږي چې دا مسئله د ټولو پيغمبرانو په پيغام او بلنه کښې يو مشترک ټکے ؤ او ټول الهي استازي او پيغمبران د دې ټکي د تبليغ لپاره ګمارل شوي دي قرآن مجيد په دې هکله فرمايي:
"وَلَقَدْ بَعَثْنا فی کُلّ اُمّةٍ رَسولاً انِ اعبُدُ اللهَ و اجْتَنِبوا الطاغوتَ".[13]
په هر امت کښې مو يو پيغمبر پاڅوه چې د خداي عبادت وکړئ او له سرکښو او سرغړاندو ډډه وکړئ.
په دې اساس په دې منلي شوي اصل کښې چې پرستش او عبادت يوازې له خداي سره مخصوصه ده او بې له هغه د بل چا عبادت نه شي کيدے هيڅ اختلاف نيشته او هيڅ يو کس ته موحد نه شو ويلے تر څو چې يې دا اصل نه وي منلے خبره په بل ځاي کښې ده او هغه دا چې له عبادته د غير عبادت د تشخيص (معلومولو) معيار څه دے؟ آيا مثلاً د استاد، مور پلار او عالمانو د لاس ښکلول او يا د هغو کسانو چې پرمونږ حق لري هر ډول درناوے او تعظيم د هغوي عبادت ګڼل کيږي؟
او که نه عبادت د مطلقې خضوع او ډېر تعظيم او ټيټيدو په معنا نه دے بلکې که په دغه تعظيم کښې يو خاص عنصر نه وي نو حتیٰ د سجدې تر حده هم وي عبادت او پرستش نه دے.
اوس دا کتل پکار دي چې هغه عنصر چې تعظيم، خضوع او ټيټدو ته د عبادت نوم او د پرستش عنوان ورکوي څه دے؟ دا مسئله ډېر مهم بحث دے.
له عبادته غلط اخستون (مطلب اخستل)
ځينو ليکوالانو د عبادت معنا خضوع يا ډېره زياده خضوع راخستې ده خو دغه کسان د يو لړ قرآني آيتونو په حل کولو کښې پاتې راغلي دي، قرآن مجيد په ډاګه وايي: پرښتو ته مو امر وکړ چې آدم ته سجده وکړئ:
"وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ".[14]
او کله چې مو پرښتو ته وويل آدم ته سجده وکړئ نو ټولو سجده وکړه سوا د ابليس نه چې تکبر يې وکړ او له منکرانو څخه ؤ.
آدم ته سجده بالکل په هماغه شکل سره وه چې خداي ته سجده کيږي حال دا چې آدم ته سجده تواضع احترام او عاجزي وه او دوهمه عبادت او پرستش دے.
اوس ولې دغه دوه يو شان سجدې دوه مختلف ماهيتونه لري؟
قرآن مجيد په يو بل ځاي کښې فرمايي: يعقوب پيغمبر له خپلو بچيانو سره يو ځاي يوسف ته سجده وکړه.
"وَ وَقَعَ اَبَويْهِ عَلٰی العَرْشِ وَ خَرّ لَهُ سُجّداً وَ قَالَ يَا اَبَتِ هَذا تَاوِيل رُؤيَایَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبّی حَقاً".[15]
او حضرت يوسف خپل پلار او مور په تخت کښينول او هغوي ټولو يوسف ته سجده وکړه او يوسف وويل اي پلاره دا دے د هغه خوب تعبير چې له دې مخکښې مې ليدلے ؤ او خداي تعالیٰ د هغه حقانيت ثابت کړ.
يادونه ضروري ده چې له تير خوبه د حضرت يوسف(ع) مطلب هماغه خوب ؤ چې ليدلې يې وو چې يوولس ستوري لمر او سپوږمۍ هغه ته سجده کوي لکه څنګه چې قرآن د حضرت يوسف(ع) له قوله فرمايي:
"إنّی رايتُ اَحَد عَشَر کَوکباً وَالشَمسَ والقَمَرَ رأيتُهُم لی
ساجِدينْ".[16]
ما يوولس ستوري اولمر او سپوږمۍ وليدل چې ما ته سجده کوي.
له دې امله چې حضرت يوسف د خپلو خپلوانو سجده د خپل تير
خوب تاويل ګڼي نو معلوميږي چې له يوولسو ستوريو د هغه مطلب يوولس وروڼه او لمر او سپوږمۍ د هغه مور او پلار دي.
نو معلوميږي چې نه يوازې د يوسف وروڼو بلکې مور او پلار يې هم هغه ته سجده وکړه.
اوس پوښتنه کوو ولې دغه سجدې ته چې د عاجزۍ خضوع او فروتنۍ اوج دے د عبادت نوم ورنه کړل شو؟
عذر بدتر از ګناه
دلته دغه کسان له ځوابه پاتې راغلي دي او وايي له دې امله چې دغه خضوع ګانې د خداي په حکم شوي نو شرک نه دے.
خو ټولو ته ښکاره ده چې دا ډېر نامناسب ځواب دے ځکه چې که د يو عمل ماهيت شرک وي خداي تعالیٰ يې هيڅ کله امر نه کوي قرآن مجيد فرمايي:
"قُلْ إنّ اللهَ لا يأمُرُ کُم بالفَحشاءِ اَتََقُولُونَ عَلی اللهَ مَالا تَعلَمُون".[17]
ووايه: خداي تاسو ته د فحشاء امــــر نه کوي آيا هغه څه چې نه پرې
پوهيږئ په خداي پورې يې تړئ؟
اصولاً د خداي حکم د يو څيز ماهيت نه بدلوي که د يو انسان په وړاندې د خضوع حقيقت د هغه عبادت او پرستش وي او خداي هم د هغه امر وکړي نتيجه به يې د خپل ځان د پرستش امر وي.
د اشکال (اعتراض) حل او د عبادت حقيقي معنا
تر دې ځايه روښانه شوه چې بې له خدايه د بل چا د عبادت ممنوعيت داسې مسئله ده چې د نړۍ ټول مؤحدان پرې د نظر اتفاق لري له بلې خوا معلومه شوه چې آدم ته د پرښتو سجده او يوسف ته د يعقوب (ع) او د يوسف د ورڼو سجده دواړه عبادت نه ګڼل کيږي.
اوس بايد وګورو چې کوم عامل د دې سبب کيږي چې يو حرکت يو ځل د عبادت نوم ولري خو يو ځل بيا همدا حرکت په دغه ځانګړتيا سره د عبادت له ټولګې ووځي؟
د قرآن آيتونو ته په مراجعې سره معلوميږي چې عبادت، د يو موجود خضوع ده خو په دې عقيدې سره چې هغه موجود خداي وګڼل شي او يا ورته د خداي د کارونو نسبت ورکړل شي، نو معلومه شوه چې په خداي عقيده او د خداي کارونو په وس لرلو عقيده هماغه عنصر دے چې که خضوع ورسره شي نو د عبادت
رنګ اخلي.
او د نړۍ مشرکانو که هغه د هند اوسيدونکي دي او که د نړۍ د نورو سيمو د ځينو موجوداتو په وړاندې خضوع او خشوع کوله البته دغه موجودات يې د خداي مخلوق ګڼلو خو په عين حال کښې يې دا عقيده لرله چې د خداي ځينې کارونه چې لاندينے حد يې د ګناهانو د بخښلو حق او د شفاعت د مقام ملکيت دے هغو ته سپارل شوے دے.
د بابل ځينو مشرکانو به اسماني اجرامو (ستوريو وغيره) ته عبادت او سجده کوله هغوي به يې خپل پالونکي (رب) ګڼل نه خالق او پنځوونکي. يعنې داسې موجودات يې ګڼل چې د نړۍ او انسانانو تدبير او چلول هغوي ته ورکړل شوي دي. او له هغوي سره حضرت ابراهيم(ع) مناظره په همدغه خبره وه ځکه چې د بابل مشرکانو لمر مياشته او ستوري خالق نه ګڼل بلکې داسې قدرتمن مخلوقات يې ګڼل چې د نړۍ چلول پالل او تدبير هغوي ته ورکړل شوے وے.
د قرآن آيتونه هم چې د بابل له مشرکانو سره د حضرت ابراهيم(ع) د مناظرې ښووونکي دي د "رب" په ټکي تکيه کوي.[18] او د رب معنا د خپل مملوک مدبر او پالونکے دے.
عربان د کور څښتن ته وايي: "ربّ البيت" او د پټي خاوند ته
وايي: "ربّ الضيعه" دا ځکه چې د کور چلول او پټي سرڅڼه او پالنه يې د خاوند په غاړه وي.
قرآن مجيد د نړۍ د يوازيني مدبر او پالونکي په توګه د خداي تعالیٰ په معرفي کولو سره د مشرکانو له ډلې سره مبارزې ته پاڅيږي او ټول د يوازيني خداي عبادت ته بلي او داسې فرمايي:
"إنّ الله ربی وَ رَبّکُم فاعبُدُوه هٰذا صراطٌ مستَقيم[19]
لوي خداي زما او ستاسو رب دے نو عبادت يې وکړئ او دا نيغه او صحيح لاره ده.
او په يو بل ځاي کښې فرمايي:
"ذَلِكُمُ اللّهُ رَبُّكُمْ لا إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ".[20]
هغه دے داسې خداي چې ستاسو پالونکے دے بې له هغه هيڅ خداي نيشته د هر څه پيدا کوونکے دے نو د هغه عبادت وکړئ.
او په سوره دخان کښې فرمايي:
لا إلهَ الاّ هو يُحْی وَ يُمِيتُ رَبّکُم وَ رَبّ اٰباءکمُ الاولين[21]
بې له يوازيني خداي بل پالونکے نيشته ژوندې کول او مړکول کوي ستاسو او ستاسو د تيرو پلار نيکونو د چارو مدبر او پالونکے دے.
قرآن مجيد د حضرت عيسی
ٰ له خولې داسې فرمايي:
"وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُواْ اللّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ".[22]
حضرت عيسیٰ وفرمايل: اي بني اسرائيلو د خداي عبادت وکړئ چې زما او ستاسو پالونکے دے.
څه چې مو بيان کړل له هغو ښه معلوميږي چې هر داسې خضوع او فروتني چې بل ته پکښې د خدايۍ او ربوبيت عقيده نه وي او
بل ته د خداي د کارونو د سپارلو نسبت پکښې نه وي عبادت نه شي بلل کيدے که څه هم د خضوع اخري درجه (سجده) ولې نه وي.
نو د پلار او مور په وړاندې د اولاد خضوع او د پيغمبر(ص) په وړاندې د امت خضوع چې دغه نسبت پکښې نيشته د هغوي عبادت نه دے.
په دې بنياد ډېرې خبرې لکه: د خداي د وليانو په آثارو پورې ځان مبارک کول د زيارت ښکلول او د زيارت د ديوالونو او دروازو ښکلول او د خداي د در په نازولو پورې توسل، د خدا ي د غوره بندګانو بلل او د خداي د وليانو د زوکړې يا وفات د ورځو لمانځل او داسې نور چې ځينې ناپوهه کسان ورته د شرک او بې له خدايه د بل چا د عبادت رنګ ورکوي دا ټول له خدايه پرته د بل چا د عبادت له قيده ازاد دي او شرک نه ګڼل کيږي.
[1] . شوریٰ 11 آيت.
[2] . اخلاص 4 آيت.
[3] . رعد 16 آيت.
[4] . ملل و نحل شهرستاني اول ټوک.
[5] . انعام 164 آيت.
[6] . نازعات 5 آيت.
[7] . يوسف 40 آيت.
[8] . ص 26 آيت.
[9] . مائده 44 آيت.
[10] . مائده 47 آيت.
[11] . مائده 45 آيت.
[12] . حمد 4 آيت.
[13] . نحل 36 آيت.
[14] . بقره 34 آيت.
[15] . يوسف 100 آيت.
[16] . سوره يوسف 4 ايت
[17] .سوره اعراف 28 ايت
[18] . انعام 76 – 78 آيتونه.
[19] . آل عمران 51 آيت.
[20] . انعام 102 آيت.
[21] . دخان 8 آيت.
[22] . مائده 72 آيت.